په قوم سهاک یم، د ۱۹۸۸ کال د اپرېل په ۱۴مه د کابل په مسهي کې زږېدلی یم. لومړنۍ او منځنۍ زدکړې مې په پېښور کې د سیدجمالدین، مجاهد، امام غزالي او بي بي زینب په لیسو کې کړي. دیني زدکړې مې له شروط الصلاة څخه تر منیه او شرح وقایه پورې په پېښور کې کړي.
له مورنۍ پښتو ژبې سېوا په دري، اردو، انګریزي او فرانسوي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کولای شم. په انګریزي ژبه شاعري هم کوم.
په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کال کې مې له یوې NGO سره په پکتیکا کې د سوپروایزر په حیث کار کړئ. په ۲۰۱۲ کال مې له Voice FM سره مې په یوه تفریحي خپرونه (د ماښام ستوري) کې هم کار کړئ.
د ۲۰۰۶ کال د جون له میاشتې وروسته فرانسې ته راکډه شوم، دلته مې فرانسوي ژبه زده کړه او لا مې پکې لوړې زدکړې وکړې. اوس مهال د بلجیم په لیج پوهنتون کې په تجارت او اداره کې لوړې زدکړې کوم چې له پخوا څخه هم په دې برخه کې مطالعه لرم.

Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.