لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
څلورڅلوېښتم قانون:
د لوبې یوه طرحه له ځانه سره ولرئ؛مګر راز یې له ځانه سره وساتئ.
((هر کسب يو شخصي تصوير دی، چې ترسره کوئ يې. نو خپل کار ډېر ښه ترتيب کړئ.))
(يو ناپېژانده)
هېڅ څوک نه پوهېږي، چې ستاسې په ذهن کې څه تېرېږي، نه پوهېږي چې تاسې په سر کې څه غواړئ، هېڅوک نه پوهېږي چې تاسې په راتلونکې کې څه غواړئ، چې ترسره کړئ؟ (۴۰ قانون) په یاد کړئ: په دې پوه شئ چې تاسې څه کوئ، ستاسې طرحې او برنامې باید د سترو او کوچینو موخو د هماهنګۍ لپاره ډېرې ښې وي. وګورئ چې اصلاً څه غواړئ، ترسره یې کړئ، په کومه سطحه کې یاست او موخه مو څه ده او بیا یې په اړه فکر وکړئ.
پوښته کوئ:ولې مو پلانونه پټ واوسي؟ ځکه ستاسې پلانونه تاسې سره د لوبې په جریان کې همکاري کوي، تر دې چې ستاسې مدیر، رئيس تاسو سره شاید ستاسې په شخصي طرحو کې همغږی نشي. نو دا یوه شخصي لوبه ده او باید له تاسې سره پټه وي. څه فایده هغو مدیرانو ته چې خپل ټول پلانونه او طرحې مخکې له مخکې نورو ته ووايي او ترڅنګ وګړي یې پرې پوه شي، چې کېداى شي دا ډېر لوړ پروازونه وکړي، نو د همدې لپاره له تاسې سره خپل نظرونه، طرحې او وړاندیزونه نه شریکوي.
((ستاسې د لوبې طرحه بايد داسې وي، څو ستاسې د سترو او کوچنيو موخو سره سمون ولري.))