لیکنه : ارش ننګیال
۱۱
ماشومان، ښځې، نارینه ټول کلیوال د زیارت څنګه ته د بالون هواکېدو ته په تمه وي، ماشومانو چیغې او شور پیل کړی وي.
د سفر له پاره هرڅه تیار وي خو کمی یوازې د ملنګ بابا وي، منلګ بابا نه ښکاري، لمر له وړانګې او امېل نه پوښتنه کوي:
ـ امېله! وړانګې! ملنګ بابا مو نه دی لیدلی؟
وړانګه د سفر توکي بالون ته پورته کوي وايي:
ـ ملنګ بابا ویل چې بالون کې وېرېږي، هغه وختي په خپلو پښو تللی دی.
ماشومان بالون ته پورته کېږي، بالون په هوا شي کلیوال او ماشومان چغې وهې او څادرونه پورته، پورته اچوي. لمر د بالون د ادره کولو لپاره پکی ته ولاړ وي، وړانګه او امېل په خوشالۍ او چيغو سندره وايي:
راشئ چې هوا وکوو
ستورو ته خندا وکوو
زار له علم پوهې شم
جهل ته ښېرا وکوو
راشئ چې هوا وکوو
علم ته دعا وکو
کله چې د یخي غره ته رسېږي، نو بالون د غره بېخ ته ښکته کوي، ملنګ بابا له دوی نه مخکې رسېدلی وي.
دا چې بالون ډېر پورته شي، اضافه توکي او لمر هم ترې ښکته کېږي، یوازې وړانګه او امېل چې وزنونه یې هم کم وي، بالون کې کېني او بالون، هوا ته پورته کوي.
بالون کرار، کرار پورته کېږي، خو دوی چې څنګه فکر کړی وي، چې بالون به مستقیم پاس هوا ته پورته کېږي، هغسې نه کېږي.
بالون کرار، کرار له غره نه لرې کېږي، یو وخت د ملنګ بابا او لمر له سترګو پنا کېږي او له دوی نه ډېر لرې ځي.
لمر سخت وارخطا شوی وي، ښکته، پورته منډې وهې او امېل دوی ته نارې وهي:
ـ چېرې ځئ؟ پاس لاړ شئ پاس، اې تاسو ته وایم، کومه خوا روان شوئ؟
خو د لمر غږ هغوی ته نه رسېږي، ملنګ بابا هم سخت اندېښمن کېږي، خپل څادر ورته خوځوي. بالون په هوا کې نادرکه کېږي، ملنګ بابا دوی لاندې په ځمکه له ډېرې وارخطايي نه سم رپېږي.
ملنګ بابا دعاګانې پیلوي، لمر پاس اسمان ته ګوري او له ځانه سره خبرې کوي.
له څو شېبو وروسته ناڅاپه لمر غږ کوي:
ـ ملنګ بابا! بالون مې پیدا که، هااااغه دی.
ملنګ بابا خوشالېږي او خپل څادر ورته خوځوي.
ملنګ بابا وايي:
ـ که خدای کول امېل دوی بېرته سمې لارې ته برابر شوي دي.
بالون رسا د غره څوکې ته رسېږي، څو ځله تاو راتاو شي، بیا د غره په څوکه باندې ښکته کېږي.
له ډېر ځنډ وروسته بالون بېرته هواته پورته کېږي، لمر او ملنګ بابا یو بل ته د خوشالۍ غېږه ورکوي. بالون کرار، کرار له غره لرې کېږي او ښکته ځمکې ته را روان وي.
بالون له ملنګ بابا دوی لرې په ډېرې ارامۍ را ښکته کېږي، ملنګ بابا او لمر ځانونه بالون ته رسوي.
ماشومان او ملنګ بابا خوشالي کوي او یو بل ته مبارکۍ ورکوي. ملنګ بابا ماشومان په وچلي ښکلوي او هغوی یې لاسونه.
وړانګه په بیړه او خوشالي طلايي کب له صندوق نه باسي او ملنګ بابا ته یې ښکاره کوي، د طلایي له لېدو وروسته یې بېرته صندق کې ږدي.
ملنګ بابا نه غواړي چې بالون کې کېني خو ماشومان ټینګار کوي چې هسې هم بالون ډېر نه پورته کوي، ټیټ يې الوځوي.
ملنګ بابا یې هم مني اوټول په بالون کې کېني او د کبانو د پاچاهۍ په لور حرکت کوي، ماشومان د خوښۍ چيغې او نارې وهي، امېل او وړانګه سندره وایی:
راشئ چې هوا وکو
علم ته دعا وکوو
زار قلم، کتاب نه شم
جهل ته ښېرا وکو
له ډېر لنډ مزل وروسته، بالون د کبانو د پاچاهۍ تر څنګ ښکته کوي او طلايي کب د کبانو ډنډ ته ور وړي او زرین کب ته يې ورکوي.
زرین کب، ورته بېرته خبر راوړي او وايي چې پاچا په خپلې ژمنې ولاړ دی، کله مو چې دوهم شرط هم پوره کړ، بیا نو هر کله چې تاسو وغواړئ کبان او د اوبو ټول ژوي به ستاسو کلي ته درځي.
ماشومان بېرته بالون ته پورته کېږي او د کلي په لور حرکت کوي.