لیکنه : ارش ننګیال
۱۰
ماشومان خوشاله ښکاري، خو ملنګ بابا بیا دومره خوشاله نه ښکاري، امېل ترې پوښتنه کوي:
ـ ملنګ بابا! طبیعت دې راته سم نه ښکاري؟
ملنګ بابا نه غواړي چې ماشومان یې په خواشینۍ پوی شي، نو وايي:
ـ هېڅ خبره نشته، د یخي غره په هکله مې فکر کاوه.
وړانګه بیا په حیرانۍ پوښتنه کوي:
ـ ملنګ بابا! دا طلايي کب یې لا څه شی دی؟
لمر هم پوښتنه کوي:
ـ او دا طلایی کب، کبان څه کوي؟ دوی سره خو د طلاوو او قېمتي ډبرو څه کمی هم نشته؟
ملنګ بابا وايي:
ـ ځینې څیزونه له طلاوو نه وي جوړ، خو ارزښت یې له هرڅه هم ډېر وي. دا طلايي کب د کبانو له پاره ډېر ارزښت لري. د کبانو د ځواک او قدرت او د کبانو د تاریخ ستره نښه یا سمبول دی. هغه طلايي کب چې هر چا سره وي هغوی پرې ویاړې او نور کبان یې هم احترام کوي.
امېل بیا بله پوښتنه کوي:
ـ خو ملنګ بابا! تاسو ویلي چې، د یخي غره ته پورته کېدل سخت کار دی، نو دا کب هلته چا ايښی دی؟
ملنګ بابا ځواب ورکوي:
ـ وايي چې یو وخت په دې سیمه کې دومره ډېرې اوبه وې چې ان د یخي د غره په څوکه لګېدې خو ورورسته دا اوبه کمې شوې او هغه طلايي کب همالته پاتې شو.
لمر بیا وايي:
ـ ملنګ بابا! موږ او تاسو به دا غر یو ځل له نژدې وګورو، بیا به ورته یوه لاره پیدا کوو.
ملنګ بابا ماشومانو ته ډاډ ورکوي او وايي:
ګوره هسې کردګار دی رب زما
چې صاحب د کل اختیار دی رب زما
له نیستۍ یې د هستۍ صورت پیدا کړ
هسې رنګ پروردګار دی رب زما
امېل وايي:
ـ واوا واوا……….. ډېر ښه ډېر ښه
که مولا در سره مل نه وي رحمانه
که لښکرې درسره وی یک تنهایې
ملنګ بابا او نور ماشومان امېل ستايي:
ـ واواو څومره ښه.
وړانګه وايي:
ـ دې شعرونو سره مو زما تمه پیدا کړه، څه وخت د یخي غره لیدو ته ورځو؟
ملنګ بابا وايي چې نن به دمه جوړه کړو او سبا سهار به د غره لیدو ته ورشو.
لومړی به د یخي د غره چاره وکړو بیا به په رېښو او بوټو پسې هڅه کوو.
ماشومان د ملنګ بابا خبره مني، ټول خپلو کورونو ته ورځي او سبا سهار وختي ټول په ګډه د یخي د غره په لور روانېږي.
له ډېر مزل وروسته د یخي غره ته رسېږي، ماشومان د غره په لیدو سخت حیرانېږي، وړانګه وايي:
ـ اوو وۍ، دا څومره لوړ غر دی.
امېل هم حیران شوی وي:
ـ هم لوړ دی او لکه د هندارې په څېر ښوی دی.
لمر په خندا شي او وايي:
ـ لکه غټې هګۍ غوندې ښکاري.
ملنګ بابا په ستړیا وايي:
ـ که دې غره ته پورته کېدل داسې اسانه وای، نو اوس به هغه طلایي کب هلته نه و، په هر کار کې د خدای (ج) حکمت دی.
امېل بیا وايي:
ـ ملنګ بابا یو بیت دی…
ملنګ بابا ورته په خوښۍ وايي:
ـ ارشاد، ارشاد!
امېل شعر پیلوي:
په هر دم کې نوې نوې تماشه کړم
زه رحمان د خدای و کړو ته یم حیران
ملنګ بابا، لمر او وړانګه په ګډه ورته وايي:
ـ واواوا، ډېر ښه ډېر ښه.
خو ملنګ بابا بیا وايي:
ـ امېل چې څومره د ځمکې په سر ښکاري، هماغومره د ځمکې لاندې هم دی.
د ملنګ بابا له دې ټوکې سره ټول خاندي، ملنګ بابا وايي:
ـ بلا مو واخلم بچو! درځئ چې اوس نو غر له نژدې وګورو او غره ته د پورته کېدو لاره چاره پیدا کړو.
ټول په ګډه د غره په لور روانېږي، له غره نه، شاخوا تاو راتاو شي، خو هېڅ داسې ځای نه پيدا کوي چې غره ته د پورته کېدو لاره وي.
لکه څنګه چې ورته د( یخي غر) وايي هماغسې دی، غر لکه د یخو کنده همداسې اسمان ته پورته شوی دی او له لاندې نه یوازې د غره څوک ښکاري.
د غره له لیدلو وروسته ټول بېرته کلي ته ځي او په دې فکر کوي چې په څه ډول د یخي غره ته ور پورته شي.
ماشومان او ملنګ بابا شپه او ورځ کتابونه ګوري او څېړنه کوي، یوه ورځ چې ټول په کتابونو باندې پړ مخې پراته وي وړانګه پوښتنه کوی:
ـ وه وړو!
دې سره ملنګ بابا او ماشومان خاندي، لمر ورته وايي:
ـ ووایه نیا!
امېل بیا وايي:
ـ چپ شه چې ادې خبرې کوي.
ملنګ بابا چې مخ ته یې ستر کتاپ پورته وي او پانې یې اړوي وايي:
ـ پوښتنه وکړه، چې هېره دې نه شي.
وړانګه وايي:
ـ دا هوايي بالون به موږ جوړ نه کړای شو؟ دا بالون څه ډول هوا ته پورته کېږي؟
ملنګ بابا وايي:
ـ دا ځواب به لمر درکړي.
لمر په له لږ څه فکر نه وروسته وايي:
ـ کېدای شي لکه هوايی پوکاڼۍ، ګاز یا اکسېجن پکې اچول کېږي.
امېل بیا وايي:
ـ هو! بالون هم لکه هوايي پوکاڼۍ همداسې یو شی دی.
وړانګه له ځای نه پورته کېږي او کتاب ملنګ بابا دوی ته ښکاره کوي:
ـ وګورئ! دې کتاب کې د بالون د جوړولو چل شته.
ملنګ بابا په خوشالۍ وايي:
ـ دې ته وايي ماشومان، چې له فکر دي غټان. بلا دې واخلم بچی، تا خو ډېره د کار خبره وکړه.
وړانګه چې د ملنګ بابا خبرو سره ډېره خوشاله شوې وي وايي:
ـ ملنګ بابا! که موږه یو لوی بالون جوړ کړو چې لږ تر لږه یو یا دوه کسه هم پکې پورته شي، نو غره ته به په ډېرې اسانۍ پورته شو.
لمر چې فکر وړی وي وايي:
ـ خو دې بالون ته به ګاز له کومه کړو؟ بالون پرته له ګازو هوا ته نه شي پورته کېدای، او بل دا چې فراشوتي رخت هم پکار دی.
امېل فکر وهي او وايي:
ـ ام ام ام…خو ما په یو کتاب کې ولوستل چې ځینو کسانو له ډېران، خوشیو او نورو بېکاره شیانو او ډیران نه ګاز جوړ کړي دي.
ملنګ بابا په خوښۍ وايي:
ـ تاسو خو د کار خلک يئ، بیا نو مشکل چېرې دی؟
لمر وايي:
ـ مشکل دلته دي چې موږ باید د بالون له پاره ګاز پیدا کړو، نور څه به پیدا شي.
ملنګ بابا د ماشومانو خبرې تاييدوي.
وړانګه د کتاب پانې اړوي او وايي چې:
ـ وګورئ! دلته یې هرڅه لیکلي دي، موږ ته ګاز، شټوپ، یوه زانګو، رسۍ او فراشوتي ټوټه پکار ده.
ملنګ بابا وايي چې موضوع ټولو ته روښانه ده، وخت سره زره دی، موږه کلیوالو ډېر عمر خوبونه کړي دي، ډیر وخت مو ضایع کړی دی. اوس چې تاسو غوندې پوه او تکړه ځوانان خدای په لاس راکړي دي، باید چې وخت نه ګټه واخلو.
ملنګ بابا وايي:
ـ وړانګه به له فراشوټي ټوټې نه یو لوی بالون وګنډي.
وړانګه په خوښۍ وايي:
ـ مور دوی مې هم راسره مرسته کوي.
ملنګ بابا وايي:
ـ دا خو ښه خبره ده، چې کلیوال هم له موږ سره مرسته وکړي خو لمر به د ګازو د لاسته راوړلو له پاره ځای ځینې وسایل جوړ کړي. امېل به د څو تنو کلیوالو په مرسته یوه لویه څا وباسي او زه به د کلیوالو په ملاتړ د کلي ډېرانونه را ټول کړم، دومره ډيران خو به پیدا شي چې زموږ د ضرورت په انداز ګاز ورنه جوړ شي. هم به کلی پاک شي او هم به د ګازو د جوړولو له پاره ډېران پیدا شي.
ټول په خپلو کارونو اخته کېږي، کلیوال چې اوس یې په ماشومانو او ملنګ بابا یو څه باور پیدا شوی وي، هم له دوی سره په کارونو کې مرسته کوي، څاه جوړېږي. ډېرانونه را ټولوي او په څا کې یې اچوي، د څا سر ښه کلک پټوي چې هوا ترې لاړه نه شي، بیا د څا له سر نه څو نلونه د باندې وباسي او کله چې ګاز جوړېږي، د پیپونو له لارې د ګازو ډبې ته راځي او دوی ترې د ګازو ډبې ډکوي.
هلته وړانګې او کلیوالو مېرمنو له فراشوټي ټوټې نه، یو لوی بالون ګڼدلی وي. بالون له یوې غټې کوټې نه هم پسې غټ وي.
د بالون په خوله کې یې یوه زانګو په پړو کلکه تړلي او د زانګو سر ته یې، د ګازو ډبه او د ډبې په سر يې شټوپ بند کړی وي او د زانګو یو اړخ ته یو پکی بند شوي وي چې بالون ته لوری و ټاکي.
کله چې شټوپ چالان کړي او اور بل شي، بالون پړڅېږي، لکه هوايي پوکاڼۍ په هوا کېږي.
خو بالون یې په پړي تړلی وي، ملنګ بابا او ماشومان څو ځله بالون ازمويي او ځانونه پرې ښه پوهوي. کله چې هر څه تیارېږي نو د حرکت له پاره ځانونه اماده کوي.