لیکنه: ارش ننګیال
اوس نو ملنګ بابا دوی اړ دي چې خپل بل شرط هم پوره کړي. هغه داسې چې ونې او بوټي اړ کړي چې بېرته کلي ته را شي، په دې سره به کلی بېرته زرغون شي.
ماشومانو ته د علم خزانه په لاس ورغلې ده، چې هرې ستونزې سره مخ کېږي کتابخانې ته ور خوشې وي.
ماشومان بیا ځانونو نه د کتابونو چينجیان جوړوي او.
له څو ورځو پرله پسې هڅو او کوښښونو وروسته، پوهېږي چې د ونو او بوټو پاچاهۍ ته، دوی د خپلې سیمې له ځمکې ښکته کېدای شي، ځکه چې د ونو او بوټو اصلي ځای د ځمکې تل کې وي او هلته د رېښو پاچاهي ده.
ملنګ بابا ماشومانو ته وايي چې دوی دې، د کلي شاوخوا وګرځي او هغه ځای دې پیدا کړي چې دوی پرې د رېښو پاچاهۍ ته ورسېږي.
ماشومان همداسې کوي، د کلي شاوخوا سیمه لټوي، خو هېڅ داسې ځای نه پیدا کوي چې، دوی دې پرې د ځمکې تل ته ښکته شي او د رېښو پاچاهۍ ته ورشي.
ماشومان څو ورځې لټه کوي، خو د رېښو د پاچاهۍ لاره نه شي پیدا کولای.
په همدې لټه کې له کلي لرې یوه سیمه کې، د یوې ِغټې، زړې او وچې ونې، بېخ پیدا کوي. لمر وايي، که چېرې د ونې بېخ را وسپړي نو په هغې لارې چې د ونې رېښې ښکته شوې وي، دوی هم ښکته لاړ شي، شاید چې لاره پیدا کړي.
ماشومان همداسې کوي، بېل او بېلچې را اخلي او د وچې ونې رېښې را سپړي له کومې لارې چې رېښې ځمکې ته ښکته شوې وي، په هماغې لارې، دوی هم ښکته ورځي او د رېښو د پاچاهۍ لاره پیدا کوي.
ماشومان په خوشالۍ او منډو ملنګ بابا ته ورځي او زېری پرې کوي چې د رېښو لاره یې پیدا کړه. بیا ټول د سفر له پاره تیاری نیسي او د رېښو د پاچاهۍ په لور روانېږي.
ملنګ بابا او ماشومان د ځمکې لاندې ورځي او هغه ځای نه د رېښو پاچاهۍ ته ورځي.
د رېښو پاچاهي حیرانوونکی ځای وي. وړانګه خو سمه هکه پکه وي.
ـ اوهوهو! امېله! هلته ګوره! دلته خو هرڅه له رېښو جوړ شوي، ای ای هغو رېښو ته وګوره چې روانې دي.
امېل چې خوله یې له حیرانۍ خلاصه پاتې وي، وايي:
لمره! هلته ګوره! کورونه، پلونه، غرونه، هرڅه له رېښو جوړ شوي.
لمر په بېړه غږ کوي:
ـ غلي شئ! غلي شئ! هلته ګوره! هغه غټه رېښه زموږ خواته را روانه ده. دا څومره لوړه رېښه ده، لکه غټه او پلنه ونه.
ملنګ بابا په کراره وايي:
ـ دلته هر څه د رېښو دي، لکه د اوبو او کبانو سیمه.
وړانګه وايي:
ـ اوس د دې غم کوئ چې د رېښو پاچا ته څه ډول ځانونه ورسوو؟
امېل په بیړه وايي:
ـ ملنګ بابا! موږ او تاسو باید د پاچا هغه دنګه ماڼۍ پیدا کړو، وايي چې د ماڼۍ نه رڼاګانې پورته کېږي، دا ماڼۍ لمر پرېواته خوا ته ده.
ملنګ بابا په خوښۍ وايي:
ـ وایم ته خو د کار سړی یې.
لمر بیا وايي:
ـ موږ به له رېښو ځان ساتو، کوښښ به کوو چې په رېښو هېڅ ونه لګېږو.
وړانګه وايي:
ـ بیا نو په کار ده چې یو څه وچې رېښې او واښه له ځانه را چاپېرې کړو، چې رېښې راته متوجه نه شي.
ـ ملنګ بابا او ماشومان همداسې کوي، له ځانه وچې رېښې او واښه تاووي، چې له لرې ښکاره نه شي.
بیا خپل مزل ته دوام ورکوي، څومره چې مخکې ورځي له نورو همداسې عجیبه ځایونو سره مخ کېږي.
ماشومانو یوازې خړې رېښې ليدلې وي خو هلته بیا ډول، ډول رېښې وي چې سمې رڼاګانې کوي او ځلېږي.
رېښې لکه د غڼې د ځالې په څېر یو په بل پسې نښتې وي.
بله خوا ګوري چې ځینې رېښې لکه غټې د توت ونې په لاره روانې وې. ځینې لکه چینجي په ځکه پرتې وې او غوچېږي.
له ډېر مزل وروسته، امېل په نا خبرۍ کې په رېښو ور پورته کېږي. رېښې ماشومان او ملنګ بابا کلک نیسي.
د ماشومانو شر او شور پورته شي، وړانګه رېښو ته ښېرې کوي او چيغې پرې وهې، امېل لاس او پښې اچوي، خو هېڅ یې هم د لاسه نه وي پوره، لمر هم ورسره غېږ په غېږ وي.
ملنګ بابا یې له پښو او لاسو تړي وي، رېښې لکه رسۍ ترې داسې چاپېره شوې وي. امېل یې له یوې پښې رانیولی وي، سر یې ځمکې خواته ځوړند وي، وړانګه یې له لاسه نیولې وي، لمر په راکاږلو په ځان پسې کشوي.
په لنډه شېبه کې یې د رېښو په قفسونو کې اچوي. چېرته چې له دوی پرته بل هېڅوک نه ښکاري.
دا ځاي په هوا کې جوړ شوی وي. لکه د چڼچنو ځاله. ماشومان وارخطا کېږي، وړانګه په چېغو او وارخطايي سره وايي:
ـ هله! ملنګ بابا! زه لوېږم، که دا رېښې وشکېږي؟
ملنګ بابا په آرامۍ وايي:
ـ بلا مو واخلم، پام چې ونه ډار شئ، رېښې موږ ته هېڅ زیان نه رسوي، دا رېښې نه شکېږي.
امېل هم وېرېدلی وي:
ـ لمره! ته ښه یې؟
لمر په آرامۍ وايي:
ـ هو زه ښه یم، خو دا څه ډول ځای دی؟
دې وخت کې امېل ناڅاپه په خندا شي، خندا یې زور اخلي.
وړانګه پرې غږ کوي:
ـ بیا په تا څه شوي دي؟ موږ په څه حال کې یو او د ده خندا ته وګوره.
امېل په خندا وايي:
ـ وۍ، وۍ، رېښې مې تخنوي، مه کوه، غلي شئ.
لمر په قهر وايي:
هغوی دې نه تخنوي، ځان ترې لرې ونیسه.
امېل په خندا، خندا وايي:
ـ ښه سمه ده، ای رېښو تاسې ته وايم! له ما سره لږه ګوزاره کوئ، یو خو د مور نازولی زوی یم او بل ډېره خندا راځي. ملنګ بابا! د دې رېښو څه چاره درسره نشته؟
ـ ملنګ بابا یې داسې کلک تړی وي چې ساه هم په زوره اخلي، په نالښت ځواب ورکوي:
زه یې داسې شخ تړلی یم چې ځان هم نه شم ښورولی.
لمر په بیړه وايي:
ـ ملنګ بابا! ماسره د رېښو دارو شته.
وړانګه غږ کوي:
ـ څه شي دي؟ هر څه چې درسره وي، اوس مو ترې خلاص که.
دې وخت کې رېښې په خندا کېږي، یوه غټه رېښه چې تر دې مهاله بې حرکته ولاړه وه وايي:
ـ تاسو کې د هېڅ کار شک نشته، بیا مو اره کوئ؟ که په تبرونو مو وهئ؟ او که له تندې مو وژنئ؟
ملنګ بابا په ډېرې ارامۍ ورته وايي:
ـ موږه نه وایو چې ښه مو کړي دي، هرچا کې ښه او بد خلک شته، خو زموږ خلکو خپله سهوه منلې ده، موږه له تاسو سره د دوستۍ له پاره دلته راغلي یو، نه د دښمنۍ له پاره.
لمر وايي:
ـ که موږ له تاسې سره دښمني لرلی، دلته نه راتلو. موږ غواړو له تاسې سره په ګډه خوشاله ژوند وکړو او تاسو له موږ سره څه کوئ؟
وړانګه هم خبرو کې ور لوېږي:
ـ زموږ کلی شاړ دی، خلک ترې وکوچېدل، کلی مو تباه او برباد شو، موږ غواړو چې زموږ او ستاسې کلی بیا له سره آباد شي، موږ او تاسو یو بل ته اړتیا لرو.
رېښه ورته وايي:
ـ خو تاسو بیا موږه هم له ځانه سره تبا کړو، کلونه وشول چې یوه ونه او یو بوټی مو د ځمکې په سر نه دی زرغون کړی، موږ باندې مو دا ستره دنیا، د میږي د سترګې په شان را تنګه کړه، خبرې ام تاسو کوئ؟ تاسو ته یوازې ځان ارزښت لري.
رېښه روانېږي، په روانه وايي
ـ ستاسو په حق کې به پاچا پرېکړه کوي.
کله چې غټه رېښه ځي، یو شمېر رېښې د ملنګ بابا او ماشومانو په ځورولو پیل کوي. کله یې له پښو سر ښکته ځوړندوي، کله پرې ګوازرونه کوي. د ماشومانو شور ما شور پیلېږي خو رېښې نه غلې کېږي. لمر له خپل خورجین نه بتک راباسي او وايي:
ـ ملنګ بابا! دا رېښې نه غلې کېږي، زه پرې شړومبې اچوم ګوره.
وړانګه په چیغو وايي:
ـ هرڅه چې کوې، خو بیړه وکه.
ملنګ بابا وايي:
ـ نه دا کار مه کوه.
دې وخت کې لمر چیغه کوي:
ـ پام، پام رېښو، پام چې شړومبې تویېږي ګوره، پام، پام، هله توېې شولې.
شر شي چې شړومبې تویې شي، د شړمبو له تویېدو سره رېښې تښتي او ماشومان خوشې کوي.
رېښو ماشومان ژوبل کړي وي د ماشومانو پر لاسونو او مخ لکه د کمچینې ګوزارونه چې شوي وي، ځکه هر ګوزار یې له قمچینې کم نه و.
دوی لا خپله ستړیا نه وي کاږلي چې غټې رېښې را رسېږي، د ماشومانو په لیدو حیرانېږي، امېل له چالاکۍ نه کار اخلي او وايي:
ـ وګورئ رېښو، تاسو ظالمو موږ په څه حال کړو؟
لمر چې له ډېره قهر سم رپېږي، وايي:
ـ وګوره! ملنګ بابا سپین ږیری انسان دی، هغه سره یې څه ډول سلوک وکړ.
رېښه وايي:
ـ که تاسو سره هر چا بد سلوک کړی وي هغه به خپله سزا ویني.
ـ وړانګې ټېکرۍ سترګو ته نیولی وي، په ژړغوني غږ وايی:
ـ خدای مو ووهه، ظالمانو.
ملنګ بابا په ستړیا له ځایه راپورته کېږي او وايي:
ـ که تاسو موږ د پاچا دربار ته بوځئ، موږ به هېڅ کله هم له تاسو شکایت ونه کړو. که همدومره سختې نورې هم وګورو موږ له دې ځایه تش لاس نه ځو.
رېښه ورته وايي:
سمه ده، موږ خپله ګناه جبرانوو او تاسو به د پاچا لیدو ته خامخا بوزم، پاچا موږ ته ویلي وو چې تاسو بېرته له خپل ښار نه وباسو خو که هغه د رېښو له ناوړه سلوک نه خبر شي، نو تاسو خامخا ځان ته غواړي.
رېښه په خپله مخه ځي او دوی همدلته په تمه کېږي. ماشومان خوشالېږي او د رېښې راتلو ته په تمه وي.
خو ملنګ بابا وايي چې لمر هم ښه کار ونه کړ، د بدو ځواب یې په بدو ورکړ، شړومبې رېښې وچوي، یانې وژني یې.
لمر بیا وايي چې ما یوازې رېښې وېرولې خو شړومبې په سهوه کې تویې شوې. زه پوهېدم چې شړمبې رېښې وچوي، ما یوازې ددوی د وېرولو او سختې ورځې لپاره راوړې وې.
څو شېبې وروسته رېښې راځي او غواړي چې ملنګ بابا دوی د پاچا لیدو ته بوځي.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.