لیکنه: ارش ننګیال
۱۵
یو وخت چې ماشومان په هوښ راځي ګوري چې، په شنه ځنګله کې پراته دي.
مېوې او اوبه ورته اېښي دي، ماشومان چې کله اوبه او میوې ګوري، نو په خوړلو پیل کوي.
دې وخت کې ماشومان یوازې مړۍ وهي، نور هېچا ته هم نه ګوري.
چې ناڅاپه وړانګه وېرېږي او چيغه کوي:
ـ وئ! هلته ګوره.
لمر په آرامۍ ورته وايي:
ـ غلې شه، همدوی موږ سره مرسته کړې.
امېل په خندا شي:
ـما خو دوی اوس ولیدل، مخکې مې یوازې اوبه او مېوې لیدې. اوهو، وړانګې هلته وګوره، پیشو، سپي، چرګان.
لمر هم په خوشالۍ وايي:
ـ دا کورنۍ حیوانان دی، موږ ته هسې خوشاله دي.
دې وخت کې د زمري بچی راځي او دوی ته وايي:
ـ زموږ کور ته ښه راغلئ.
ورپسې د ځنګله پاچا یانې زمری راځي او ماشومانو ته وايي:
ـ تاسو دلته په امن کې یاست، بېغمه ارام وکړئ، بیا به خبرې وکړو.
نور ژوي ځي او یوازې د زمري بچی او ماشومان پاتې کېږي.
زمری وايي چې پاچا ستاسو له مرستې ډېر خوشاله دی، بلکې ټول ژوي ستاسو له مرستې خوشاله دي.
ماشومان د زمري په دې زېري خوشالېږي او د زمري له مرستې مننه کوي چې دوی یې په وخت له مرګه وژغورل.
زمری وايي:
ـ تاسو زه له مرګه وژغورلم او ما تاسو، خلاص په خلاص.
خو امېل بیا وايي:
ـ نه یاره، خلاص په خلاص نه، موږ سره به پخه انډیوالي کوې.
زمری خاندي:
ـ هغه څنګه؟
لمر ورته وايي:
ـ موږ باید ستاسو له پاچا سره خبرې وکړو.
زمری : د څه له پاره؟
وړانګه:
د دې له پاره چې د ځنګله ژوي بېرته زموږ د سیمې ځنګله ته راشي.
زمری وايي چې په دې اړه یوازې پاچا پرېکړه کوي، وايي چې ډېر ژر به یې د پاچا لیدو ته ورولي. د زمري بچې وايي چې د کلي او کلیوالو ټوله کیسه یې خپل پاچاته کړې ده.
له څه وخت وروسته ماشومان د پاچا لیدو ته ورځي.
پاچا ته وايي چې دوی له اوبو، کبانو او رېښو سره د بېرته راتګ خبرې کړي خو رېښې غواړي چې ځنګله ته دې ژوي هم بېرته راشي.
پاچا وايي:
ـ موږ خو ستاسو ځنګله کې اوسېدو، خو ستاسو خلکو له ژویو سره ډېر بد چلند وکړ، ځنګلونه یې پرې کړل، الوتونکو ته یې زهر اچول، د ځنګله ژوي یې په ډېرې بې رحمۍ وژل، ډیر ژوی به یې هسې بې ګټې وژل او خپلې لوبې به یې پرې کولې.
وړانګه پخ خواشینۍ وايي:
ـ ټول خلک یو شان نه وي، ښه او بد په هرچا کې شته، موږه د خپلو خلکو له ظلم نه خبر شوي یو، د هغوی د ظلم له لاسه زموږ کلی او ولس ټول تبا شو، اوس زموږ کلیوال په خپلو ګناهونو پوه شوي دي او بیا به هېڅ کله هم داسې نه کوي.
لمر بیا وايي:
ـ کلی په غچ اخیستلو نه ابادېږي، موږه تر هغې له دې ځایه نه ځو، څو چې تاسو موږ سره د راتګ ژمنه ونه کړئ، خدای پاک موږه او تاسو د یو بل د ګټې له پاره پېدا کړي یو.
پاچا ته د لمر خبرې خوند ورکوي، په لوړ غږ وايي:
ـ خدای پاک، موږ او تاسو د یو بل د ګتې له پاره پیدا کړي یو، بېشکه.
امېل د پاچا مخې ته درېږي او وايي:
ـ که دا ځل تاسو بېرته زموږ کلي ته راشئ، موږ او تاسو به ډېر ښه او د خوشالۍ ژوند ولرو.
دې وخت کې یو ښکلی اس را مخ ته کېږي او وايي:
ـ دې ماشومانو ثابته کړه چې دوی له موږ سره، دوستي کول غواړي، دوی زموږ د یوازیني شهزاده ژوند ژغورلی دی، موږ باید دوی ته ثابته کړو چې موږه هم د دوی په ضرر نه یو.
د زمري بچی هم پاچا ته وايي:
ـ دې ماشومانو ماته خپله ټوله کیسه وکړه، دوی ډېرې سختۍ تېرې کړې دي او اوس غواړي چې بېرته له موږ سره ملګري شي، ګډ کلی او ګډ ژوند وکړو، دا خو ښه خبره ده.
له ډېرو خبرو اترو وروسته پاچا له ماشومانو سره ژمنه کوي چې د شهزاده د ژوند د ژغورلو له پاره، د ځنګله له غوړېدو وروسته به د دوی کلي ته، په دې شرط ورځي چې الوتونکي هم بېرته راولي. وايي چې ځنګل بې له الوتونکيو خپل ژوند ته دوام نه شی ورکولی.
ماشومان ورسره شرط مني او د ځنګله له پاچا نه مننه کوي او ژمنه ورسره کوي چې دوی سره به هېڅ کله هم پخوانی سلوک ونه کړي.
دې پرېکړې سره د ځنګله حیوانات هم خوشالېږي چې د دوی تر منځ شخړه اواره شوه. کورنۍ حیوانات له ماشومان شاوخوا تاوېږي او خپله خوشالې ورسره شریکوي.
له خوښۍ او خوشالۍ وروسته، ماشومان غواړي چې د الوتونکيو پاچاهۍ ته لاړ شي، خو د زمري بچی ورته وايي چې، هلته ورتګ د دوی له پاره څه آسانه کار نه دی.
زمری وايي بې زموږ له مرستې تاسو هلته نه شئ تللی او بله دا چې د الوتونکيو سیمه کې یوه وژونکې ناروغي خپره شوې او ټول الوتونکي پرې اخته شوي دي.
د دې خبرې په اورېدو سره ماشومان خواشیني کېږي، خو وړانګه وايي چې دوی له الوتونکيو سره مرسته کولای شي.
امېل وايي چې:
ـ اوس نو زموږ او ستاسو ورتګ بیخي ضرور دی، که هغوی راځي او که نه راځي، باید چې الوتونکي له مرګه وژغورو.
لمر له زمري نه غواړي چې ژر تر ژره دې، دوی د الوتونکيو سیمې ته بوځي، زمری څو اسونه را غواړي، ماشومان پرې سپرېږي او د الوتونکيو سیمې ته یې ور ولي.
د الوتونکيو سیمه د ځنګله پای کې د یوه لوړ غره په سر وي، غره ته هر څوک نه شي ور پورته کېدای.
ماشومان حیرانېږي چې په څه ډول به پورته وخېژي.
ټول په دې هڅه کې وي چې، غره ته د پورته کېدو څه چاره وکړي، په پای کې ماشومان څه عجیبه چل کوي، زمري ته وايي چې درې تکړه او ځوانې سمسرې ورته راولي.
کله چې سمسرې راځي، دوی د سمسرو په ملا کې پړي اچوي او سمسرو ته وايي چې تاسو مخکې شئ، موږ به پړۍ ونیسو او په تاسو پسې به ورو، ورو درځو.
سمسرې چې یو ځل په کوم شي باندې خپلې منګولې ښخې کړي، بیا یې څوک ترې نه شي رابېلولی.
سمسرې مخکې کېږي او ماشومان په ځان پسې مخ پورته کشوي چې په دې چل سره، د غره سرته پورته کېږي.
سمسرې بېرته ځنګله ته ورځي او ماشومان د الوتونکيو خواته روانېږي.
ماشومان لا د الوتونکيو سیمې نه سم نه وي داخل شوي چې ناڅاپه، د الوتونکيو چغې او شور پېلېږي. غټ، غټ الوتونکي راځي او ماشومان په منګلو کې نیسي او د لوړو ونو په سر یې، په سترو ځالو کې اچوي.
ماشومان ځاله کې پرېږدي او الوتونکي ترې ښکته کېږي.
کله چې ماشومان لاندې سیمه ګوري، چې هره خوا ته د الوتونکيو مړي پراته دي، سیمه کې ډېر بد بوی وي، ناروغ الوتونکي په هر ځای کې له ځانه بې خبره پراته وي، د الوتونکيو بڼکې توېې شوي وي، د ناروغو، الوتونکيو زګېروي اورېدل کېږي، ماشومان د سیمې په لیدو سخت خواشیني کېږي.
ماشومان الوتونکيو ته نارې وهي، خو هېڅوک یې خواته نه راځي، امېل له خپل خورجین نه، له خټو جوړ شوی شپېلاک راباسي، کله چې شپېلاک وهي، ګوري چې الوتونکي راځي.
ماشومان ورته وايي چې دوی کولای شي چې د الوتونکيو ناروغۍ ته درمل جوړ کړي، خو الوتونکي یې نه مني او ترې روانېږي.
ماشومان ډېر وخت په ځاله کې پراته وي، خو هېڅ یې هم دله لاسه نه کېږي، امېل له څه ځنډ وروسته یو ځل بیا شپیلاک وهي، کله چې الوتونکي راځي، نو ماشومان ورته وايي چې دوی غواړي د الوتونکيو له پاچا سره خبرې وکړي. وايي چې د ځنګله له پاچا نه یې دوی ته یو پیغام هم راوړی دی. وړانګه ورته وايي چې له موږ سره درمل هم شته.
الوتونکی وايي چې دا خبره به پاچا ته وکړي، که پاچا وغوښتل نو بیا یې ور ولي.
له څو شېبو وروسته درې غټ، غټ الوتونکي راځي او ماشومان په منګولو کې نیسي او د پاچا دربار ته یې بیايي.
د الوتونکيو پاچا یو ستر باز وي، پاچا هم ناروغۍ سخت خراب کړی وي، بڼکې یې تویې شوې وي.
د الوتونکيو پاچا ماشومانو ته وايي:
ـ ای انسانانو! تاسو له موږه بېچاره ګانو څه غواړئ؟
لمر وايي:
ـ پاچا صیب! موږ راغلي یو چې له تاسو سره مرسته وکړو. موږ ستاسو ناروغۍ ته درمل جوړولی شو او له موږ سره یو څه درمل هم شته.
وړانګه هم په بېړه په خبرو کې ور لوېږي او وايي:
ـ هو هو! موږه ځنګله کې خبر شوو چې تاسو ناروغه شوي یاست. نو راغلو چې له تاسو سره مرسته وکړو. موږه د ځنګله پاچا دلته را ولېږلو.
پاچا په زګیرویو وايي:
ـ تاسو ماشومان به له موږ سره څه مرسته وکړئ؟ او که بیا غواړئ چې له موږ سره چل وکړئ او یا راته په خوړو او دانو کې زهر ور ګډ کړئ؟
امېل وايي:
ـ نه نه، که موږ آزاد کړئ، نو موږ درسره په یو شرط مرسته کولای شو.
پاچا په حیرانیتا پوښتي:
ـ ښه؟ څه شرط لرئ؟
امېل وايي:
ـ موږه غواړو چې زموږ کلی یو ځل بیا آباد شي، له اوبو، کبانو، ځنګله او حیوانانو سره مو خبرې کړې دي، هغوی ټولو راسره منلې ده چې بېرته به زموږ کلي ته راځي.
لمر وايي:
ـ زموږ شرط دادی، که چېرې تاسو ښه شوئ، نو موږ سره به زموږ کلي ته ځئ.
پاچا په قهرېږي او وايي:
ـ هلته تاسو موږه وژنۍ او دلته هم ناروغي. دا به ښه وي چې په خپلو کورونو کې مړه شو. موږ له تاسو سره نه ځو.
پاچا په لوړ غږ خپلو کسانو باندې غږ کوي:
ـ دا ماشومان له دې ځایه بوځئ!
له دې سره پاچا روانېږي، خو لمر ورته وايي:
ـ پاچا صیب!
که تاسو له موږ سره ځئ او که نه ځئ، هېڅ پروا نه کوي خو موږ ته اجازه راکړه چې د الوتونکيو درملنه وکړو.
دې وخت کې یو ملا چرګک پاچا ته وايي:
ـ ماته دا ماشومان بې څه نه ښکاري، تاسو ورته یو ځل اجازه ورکړئ چې دوی څه کوي.
پاچا ماشومانو ته درې ورځې وخت ورکوي چې که یې دارو درمل جوړ کړای شول، نو ښه تر ښه او که نه نو بېرته به په خپله مخه ورځي.
ماشومان د پاچا له پرېکړې خوشالېږي او له ملا چرګک سره ملګرتیا جوړوي.
ملا چرګک ماشومان یوې پاکې سیمې ته بیايي او هلته ترې ماشومان پوښتنې کوي.
لمر وايي:
ـ دا ناروغي له څه وخت نه دلته پیدا شوې ده؟
ملا چرګک یې په ځواب کې وايي:
ـ شاوخوا شل ورځې کېږي. ډېر الوتونکي یې ووژل او هره ورځ مړه کېږي.
لمر وايي:
ـ امېله! زه چې هلته د روانو اوبو څنګ ته ولاړ وم، اوبه راته بل ډول ښکارېدې.
امېل په خوښۍ وايي:
ـ یاره، زما د زړه خبره دې وکړه، زما هم ورته پام و.
وړانګه ملا چرګک ته وايي:
ـ ستاسو سیمې ته له کوم ځای نه اوبه راځي؟
ملا چرګک وايي:
ـ د هغه مخامخ غره بېخ کې یوه لویه چینه ده، خوږې اوبه یوازې هماغه ځای نه زموږ سیمې ته راځي.
امېل وايي:
ـ وړانګې د کار خبره دې وکړه، موږ او تاسې باید له ټولو کارونو نه مخکې د اوبو سرچينه وګورو.
لمر وايي:
ـ داسې نه کېږي، موږ او تاسو باید کارونه ووېشو، ځکه هر څومره وخت چې تېرېږي، الوتونکي مړه کېږي.
وړانګه: اول باید ناروغي مالومه شي، بیا به ورته درمل جوړوو.
لمر له ځایه پورته کېږي او ماشومانو ته وايي:
ـ خیر نو، زه به له کوم مرغه سره د اوبو سرچینې ته لاړ شم. وړانګې، ته کوښښ وکړه چې د الوتونکيو ناروغي مالومه کړې، او امېل به له ځینو ناروغو الوتونکيو سره مرسته وکړي.
ماشومان همداسې کوي، هر یو خپل کار پسې روانېږي.
کله چې لمر د اوبو سرچینې ته ورځي، ګوري چې د چینې په منځ کې یو ډېرغټ، مړ شوی مار پروت دی چې سم خوسا شوی دی.
د اوبو غاړې ته څو مړه شوي، خوګان هم پراته وي چې بد بوی ترې پورته کېږي.
کله چې لمر مړي ګوري، د الوتونکيو په مرسته، مړي د چینې له څنګه لرې کوي، الوتونکيو ته وايي:
ـ تاسو په منډه ټوله سیمه کې اعلان وکړئ چې، تر سبا دې هېڅوک هم دا اوبه نه څښي.
الوتونکي په یوه شېبه کې ټوله سیمه خبروي.
لمر دوی مړي تر خاورو لاندې پټوي او سیمې ته را ښکته کېږي.
لمر له امېل او وړانګې سره په دې فکر کوي، چې د دې ناروغۍ له پاره درمل پيدا کړي؟
وړانګه وايي:
ـ د مړه مار زهر او مړو خوګانو مکروب له اوبو سره ګډ شوي، نو الوتونکي د همدې چټلو اوبو د څښلو له امله ناروغه شوي دي.
امېل وايي:
ـ موږ به داسې بوټي پیدا کړو چې د زهرو ضد وي، چې الوتونکيو ته یې ورکړو، نو وجود کې به یې زهر مړه شي او ټول به رک روغ شي.
وړانګه وايي زه دا بوټي پېژنم. بیا ټول سره روانېږي، د زهرو ضد بوټي پیدا کوي او د بوټو په ټولولو پیل کوي.
دا چې د سیمې ټول الوتونکي په ناروغۍ اخته شوي وي، باید ډېر بوټی راټول کړي. ځينې الوتونکي چې یو څه روغ وي له ماشومانو سره د بوټو په ټولولو کې مرسته کوي.
ماشومان ټوله ورځ د بوټو په ټولولو لګیا وي، ښه ډېر بوټي راټولوي اوبیا د بوټو اوبه اوباسي او یو ډول شربت ترې جوړوي او الوتونکيو ته ورکوي چې هر ناروغ ته یې ورکړي چې ویې خوري.
د درملو له خوړلو لا څو ساعت نه وي تېر شوی چې د ناروغۍ له امله پراته الوتونکي راکېني او صحت يې یو څه ښه کېږي. ماشومان خوشالېږي چې درملو یې کار کړی دی.
کله چې شپه تېرېږي او سبا کېږي، ګوري چې الوتونکي رک روغ دي.
لمر دوی الوتونکيو ته وايي:
ـ اوس چې تاسو ښه شوئ، یو کار بل هم پاتې دی.
امېل غږ کوي:
ـ هغه دا چې لومړی باید موږ او تاسو ټول اشر وکړو او دا سیمه پاکه کړو او هرڅه تر خاورو لاندې پټ کړو.
وړانګه وايي:
ـ کله مو چې سیمه پاکه کړه، بیا به ځانونه د ویالې په پاکو اوبو ووینځو.
دا چې ماشومانو د الوتونکيو ژوند وژغوره، نو ټول پرې باور کوي، الوتونکي د سیمې په پاکولو پیل کوي، د ماشومانو په لیدو پاچا هم له نورو الوتونکو سره په اشر کې مرسته کوي، سیمه پاکوي او خاورې خځلې تر خاورو لاندې پټوي او بیا په پاکو اوبو ځانونه وینځي.
د الوتونکو پاچاهي بېرته ښکلې کېږي.
د ماشومانو له دې کار او خدمت سره ټول الوتونکي له پاچا نه غواړي چې د ماشومانو خبره دې ومني.
پاچا له ماشومانو سره ژمنه کوي چې دوی به پرته له کوم شرط نه بېرته د دوی کلي ته ورځي.
د پاچا له اعلان سره ټوله سیمه کې د خوشالۍ غږونه پورته کېږي.
څه وخت وروسته ماشومان د بېرته تلو له پاره تیاری نیسي.