لیکنه: ارش ننګیال
۹
سهار وختي ملنګ بابا او ماشومان د پخواني سېند په غاړه پورته خواته روانېږي، له ډېر مزل وروسته، یوې غرنۍ سیمې ته رسېږي.
د وچ خوړ څنک ته د یوې غونډۍ بیخ کې، د یوې سمڅې خوله ښکاري.
ماشومان سمڅې ته کوزېږي، سمڅه ښایسته اوږده وي، له څه مزل وروسته، یو ژور ډنډ پیدا کوي.
خو ډنډ ته کوزېدل او د ننه ورتلل له خطره ډک کار دي. که هر څوک ډنډ ته ښکته شي، نو د کبانو او نورو وژوو له خوا نیول کېږي.
ماشومان په دې باندې ډاډه وي چې دوی سره، هر څه وسایل شته، لومړی وړانګه غواړي چې خپل بخت و ازمويي، ملنګ بابا ته مخ اړوي او وايي:
ـ بابا! که مو خوښه وي، زه به داسې یو چل وکم چې کبان د اوبو سر ته راشي او خبرې ورسره وکړو.
ملنګ بابا چې په خپلې امسا تکیه وهلې وې، په خوښۍ او مهربانۍ وايي:
ـ بسم الله، موږ او تاسو خو د همدې له پاره راغلي یو، پیل یې که!
وړانګه له خپل خورجین څخه چینجي را باسي وايي چې کبان، د چینجیانو له خوړلو سره ډېره مينه لري. ځکه خو کب نیووکي په چنګک کې ډېر ځله چينجیان بندوي.
لمر چې ډنډ ته په فکر کې وړی وی، وړانګې باندې غږ کوي:
ـ دا خو درسره منم، نو اوس ته هم غواړې چې چنګک واچوې؟
وړانګه په خوښۍ ځواب ورکوي:
ـ ماما ګله! ته هر کار کې وارخطايي کوې، ته ورته ګوره چې زه څه کوم.
وړانګه لږ څه چینجي ډنډ ته غورځوي او په تمه کېږي چې کوم کب ورته راشي خو وړانګه چې هر څومره چینجي څا ته اچوي، کبان ورته نه راځي.
کله چې د وړانګې چل کار نه کوي، نو امېل راځي او هغه ملخان چې په دښته کې یې نیولي وي، له خپل خورجین را باسي او وايي:
ـ لکه چې دا کبان چینجي نه خوښوي؟ ما ورته ډېر مزه دار ملخان راوړي، زه بیا خبر شوی یم چې، کبان له ملخانو سره ډېره مینه لري، دوی په ملخانو د مېوې په څېر حملې وهي.
د امېل له دې خبرو سره ټول خاندي.
لمر وايي:
ـ دا ګز او دا میدان، يو ځل يې امتحان که، بیا لاپې ووهه.
امېل یوه لپه ملخان ډنډ ته اچوي او بیا په تمه کېږي چې کبان ورته راشي. تر ډېره انتظار کوي خو د کبانو درک نه لګېږي.
تر دې وروسته لمر له خپل خورجين څخه خپله شپېلۍ راباسي او په غرور وايي چې د شپېلۍ په غږولو سره به کبان څه چې د هوا مارغان هم راښکته کړي، لمر وايی یو ډول کبان دي چې همدې شېپلۍ غوندې غږونه کوي، هغوی نو ددې شپېلي غږ ته ځان نه شي ټنګولی، په اټن به ورته را روان وي.
شپېلۍ د ماشومانو یوازينۍ هیله وي ځکه چې دوی دوه لارې امتحان کړې، خو بریالي نه شول.
لمر په شپېلۍ غږولو پیل کوي، هره نغمه چې غږوي، کبان د اوبو سرته نه راځي.
لمر هم خواشینی کېږي او وايي:
ـ دا ځانګړې شپېلۍ ده، دې سره باید کبان راغلي وای.
ملنګ بابا او ماشومان ټول خواشیني کېږي، ټول د ډنډ شاوخوا ته غلي، غلي کېني، داسې لکه له یو بل سره یې چې جګړه کړې وي خو بيا هم دوی له خپل هوډه نه اوړي، څو ورځې پر له پسې راځي. هر ډول هڅه کوي خو هېڅ نه بریالي کېږي او هر ځل ملنګ بابا ورته ډاډ ورکوي او وايي چې دوی به خامخا بریالي کېږي او د رحمان بابا دا بیت ورته وايي:
که د ونې په شان ګل او مېوه غواړې
ځان په لمر که، سایه دار د هر خاکسار شه
که ملنګ بابا او ماشومانو هر څومره هڅه او کوښښ کوي، هرې خوا ته لاس اچوي خو کبان نه ښکاره کېږي، ماشومان خواشیني کېږي، خو له هڅې لاس نه اخلي.
ټول له سمڅې د باندې راوځي او غواړي چې په نورو لارو چارو باندې فکر وکړي.
اما لمر چې لږ وخت هم پیدا کوي سمڅې ته ورځي او کبانو ته شپېلۍ غږوي.
یو سهار وختي لمر د کبانو ډنډ ته ورځي او د کبانو د وېرولو لپاره په لوړ غږ وايي:
ـ ای د اوبو ژویو! زه له تاسو لاس نه اخلم، هره لاره چاره امتحانوو خو تاسو ته به ځان در رسوو، ښه به دا وي چې خبرې راسره وکړئ!
لمر د شپېلۍ په غږولو پیل کوي، ډېر ساعتونه شپېلۍ غږوي خو د کبانو درک نه لګېږي نور چې ستړی شي، د ډنډ غاړې ته ودرېږي او په لوړ غږ وايي:
ـ زما غږ اورئ! تاسو ته وایم ای د اوبو ژویو، زه له تاسو لاس نه اخلم، که زره ځله وي هم درځم، پوی شوئ.
د لمر زړه ډک شوی، غریو نیولی وي، لمر روانېږي، لا څو ګامه نه وي تللی چې ډنډ نه غږ پورته کېږي.
ـ ای ادمي زاده! له موږ نه څه غواړې؟
له غږ سره لمر په یوه منډه د ډنډ سر ته ورځي، ګوري چې یو ښایسته کب له اوبو سر راپورته کړی وي.
لمر له ډېرې خوشالۍ نه، وارخطا کېږي، نه پوهېږي چې څه وايي:
ـ اوهو! ک ک کبه. ستړی مه شې، ماماماما ستا له پاره ډېر انتظار وکه، نور ستړی شوم.
کب وايي:
ـ که دې دومره هڅه دې نه وای کړې، زه نه درتلم.
لمر په ډېرې خوشالۍ وايي:
ـ زما نوم لمر دی لمر، ته څوک یې؟
کب ورته وايي:
ـ زه زرین کب نومېږم، زه د دې لارې ساتونکی یم، له لومړۍ ورځې ستاسو له راتګ نه موږ خبر شو، له خوړو دې مننه خو ډېره خوندوره شپېلي دې غږوله…
لمر په بيړه وايي:
ـ خوښه دې شوه؟ موږ غواړو چې ستاسو له پاچا سره وګورو، ایا ته له موږ سره مرسته کوې؟ دا شپېلۍ به هم تاته درکړم او هر وخت چې وغواړي درته غږوم یې.
زرین کب په خندا کېږي او وايي:
ـ ډېره مننه! خو زموږ مشران له تاسو نه ډېر خفه دي.
لمر ورته وايي:
ـ ته له موږ سره دومره مرسته وکړه چې خپلو مشرانو ته مو ور وله، دې کې زموږ او ستاسو دواړو ګټه ده.
لمر چې هرڅه وايي خو زرین کب یې نه مني او په خپله مخه روانېږي.
لمر په دې خوښ وي چې کب سره یې خبرې وکړې، له سمڅې نه را ووځي، په خوشالۍ او چيغو پیل کوي، ان تر منلګ بابا دوی پورې په یوه منډه او چيغو ځان رسوي.
کله چې ملنګ بابا او ماشومان د کب له لیدنې خبرېږي، هغوی هم خوشالېږي او ټول له لمر نه مننه کوي چې دوی یې بریالي کړل.
بل ځل لمر، وړانګه او امېل هم له ځانه سره بیايي، له کب سره کرار، کرار ملګرتیا پیلوي او سوغاتونه ورته وړي، لمر ورته شپېلي هم غږوي، ماشومان کب ته د کلي د ابادۍ د وخت او بیا د کلي د بربادۍ د وخت کیسې کوي، وايي چې کلیوالو ژمنه کړې چې بیا به هېڅ کله ظلم او تېری نه کوی.
کله چې کب د ماشومانو او د کلي او کلیوالو کیسې اوري نو ژمنه کوي چې ددوی پیغام به خپل پاچا ته رسوي، کب په خپله ژمنه وفا کوي او خپل پاچاته د ماشومانو پیغام رسوي، په لومړیو کې پاچا د کب خبرو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي خو کله چې زرین کب ورته د کلي او کلیوالو کیسې کوي، پاچا یو څه نرمېږي او له ډېرو مشورو وروسته غواړي چې په ځینو شرطونو به له کلیوالو سره روغه وکړي. نو له څه وخت ورورسته، زرین کب ته وايي چې ماشومان راته راولئ.
کب د پاچا په دې خبره خوشالېږي، بیا ماشومانو باندې زیری کوي چې پاچا خپل دربار ته غوښتي دي.
ملنګ بابا او ماشومان سمڅې ته ورځي، هلته د ډنډ سر ته یو غټ کب راځي، ماشومان او ملنګ بابا په خپله (خوله) کې کېنوي او د کبانو پاچا ته یې صحي او سلامت بیايي.
د کبانو پاچاهي هم څه بل ډول ځای وي، پراخه سیمه له رنګارنګو غمیو ډکه وي، په هر ځای کې رڼاګانې ځلېږي، د پاچا ماڼۍ خو بیا ډېره ښکلې وي، ټوله ماڼۍ له قېمتي او رنګارنګو کاڼو او غمیو نه جوړه شوې وي. له ماڼۍ نه ډول، ډول رڼاګانې پورته کېږي. اوبو کې بې شمېره ژوی لامبو وهي، له ځینو نه یې ماشومان وېرېږي خو هغوی ورته څه نه وايي، اصل کې د اوبو ژوي هم غواړي چې بېرته له کلیوالو سره ګډ ژوند پیل کړي. د کبانو پاچاهي د اوبو له کمبود سره مخ وي.
ملنګ بابا او ماشومانو ته یې په وچه باندې ځای جوړ کړی وي، دوی د پاچا راتګ ته په تمه وي.
ماشومان د کبانو پاچاهۍ او د اوبو ډول، ډول ژوو ته حیران وي، هاخوا دېخوا په غور ګوري چې دې وخت کې غږ کېږي، پاچا راځي.
ګوري چې یو ستر او تک سپین کب د اوبو سر ته را پورته کېږي، مېلمنو سره ستړي مه شي کوي او ملنګ بابا ورته داسې وايي:
ـ له تاسو نه ډېره مننه چې زموږه خبره مو ځمکې ته ونه غورځوله.
پاچا چې یوازې سره یې له اوبو راوېستی وي او په اوبو کې ښکته پورته ګرځي راګرځي، وايي:
ـ تاسو کلیوالو له موږ سره ډېر بد کړي خو زه نه غواړم چې له تاسو نه بدله واخلم، موږه ستاسو د ګټې لپاره پیدا شوی یو نه د زیان لپاره. خو تاسو له موږ نه څه غواړئ؟
وړانګه په ډېرې خوشالۍ وايي:
ـ ډېره مننه پاچا صیب! موږ له ځانه سره تاسو ته یو څه سوغات راوړی دی، هیله ده چې ویې منئ.
بیا امېل او وړانګه راوړي سوغاتونه د پاچا مخې ته ږدي، لمر خپله شپېلۍ څوکيدار ته ډالۍ کوي او وايي:
ـ دا زموږ د دوستۍ د ټینګېدو له پاره تاسو ته ډالۍ کوو.
کبان هم له ماشومانو او ملنګ بابا نه مننه کوي، د کبانو پاچا بیا پوښتنه کوي:
ـ تاسو له موږ نه څه غواړئ؟
ملنګ بابا وايي: پاچا صیب موږ غواړو چې زموږ کلی بېرته ودان او سمسور شي، بیا هماغسې ښکلی ا ودان شي.
امېل بیا وايي:
ـ پاچا صیب، موږه په ډېرو سختیو د اوبو له پاچا سره خبرې وکړې، هغوی مو راضي کړل چې بېرته زموږ کلي ته راشي خو اوبو یو شرط کېښود.
پاچا پوښتنه کوي:
ـ څه ډول شرط؟
وړانګه یې په ځواب کې ورته وايي:
ـ هغوی وايي، په دې شرط اوبه زموږ کلي ته راځي چې کبان او د اوبو نور ژوي هم بېرته سېند ته راشي.
د کبانو پاچا وايي:
ـ که اوبو منلي وي چې بېرته راګرځي، دا ښه خبره ده، اوبه او موږه له یو بل نه پرته ژوند نه شو کولای، وګورۍ موږه کلونه، کلونه د اوبو له کمښت سره مخ یو. خو خیر، موږه بیا دوه شرطونه لرو، که یې پوره کولای شئ نو موږ به هم بیا خپله ژمنه پوره کړو.
ماشومان په بېړه وايي:
ـ څه ډول شرط؟
د کبانو پاچا ورته په ځواب کې وايي:
ـ لومړی شرط دا دی چې د (یخي) د غره په سر باندې، په یو صندق کې، یو طلایی کب دی. هغه به موږ ته راوړئ او دوهم دا چې تاسو به ونې او بوټي هم بېرته کلي ته راولئ. دا زما شرطونه دي.
ملنګ بابا په بېړه وايي:
ـ پاچا صیب! ځنګل او بوټې به راولو، خود (یخي) غره ته پورته کېدل ډير سخت شرط دی.
پاچا وايي: دا زموږ شرطونه دي، که یې پوره کولای شئ ښه تر ښه او کنه دا به زموږ وروستۍ لیدنه وي، د خدای پامان.
ماشومان که هر څومره نارې وهي چې ودرېږه. مه ځه، خو د کبانو پاچا په خپله مخه ځي او زرین کب، د ستر کب په مرسته ملنګ بابا او ماشومان بېرته د ډنډ سر ته بیايي.