لیکنه: ارش ننګیال
په ډېره تېره زمانه کې، د ځمکې په سر یو ډېر ښکلی او ودان کلی و. ددې کلي په لویې دروازې لیکل شوي وو(جنت ته ښه راغلئ ) رښتیا چې دا کلی د جنت یوه ښکلې باغچه وه.
له لرې او نژدې سیمو به ډله ډله خلک، د دې کلي لیدو ته راتلل، شپې او ورځې به یې په کې تېرولې.
د کلي د ښایست غږ تر لرې، لرې سیمو پورې تللی و.
کلی د غره په لمنه کې پروت و، د کلي یو اړخ ته روڼ، سېند بهیده، دا سېند، د کلي له پاره یوه ستره خزانه وه. خوږې او پستې اوبه چې خلک به یې په خوند نه مړېدل، چې سیند ته به دې کتل نو د کبانو او نورو ژوو مستي به دې په سترګو لیده، کبانو به د اوبو سرته ټوپونه وهل.
د کلي بل اړخ ته، یو ښکلی ځنګل و، ځنګله کې رنګارنګ ونې وې، ځينې نرۍ او لوړې وې، ځینې خنډۍ او ببرې وې، ځینو ونو خوندورې مېوې کولې چې د ډيرو حیواناتو به پرې حملې وې خو ډېرې داسې ونې هم وې چې مېوې یې نه کولې ، خو همدې ونو کې به ډيرو مرغیو ځالې جوړولې، ځنګله کې به دالوتونکو شور ګرد تاوېده.
د دنیا په سر چې کومه ونه، بوټی او ګل پیدا کېده، په دې ځنګل کې خدای پاک شین کړی و.
دکلي شاوخوا ځمکې سر او کال په کښتونو زرغونې ښکارېدې، دې کښتونو کې د ځنګله د الوتونکو لپاره هم پرېمانه غنم او دانې وې.
بس د کلي په خلکو، د خدای خاص نظر و.
دښکلي او مهربانه سېند اوبو له سپېره کلي نه سمسور باغ جوړ کړی و، خلکو ته یې بې حسابه مرغلرې، مرجان، طلا او نور ډول، ډول قېمتي کاڼي ورکول، خلکو ته یې د څښلو له پاره خوږې او بې ضرره اوبه ورکولې ، د دغه سیند د کبانو په غوښو، د کلي خلک په نس ماړه ول، لا به طبیبانو ورته ویل چې تاسې به ډیر ژوند وکړئ دا ځکه چې تاسو د کبانو غوښه ډېره خورئ، شودې او مستې خورئ، ښکلې او پاکه هوا کې ژوند کوئ.
خو کلیوالو به د یوه کب د نیولو له پاره، په ښکلي سېند کې بمونه اچول، کبانو ته به یې په خوړو کې زهر اچول، هر بمب او هر ځل زهرو سره به، بې شمېره کبان او نور ژوي وژل کېدل.
کلیوالو به د اوبو پاکوالي ته هم هېڅ پام نه کاوه، تشنابونه، ډېرانونه او اخورونه به یې د سېند په غاړه جوړول.
کلیوالو یوازې له سېند او د سیند له کبانو سره بد نه کول، د ځنګله ټول الوتونکي او حیوانات، د کلیوالو او د کلي د ماشومانو له ظلمونو نه په تنګ شوي وو.
دځنګله شنې ونې او نیالګي به یې په تبرونو ووهل او بیا به یې ټوټه، ټوټه کړل، ونو او بوټو به ژړل خو دوی یې ژړا نه اورېده.
ونې دومره تاندې وې چې له لښتو یې رڼې اوبه څڅېدې. ماشومانو به ټوله ورځ تنګي او ښکلي ګلان شکول، لښتې به یې ماتولې، الوتونکي به یې په غولکو وېشتل.
د ځنګله حیوانات یې نیول، ځینې به یې په نیولو کې مړه شول او هغه به یې چې ژوندي نیول، یا به یې ژوندي خرڅول او یا به یې پوستکې ترې وېستل.
کلیوالو به په حیواناتو هېڅ رحم نه کاوه.
د کلي الوتونکو هم د کلیوالو د لاسه ښه ورځ نه لرله، الوتونکو ته به یې دامونه اېښودل او یا به یې ورته په غنمو او نورو دانو کې دارو ګډول، کله به چې الوتونکو دانې وخوړې، نو له مخې به ټول مړه شول او یا به یې تور ټوپک ورپسې را اخېستي و، بس په خوارکیو مرغانو به یې رڼا ورځ توره شپه کړه، لکه توتان به یې وڅنډل.
فصلونه به له تندې سوزېدل خو کلیوالو به اوبه نه ورکولې، ویل به یې چې فصلونه ډېره ګټه نه کوي.کلیوال یې یوازې وښو ته غله ول، شنه فصلونه به یې په غواګانو خوړل چې ډېرې شیدې وکړي.
د کلی هر اوسېدونکي هڅه کوله چې له بل نه ډېرې پېسې وګټي او له یو بل سره به یې بې ځایه سیالي کوله.
کلیوالو کې رخه او کينه پیدا شوې وه.
هرڅوک یوازې د ځان په غم کې و، کلیوالو په هېچا هم رحم نه کاوه.
یوه ورځ سېند، ځنګله، الوتونکو، کبانو، ونو، بوټو، فصلونو او حیواناتو پرېکړه وکړه چې له دې کلي به کډه کوي او بیا به هېڅ کله دلته ته نه راځي.
د دې ورځې په سبا چې کلیوال له خوبه پاڅېدل، ګوري چې کلی ټول سپیره ډاګ دی، سېند وچ دی، ځنګل اوکښتونه هم نشته. کلي کې د الوتونکو شور هم نه و، د سپيو غپا نه اورېدل کېد او نه خو د چرګانو اذانونه اورېدل کېدل.
د ځنګله حیوانات هم تللي وو، کلي کې چوپه چوپتیا خوره وه، لکه هیڅ ژوندی موجود په کلي کې اوسېدلی نه وي.