• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

راشئ چې هوا وکو!

Home ادبراشئ چې هوا وکو!
راشئ چې هوا وکو!

راشئ چې هوا وکو!

د لوی او بښونکی خدای ج په سپېڅلي نامه
ماشومان روزنې ته اړتيا لري، لکه څنګه يې چې په زېږېدو خوشاله کېږو همدا ډول يې بايد چې د روزنې له پاره هم کار وکړو. داسې نه چې يوازې شمېر ته يې خوشاله شو او یوازې د تربور د ځپلو له پاره د ځواک کار ترې واخلو. رسول الله ص د خپلو امتيانو په ډېروالي خوشاله کېږي خو په دې صورت کې چې ته سالم اولاد نړۍ ته راوړو. داسې اولاد نه چې کور، کلی او اولس ټول ترې په عذاب وي او تل يې د نېکو کارونو د غږ په ځای د بدو کارونو غږ واورو.
اولاد ته بايد سالمه روزنه ورکړو، ټولنیز ارزښتونه ورته څرګند کړو، خپل هويت يې ورته وښيو او تر ټولو مهمه دا چې دين او مذهب ورته زده کړو. اولادونه چې څومره بدني ځواک او بدني روزنې ته اړتيا لري همدا ډول يې بايد چې معنوي ځواک ته هم پام وکړو. معنوي ځواک يې دا چې د ماشوم له ذوق او وړتیا سره سم کتابونه، د لوبو سامان، کيسې او شعرونه ورته برابر کړو چې فکر يې وده وکړي او راتلونکی ژوند له ټولنيزو آدابو سره سم وکړي.
زموږ د ډېرو هېوادوالو زړه غواړي همداسې وکړي خو له بده مرغه چې په پښتو ژبه کې د ماشوم د ادبياتو له پاره په کاپي اندازه کار نه دی شوی. موږ د ماشوم د ادبياتو او روزنې له پاره ډېر لږ څه لرو. يوازې څو د ګوتو په شمېر ليکوالو په دې برخه کې کار کړی او د ماشوم له پاره يې کيسې، شعرونه او ناولونه ليکلي دي.
د دې ډلې ليکوالو له ډلې يو هم ځوان ليکوال آرش ننګيال دی. هغه د ماشوم له پاره همدا ناول چې همدا اوس ستاسې په لاس کې دی په زړه پورې کيسه ليکلې. د ناول کيسه په بشپړه توګه د ماشوم له ذهن، ذوق او فکر سره برابره ده. راشئ چې هوا وکو، ناول د ماشوم وړتيا ښيي چې که له ماشوم سره مينه وشي او د فکر د پراختيا له پاره يې کار وشي، ډېر څه کولای شي.
په کيسه کې يې اوبه، غرونه، الوتونکي، ځناور، ځنګلونه او کبان غږولي دي. هر يو خپله کيسه کړې چې څه ډول له انسانانو په عذاب شوی او څنګه يې له انسانانو سره مخه ښه کړې. دلته د ماشومانو هنر ستايل کېږي چې څه ډول هغوی ټولو ته قناعت ورکوي او يو ځل بيا يې د انسانانو خدمت ته راولي.
په کيسه کې بل ارزښت لرونکی ټکی د پښتو ژبې د تکړه او صوفي شاعر رحمان بابا رول دی. دا به لومړی ځل وي چې په يوه کيسه کې رحمان بابا ته دومره ښکلی او له پيغامه ډک رول ورکول کېږي. هلته يو ملنګ بابا له ماشومانو سره په کارونو کې مرسته کوي او ماشومانو ته هر وخت د رحمان بابا په زړه پورې شعرونه وايي. ليکوال د موضوع د لاښکلا له پاره هڅه کړې چې له هرې موضوع سره سم د رحمان بابا ښکلی شعر ولټوي او بيا يې وړاندې کړي. ماشومان هم په ملنګ بابا شک کوي ترې پوښتي چې ته خپله رحمان بابا نه يې؟
د کيسې تر ټولو لوی ارزښت دا دی چې د ماشومانو وړتيا يې په ګوته کړې. که موږ خپلو ماشومانو ته د ارزښت په سترګه وګورو او د روزنې له پاره يې هلې ځلې وکړو. له دوی به لوی لوی خلک جوړ شي او بيا به زموږ وياړ وي او که چېرې د ماشومانو په روزنه او پالنه کې لټي وکړو، بيا به يې د لوی والي په وخت کې په هر کار شرمېدلي وو.
د ننګيال صیب په قلم دې برکتونه وي. د ناول کيسه يې ټوله له پند او عبرت نه ډکه ده او زموږ خلکو ته د چاپېريال ساتنې په برخه کې لوی درس ورکوي. که چېرې زموږ خلک ناول په ژوره توګه ولولي خامخا به يې په چاپېريال کې ډېر توپير وليدل شي. له ناول به دا زده کړو چې څنګه کولای شو، خپل ځنګلونه، اوبه، غرونه او دښتې وساتو. څنګه کولای شو له خپل چاپېريال سره مينه وکړو او ارزښت ورکړو.
په پای کې تاسې درنو لوستونکو ته د کتاب د مطالعې سپارښتنه کوم او ليکوال ته له لوی څښتن (ج) څخه د اوږده عمر غوښتنه کوم.
حبيب وقار
کابل، کمپنۍ
۱۳۸۳/ د دلوې ۱۴مه

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

کابل ادبي بنډار وردګ پوهنتون ته راټول شوي کتابونه وسپارل

کابل ادبي بنډار وردګ پوهنتون ته راټول شوي کتابونه وسپارل

Jun 20, 2016

راپور: حبیب وقار کابل ادبي بنډار بیا هم د تېر[...]

د ماشوم ارواپوهنه، د ځان ساتنې او پرتلې اصل

د ماشوم ارواپوهنه، د ځان ساتنې او پرتلې اصل

Sep 12, 2015

ژباړه: حبيب وقار هېڅکله هم د ماشوم وړتیا او نه[...]

ابو حنیفه کتابتون پرانستل شو

ابو حنیفه کتابتون پرانستل شو

Apr 10, 2016

حبیب وقار د روان ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د وري[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022