لیکنه:ارش ننګیال
۴
د سفر وخت را رسېږي، که څه هم چې کلیوال ډېر هيله من نه ښکاري خو بیا هم ملنګ بابا او ماشومانو ته دعاګانې کوي. ښځې ورپسې اوبه شیندي او روانېږي.
ماشومانو د اوبو د پاچاهۍ په هکله مالومات راټول کړي دي او په دې هم خبر دي چې دا سیمه چېرې ده.
له څو ورځو مزل وروسته، تور غره ته رسېږي دا هغه غر دی چې د اوبو د پاچاهي لاره پکې ده، ماشومان د اوبو د پاچاهي د لارې په لټولو پیل کوي. له ډېر لټون وروسته سمڅه پیدا کوي.
ماشومان خوشالي کوي چې د اوبو د پاچاهۍ لاره یې پیدا کړه، خو ملنګ بابا ورته وايي چې دا یې پیل دی، باید چې اصلي لوبې ته اوس ځانونه تیار کړو.
ماشومان په خپلو ځانونو او یو بل باور لري، چې له هېڅ شي څخه نه، وېرېږي.
ملنګ بابا او ماشومان غار ته د ننه ورځي، ټول خوشاله روان وي چې، ناڅاپه وړانګه یو څه ته متوجه شي:
ـ وۍ ملنګ بابا! لکه چې لاره مو غلطه کړې ده؟
لمر او امېل په وارخطايئ غږ کوي:
ـ ولې؟
وړانګه وايي:
ـ هلته وګورئ! غار خو بند دی.
ملنګ بابا وايي:
ـ وارخطا کېږئ مه، داسې به ډېرو خنډونو سره مخ شو، خو چې ستاسو په شان پوی او قوی ځوانان راسره وي، هېڅ غم نه لرم، هو! بلا مو واخلم.
امېل وړاندې ورځي:
ـ اوهو! ملنګ بابا! د غار مخه خو کنګل بنده کړې ده؟
لمر په ستړیا او خواشینۍ وايي:
ـ له غره نه خو خلاص شولو، اوس به کنګل او اوبو سره مقابله کوو؟
وړانګه غږ کوي:
ـ ملنګ بابا! د کنګل ماتول په ما، که له ځوانانو پوره نه شوه، ګرانه وطنه جينکۍ به دې ساتینه.
ملنګ بابا او ماشومان خاندي. لمر ورته وايي:
ـ لالا ګان دې چې وي، تاته صبر دی.
لمر او امېل هم ورسره ملګري کېږي، تېرې پرخې را اخلي او د کنګل په ماتولو پیل کوي خو د دوی دا کار هېڅ ګټه نه کوي، ځکه کنګل ډېر کلک وي او په داسې اسانۍ نه ماتېږي.
له هر ګوزار سره (ټنګ، ټنګ) کوي خو ماتېږي نه.
ماشومان چې هر څومره زحمت وباسي بيا هم کنګل نه ماتېږي. ماشومان ځانونه ستړي، ستومانه کړي، هر یو، یوې ډډې ته ځان تکيه کوي او ستړیا باسي.
د یوې شېبې له پاره ټول غلي وي، چې ناڅاپه امېل له ځایه پورته کېږي او په خوشالۍ وايي:
ـ پیدا مې که پیدا مې که، وړانګې پیدا مې که.
لمر او وړانګه هم له ځایونو پورته کېږي، په حیرانۍ پوښتنه کوي:
ـ څه شی دې پیدا کړ؟
دې وخت کې ملنګ بابا وايي:
ـ چېرې دی؟ چېرې دی؟
امېل په خندا، خندا وايي:
ـ مالګه مالګه، یو کتاب کې یې لیکلي و چې مالګه کنګل اوبه کوي.
ملنګ بابا وايي:
ـ وایم بالکل سمه خبره دې وکړه.
وړانګه ور ټوپ کړي او وايي:
ـ اوف په دې خو زه هم پوهېدم خو دا خبره مې له یاده وتې وه. ملنګه بابا ماسره په خورجینه کې ډګ بوتل کې مالګه شته.
د وړانګې له دې خبرې سره لمر هم خوشالېږي او وايي:
ـ وړانګه خپل ماما ته راغلې، هوښیاره او چالاکه.
د لمر له دې خبرې سره ټول خاندي.
ملنګ بابا وايي: بیا نو څه ته ګورئ؟ بسم الله کئ.
وړانګه د مالګې بوتل له خورجین نه وباسې، لپه کې مالګه اچوي او په کنګل یې کرار، کرار تر هغې شیندي چې کنګل اوبه شي او لاره خلاصېږي.
ملنګ بابا ماشومان ته دا شعر وايي:
هغه ملک چې په کې سېند او رود بار نه وي
دهقانان به یې همه خانه خراب وي.
و اسمان ته به یې سترګې وي ختلې.
د باران له انتظاره به بې خواب وي.