لیکنه: ارش ننګیال
د کنګل په اوبه کېدو سره ماشومان خوشالېږي او غواړي چې د ننه ورشي، ملنګ بابا ورته وايي:
ـ بلا مو واخلم بچو، بېړه مه کوئ، بېړه د شیطان کار دی، له دې وروسته هر قدم په فکر او پام پورته کوئ، کېدای شي چې کنګل او اوبه له موږ او تاسو سره مقابله وکړي.
لمر چې لګیاوي خپل جورجین غاړې ته اچوې وايي:
ـ ملنګ بابا! ور به شو خبر به شو.
امېل په خوښئ وايي:
ـ چې غوټې پسې په وهې په لاس به درشي
وړانګه:
ـ چاویل چې په دریاب کې ګوهر نشته؟
ملنګ بابا په خندا ورته وايي:
ـ دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
پل غلط له لارې مه ږده بې حسابه
دې سره امېل په خندا وايي:
ـ ملنګ بابا ستا ډېر ښکلي شعرونه دي.
ملنګ بابا ورته وايي:
ـ درحمان بابا شعر دی، زما نه دی.
وړانګه په خندا کېږي، ملنګ بابا ته وايي:
ـ امېل وايي، رحمان بابا ته خپله یې، ځکه درته وايي چې ښه شعرونه دې دي.
دې خبرې سره ملنګ بابا او ماشومان خاندي، ملنګ بابا ورته وايي:
ـ امېله! مخکې شه! بسم الله کئ او د اوبو ښار ته د ننه شئ.
امېل مخکې کېږي، اوږې پورته اچوې، غاړه هسکه نیسي او نیغ، نیغ په لاره روان شي:
ـ راځئ! زه چې درسره یم له هېڅ شي به نه وېرېږئ.
لا څو ګامه نه وي تللی چې نا څاپه یوه چغه کوي او بېرته شاته را منډه وهي.
د امېل له چیغې سره ټول وارخطا کېږي، وړانګه منډه اخلي او د ملنګ بابا شاته پټېږي او لمر په ډبرې لاس کې نیسي او برګ ودرېږي، خو دې وخت کې امېل ته خندا ورځي. لمر په امېل پسې مڼده اخلي او څو شېبې یې په خاورو کې رغړوي او توبې پرې باسي چې بیابه داسې وېرول نه کوي.
د ملنګ بابا په منځکړیتوب امېل خوشې کوي او روانېږي، خو دا ځل ملنګ بابا مخکې کېږي.
دوی چې لږ څه مخکې ځي، ګوري ټول ښار کنګل او اوبه دي. لوړ ځایونه کنګل او ټیټو ځایونو کې اوبه روانې وي، سړه، سړه هوا چلېږي، غرونه، ځمکه، کورونه، خلک، څاروي هرڅه له یخ او اوبو جوړ شوي. د یخ له غرونو څپې، څپې اوبه روانې وي، ټوله سیمه تکه سپینه وي، هره خوا د اوبو غږ اورېدل کېږي، د اوبو ښار کې هوا ډېره سړه وي. دلته یو ډول تریخ بوی هم وي، لکه څه شي چې خسا شوي وي.
ماشومان حیران، حیران هره خوا ګوري، نه پوهېږي چې څه ووايي.
ملنګ بابا ماشومانو باندې غږ کوي:
ـ وا وړو! موږ او تاسو به کوښښ کوو چې، ځانونه د اوبو پاچا ته ورسوو، له دې ځای نه مخکې د پاچا ماڼۍ ده. موږ باید ماڼۍ ته په پټه لاړ شو، که اوبو یا کنګل ونیولو بیا مو نه خوشې کوي.
وړانګه چې له ډېرې حیرانۍ د ټکري څنده ژوي، وايي:
ـ ملنګ بابا! زه خو دې ښار ته حیرانه یم، حیرانه.
لمر وايي:
حیرانېږه مه! داسې ډېر عجیبه ځایونه به وګورې. په هغه کتاب کې دې ورته انځورونه ونه لیدل؟ خو ملنګ بابا داسې نه چې مخکې له دې چې پاچا ته ورسېږو، اوبه مو ونیسي، خدای خبر چې څه ډول سلوک به راسره وکړي؟
وړانګه په خندا وايي :
ـ غم مه کوئ! وايي ګټې د ګټو لاندې وي.
امېل هم ورګډېږي:
ـ ځانونه تیار کئ! چې هر ځای کې ایسار شولو، د کنګل ضد دارو خو راسره شته. یو خرپ کې مو ترې خلاصوم.
منلګ بابا مخکې کېږي او ماشومان پسې روانېږي. دوی هڅه کوي چې غلي، غلي او په پټه خوله حرکت وکړي خو دوی لا په کنګل قدم نه وي ايښی چې ناڅاپه یې پښې کنګل کې بندې شي، ماشومان هڅه کوي چې، قدم پورته کړي، خو ځمکه کې لکه مېخونه کلک شوي وي.
ماشومان هغه وخت ډېر وارخطا کېږي چې د کنګلو غټ، غټ کسان چې د انسانانو په شان وجود لري، راځي او د سترګو په رپ کې بابا او ماشومان له ځانه سره بیایې او د کنګل په پنجرو کې یې زنداني کوي.
په لومړیو کې ماشومان یو څه وارخطا کېږي، ساړه یې ژامې کړپوي، خو ملنګ بابا ورته ډاډ ورکوي:
ـ هېڅ وارخطا نه شئ بلا مو واخلم. موږ او تاسو یوه قوي ډله یو او د دې اوبو او کنګل مقابله کولای شو.
لمر هم ماشومانو ته جرات ورکوي، که څه هم چې خندا نه ورځي خو ځان په زوره خندوي او وايي:
ـ هو! موږ قوی یو، موږ په دوی زورور یو، څنګه امېله؟
امېل چې هر وخت خوشاله او مست وي په خندا کېږي:
ـ دا اسانه کارونه ماته پرېږدئ، اوس به وګورو چې دا کنګل زورور کېږي او که زه؟
دې سره ټول خاندي، وړانګه په خوشالۍ غږ کوي:
ـ د مالګې بوتل خو ماسره دې، دا کار ماته خوشې که.
وړانګه د مالګې بوتل نه یو موټی مالګه را اخلي او په کنګل یې شېندي.
همدا چې مالګه په کنګل لوېږي، د اوبو څاڅکي ترې روان شي، ماشومان وايي چې کنګل ورته په ژړا شو. کنګل د مالګې په مقابل کې اوبه کېږي او ماشومان او ملنګ بابا د کنګل له پنجرو نه تښتي او د ماڼۍ خوا ته روانېږي. خو وړانګه بیا یو بل نظر لري:
ـ ملنګ بابا! ما له ځانه سره سپین کتان راوړی دی، دا کتان مې داسې رنګ کړی دی چې د اوبو او کنګل رنګ واخلي، که موږ او تاسو ټول دا څادرونه له ځانه راتاوه کړو، نو کنګل او اوبو ته به ښکاره نه شو.
ملنګل بابا او ماشومان د وړانګې خبره مني، ټول له ځانه څادرونه تاووي او غلي، غلي روانېږي.
ښایسته ډېر مزل کوي، ان چې ماڼۍ ته ور نژدې شوي وي او ماڼۍ ورته ښکاري. هلته د ماڼۍ شاوخوا د کنګلو او اوبو سړي ولاړ وي. دوی چې سم د ماڼۍ ساحې ته د ننه کېږي، د اوبو له خوا محاصره کېږي.
اوبه لکه رسۍ، له ماشومانو راتاوېږي او تول شخ پخ تړي، دا ځل یې په داسې خونه کې اچوي چې ټول دیوالونه یې له اوبو جوړ شوي دي، نه ور لري او نه کړکۍ، اوبه په ډېرې تیزۍ لکه فوراه پروته کېږي، کله، کله لکه د سیند څپې ښکته پورته شي. امېل د اوبو دیوال ته لاس وړاندې کوي، همدا چې ګوتې یې اوبو باندې لګېږي، لکه پنډوسکه وړاندې یې ګوزار کړي. لمر او وړانګه په امېل خاندي او امېل له مسخرو نالښت کوي.
امېل لوند خیش له ځایه پورته کېږي او نیغ ملنګ بابا ته ودرېږي:
ـ ملنګ بابا! تاسو ویل چې اوبه ژوند دی، دوی خو زما ډیره بې عزتي وکړه.
ملنګ بابا چې تر زنګونو اوبو کې ډوب وي په خندا وايي:
ـ موږ او تاسو چېرته په سر کې ورته ګلان ايښي چې د ښه سلوک تمه هم ترې ولرو؟ څه چې کرې هغه به رېبې.
لمر چې سړو پسې اخیستې وي او ژامې یې کړپېږي په بنده، بنده ژبه وايي:
ـ ممم ملنګ بابا! دد کنګل چاره خوخو مو وکړه، اواواوس به، اوبو سسره څه چل کوو؟ دا خو ډېرې زورورې او سړې دي.
وړانګه په لوړ غږ اوبو سره خبرې کوي، چې هرڅه نارې وهي خو څوک ورته ځواب نه ورکوي. امېل چې د ژامې له کړپا سره، نری غږ هم کوي اوبو کې لغتې او سوکان واروي، په وړانګې غږ کوي:
ـ و ړانګې هغه (ګند او ایرې) له تاسره دي؟
وړانګه : نه، هغه خو ستا خورجین کې دي.
لمر په قهر وايي: نو څه ته ګورې، اوبو کې یې واچوئ. دا اوبه ګند او ایرو ته نه شي ټنګېدای.
امېل په خوشالۍ وايي:
ـ اوس به یې چاره وکم! یوه لپه ایرې او ګنډ مې چې اوبو کې واچول، د اوبو زور به مالوم شي، ته به وګورې چې څنګه منډې وهي.
ملنګ بابا بیا وايي:
ـ دا کار به نه کوئ! ایرو او ګنډ سره به ددې سیمې ټولې اوبه خسا شي.
امېل د ملنګ بابا څنګ ته ورځي او په غوږ کې ورته په کراره وايي:
ـ ملنګ بابا، وارخطا کېږه مه، ګند مند نشته، یوازې لږې ایرې مې راوړي، هسې یې ویروو.
ملنګ بابا شونډو کې مسک شي او د ښه په مانا ځان غلی کوي.
وړانګه وايي:
ـ اې اوبو! دا خو انصاف نه دی چې موږ مو دلته زنداني کړي یو. راشئ چې خبرې وکړو، موږ ستاسې دښمنان نه یو.
لمر هم غږ لوړوي او وايي:
اوبو! موږ ستاسې دوستان یو او ستاسې مرستې ته راغلي یو.
ماشومان ډېره هڅه کوي، خو هېڅوک هم ورسره خبرې نه کوي.
وړانګه چې نوره ستړې شوې وي ورته وايي:
ـ نوره ونه شوه، امېله ایرې او ګند را واخله.
همدا چې امېل له خورجین نه یو موټی ایره اوباسي. د اوبو له دیوالونو د اوبو سړي روغ، روغ بېلېږي او په زاریو پیل کوي، وايي چې ایرې او ګند بېرته خورجین کې واچوه، که په اوبو کې درنه ولوېږي، نو ټولې اوبه به تکې تورې او خوسا شي.
ماشومان پوهېږي چې اوبه له ایرو او ګند نه وېرېدلي دي، نو ټول په ګډه غږ کوي.
ـ امېله! ایرې او ګند اوبو کې واچوه! هله هله، واچوه!
دې وخت کې د اوبو مشر راځي او په عذر او زاریو پیل کوي:
ـ ګوره! دا کار مه کوه! تاسو چې هرڅه وايئ موږ یې درسره منو، خو دا ایرې او دا ناولي شیان بېرته خورجین کې پټ که. کنه نو زموږ پاچاهي به له منځه لاړه شي.
ملنګ بابا د اوبو کس ته وايي:
ـ موږ تر هغې ایرې او ګند نه پټوو، څو پورې چې تاسو موږ خوشې نه کړئ او خپل پاچا ته مو ورنه ولئ.
اوبه یې ورسره مني، ټول خوشې کوي او رسا یې د پاچا ماڼۍ ته بیايي