لیکنه: ارش ننګیال
۸
دا چې ملنګ بابا اوماشومان په خپلې لومړۍ دنده کې بریالي شوي دي، ټول کلی ورسره خوشالېږي. د ماشومانو کورنۍ چې پخوا یې له ملنګ بابا سره چنداې ښه سلوک نه و کړی اوس ترې خوشاله دي چې د ماشومانو ملاتړ او لارښونه یې کړې ده.
خو دا کامیابي د دوی د ستونزې د حل یوازې یوه برخه وه.
تر دې وروسته ملنګ بابا، ماشومانو ته وايي چې دوی دې، د کبانو د ښار په هکله څېړنه وکړي او د سفر له پاره دې هر څه تيار کړي.
ملنګ بابا وايي زه به لاړ شم او د کبانو ځای (پاچاهي) به پیدا کړم، ملنګ بابا زياتوي چې کلونه پخوا یې یو ځل د کبانو د ښار لاره پیدا کړې وه، خو اوس هغه سیمه بدله شوې ده.
ماشومان د ملنګ بابا خبره مني، ملنګ بابا چې له کوره بهر شي، دوی د کبانو د ښار او د هغوی د را وستلو له پاره تیاری نیسي.
یوه ورځ چې ملنګ بابا له دښتې نه کور ته روان وي، ګوري چې امېل د کلي په شاړو ځمکو کې لګیا وي، واړه ملخان راټولوي، ملنګ بابا حیرانېږي او غږ پرې کوي:
ـ امېل خانه! دا څه کوې؟ ملخان ولې نيسې؟
امېل د ملنګ بابا په لیدو خوشالېږي، له ستړي مه شي وروسته ورته وايي:
ـ ملنګ بابا! وګوره یوه بوجۍ ملخان مې ونیول، همدې ملخانو خو زموږ کلی او فصلونه تبا او برباد کړل.
ملنګ بابا ته چې خندا ورغلې وي، ورته وايي:
ـ الله پاک هېڅ څیز بې ګټې نه دي پیدا کړی، هر څه د انسانانو د ګټې لپاره پیدا شوي دي خو موږ انسانان یې په قدر نه پوهېږم، همدا الوتونکي وو چې ملخان یې خوړل اوس چې نشته ملخان پاچاهي کوي.
امېل ورته وايي :
ـ په خپله مو په ځان کړې کنه ملنګ بابا؟
بابا ورته هو وايي او بیا دواړه د کتابتون خواته روانېږي، کله چې کتابتون ته دننه کېږي، ګوري چې لمر په شپېلۍ جوړولو لګیا دی او د وړانګې مخ ته یوه غټه کاسه چينجي اېښي دي.
امېل غوښتل چې لمر او وړانګه حیران کړي خو اوس دی حیران شو:
ـ اوهو! دا تاسو څه کوئ؟ اېق اېق، دا چینجي څه کوې وه نجلۍ؟
وړانګې چې لستوڼۍ بډ وهلي وي، په خندا وايي:
ـ بېګا ته درته د چینجیو قورمه پخوم.
ملنګ بابا او ماشومان خاندي، امېل وايي:
ـ وګوره! ما هم یو بوجۍ ملخان راوړي دي، دواړه به ګډ کړو، ښه مزېداره قورمه به ترې جوړه شي.
لمر چې ( ټک، ټوک) شروع کړی وي او په شپېلۍ کار کوي، وايي:
ـ منلګ بابا! بیا نو میله برابره ده، دوی دواړه به موږ ته د چینجیو او ملخانو قورمه جوړه کړي او زه به تاسو ته شپېلۍ غږوم.
امېل په خندا وايي:
ـ رحمان بابا به هم راته خواږه، خواږه شعرونه وايي.
دې سره ملنګ بابا او ماشومان ښه ډېره شېبه خاندي. ملنګ بابا وايي:
کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي
اغزي مه کره چې پښو کې به دې خار شي
امېل او لمر ورته واوا کوي.
له څو شېبو ټوکو ټکالو وروسته ملنګ بابا وايي چې، د کبانو د ښار لاره یې پیدا کړې ده.
ماشومان هم خپل تیاری ښيي، ملنګ بابا وايي:
ـ نن به د اړتیا وړ ټول څیزونه تیار کړو او سبا سهار به له خیره سره حرکت وکړو.
ماشومان یې مني او هر یو د سفر له پاره تیاری نیسي.