• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

راشئ چې هوا وکړو – ۷ برخه

Home ادبځنځیري لیکنېراشئ چې هوا وکړو – ۷ برخه
راشئ چې هوا وکړو – ۷ برخه

راشئ چې هوا وکړو – ۷ برخه

لیکنه: ارش ننګیال

ماشومان د اوبو د ماڼۍ په لیدو حیرانېږي، دلته هرڅه له اوبو او کنګل نه جوړ شوي وي. ماڼۍ لکه له ښيښې چې جوړه شوې وي، سمه ځلېږي او رنګا رنګ رڼاګانې ترې پورته کېږي.

ماشومان او ملنګ بابا د پاچا مخې ته ودروي.

پاچا لکه د اوبو منار غټ او دنګ وي.

پاچا د ملنګ بابا او ماشومانو په لیدو په خپله ژبه وايي:

ـ دا څوک دي؟ څه ته راغلي؟ دوی خو زموږ په ژبه خبرې هم نه شي کولای.

امېل پرې غږ کوي او ورته وايي:

ـ پاچا صیب! موږ ټول ستاسو په ژبه خبرې کولای شو، خو ستاسو کسانو له موږ سره ډېر بد سلوک کړی دی.

ملنګ بابا پاچا ته احترام کوي او ورته وايي:

ـ پاچا صیب! ستاسو په لیدو خوشاله شوو، موږ په ډېر زحمت ستاسو پاچاهۍ ته راغلی یو او له تاسو سره خبرې کول غواړو.

دا چې ملنګ بابا او ماشومان د اوبو په ژبه خبرې کوي، پاچا پرې خوشالېږي ماشومانو ته هرکلی وایي.

وړانګه وايي:

ـ پاچا صیب! تاسو خو ډېر ښه خلک یاستئ، ډېره مننه.

پاچا وايي:

ـ اوس دا ووايئ چې، دلته د څه له پاره راغلي یاست؟ څه غواړئ؟

ملنګ بابا وايي:

ـ پاچا صیب! موږه د خپل کلي په استازیتوب راغلي یو چې له تاسو نه بښنه وغواړو، ځکه چې زموږ خلکو له تاسو سره هېڅ ښه سلوک نه دی کړی، ستاسو له تللو وروسته زموږه سیمه او زموږ خلک، هرڅه تباه شول. خلکو کډه وکړه او هغه کلی چې خلکو به ورته جنت وایه، اوس د اوسېدو نه دی. یوازې څو کورونه پاتي دي چې هغه هم موږ یو.

وړانګه وايي:

ـ پاچا صیب! موږ له خپل کلي سره ډېره مینه لرو، موږ غواړو چې تاسو بېرته زموږ سیمې او زموږ کلي ته راشئ، زموږ او ستاسو په جدايي کې دواړه زیان کوو.

لمر د وړانګې خبرې پرې کوي او وايي:

اوس موږه خپله سهوه منلې او بیا به هېڅ کله هغسې سهوې نه کوو. موږ په ډېر امید او په ډېرو سختیو تاسو ته ځان در رسولی دی.

پاچا امېل باندې غږ کوي:

ـ او ته څه ویل غواړې، ماشومه؟

امېل چې مانۍ ته متوج وي، د پاچا په غږ خوشالېږي، او وايي:

ـ پاچا صیب! ملنګ بابا وايي چې، اوبه ژوند دی، اوبه وداني ده او….

د اوبو پاچا خاندي او وايي:

ـ تاسو ډېر هوښیار او چالاکه یاستئ، خبرې مو پخې دي، دا چې موږه ولې ستاسو له کلي نه کډه وکړه، دې کې موږ هېڅ ملامت نه یو، ملنګ بابا ددې هرڅه شاهد و.

که ملنګ بابا او ماشومان هر څومره هڅه کوي، خو پاچا نه قانع کېږي، وايي چې د څه وخت لپاره باید دلته پاتې شي.

پاچا خپلو ساتونکو ته امر کوي چې میلمانه دې د څه وخت لپاره همدې ماڼۍ کې واوسېږي او خپله روانېږي.

څه وخت چې ماشومان او ملنګ بابا په ماڼۍ کې تېروي، د اوبو پاچا چې د دوی نېک سلوک ګوري او د کلي کور له بدې ورځې خبرېږي نو په ماشومانو یې زړه خوږېږي، له څو ورځو بحث او خبرو وروسته پاچاته یې خپل ملګري وايي چې دې کې د اوبو ګټه هم ده چې بېرته کلي ته لاړ شي، د اوبو له ژویو، ونو، بوټو، کلي کور سره ګډ ژوند پیل کړي او بل دا چې شرط به ورباندې کېدو چې کبان او د اوبو نور ژوي بېرته د کلي سیند ته راولي. له دې سره به د اوبو له خوسا کېدو هم خلاص شو.

د اوبو په پاچاهۍ کې ستره ستونزه دا وي چې اوبه پکې خوسا کېږي، ځکه چې دلته د اوبو ژوي نشته.

پای کې د اوبو پاچا په دوو شرطونو د ماشومانو بلنه مني.

لومړی دا چې بیا به هېڅ کله اوبه نه چټلوي.

دوهم دا چې د اوبو ژوي او کبان به قانع کوي چې هغوی هم بېرته راشي، که اوبو کې د اوبو ژوي او کبان نه وي، نو اوبه خوسا کېږي.

ملنګ بابا په خوښۍ وايي:

ـ یانې تاسو زموږه غوښتنه ومنله؟

پاچا وايي:

ـ هو! ځکه چې تاسو لومړني انسانان یاستئ چې زموږ سیمې ته راغلي يئ، دلته هرڅوک نه شي راتللی، موږه ستاسو په لیدو پوی شو چې ستاسو هوډ ډېر ټینګ دی. څوک چې هڅه او فکر کوي هغوی ماته نه مني.

خو تر هغې به اوبه در نه شي، څو چې تاسو له کبانو سره خبرې نه وي کړې او هغوی درسره د بېرته راتللو ژمنه نه وي کړې.

ماشومان خوشالېږي او د اوبو له پاچا نه مننه کوي.

ماشومان د اوبو له پاچاهۍ نه په ډېرې خوشالۍ او د اوبو د سړیو په بدرګه روانېږي او بېرته خپل کلي ته ځي، دوی هوډ لري چې د کبانو لیدو ته هم ورشي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د مشرانو بد عادتونه او ماشومان

د مشرانو بد عادتونه او ماشومان

Jan 14, 2016

لیکنه: آرش ننګیال ماشوم هغه څه ژر زده کوي چې[...]

نکلچي

نکلچي

Nov 9, 2015

لیکنه: ارش ننګیال هغه څوک چې کیسه لولي یا یې[...]

ښځه او خاوند د یو بل جامې

ښځه او خاوند د یو بل جامې

Feb 27, 2016

لیکنه: ارش ننګیال څو ورځې مخکې یو کور ته لاړم،[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022