لیکنه : ارش ننګیال
ماشومان له ملنګ بابا نه درس او سبق شروع کوي، د زده کړو له پاره شپه او ورځ زحمت باسي. ملنګ بابا د زده کړې له پاره له ځانه سره ډېر څه لري، ځکه ملنګ بابا به هر وخت ویل چې د هرې ستونزې اواری علم او پوهه ده.
له څه وخت وروسته چې ماشومان لیک او لوست زده کوي نو، یوه ورځ ملنګ بابا، ماشومان خپل کتابتون ته بیايي، داسې چې تر دې دمه له ملنګ بابا پرته بل څوک دې کتابتون نه دی ننوتي.
ماشومان چې کله د ملنګ بابا کتابتون ته د ننه کېږي، هره خونه او هر ځای ته حیران وي. د خونې ډېره برخه کې کتابونه وي، بله خوا کې د کلانو او ډول، ډول بوټو تخمونه په بوتلونو کې منظم اېښي وي او د خونې بل کنج کې بیا د کار هر ډول توکي یا وسایل اېښي وي.
امېل یو کتاب را پورته کوي، ناڅاپه خندا ورځي، بلکې خندا او مسخرې د امېل عادت وي، په کراره وايي:
ـ اوهوو! دې کتاب ته وګوره، وړانګې، لمره! ملنګ بابا سم دم د رحمان بابا څېره لري، هماغسې لوړ قد، سپینه اوږده ږیره او اوږده وېښته.
وړانګه له تخمونو ډک بوتل بیرته خپل ځای کې ږدي او کتاب ته ګوري:
ـ هو په خدای، د رحمان بابا شعرونه ام هر وخت وايي.
لمر ته هم خندا ورځي:
ـ هغه ورځ مې یو کتاب لوسته پکې یې لیکلي وو چې رحمان بابا ملنګ انسان و.
امېل په بېړه او مسخرو وايي:
ـ په خدای لکه چې بېرته له سره را ژوندی شوی دی.
دې سره ماشومان په خندا کېږي:
منلګ بابا چې د کتابتون بل کنج کې د کتابونو له سره نه ګردونه پاکوي، په ماشومانو غږ کوي:
ـ څه خبره ده بلا مو واخلم؟ زما په اړه مو خبرې کولې؟
ماشومان یو بل ته ګوري، امېل په بیړه وايي:
ـ نه، نه! هسې یوه خبره…
وړانګه په خندا کېږي:
ـ ملنګ بابا! موږ ويل، تاسو بیخي د رحمان بابا څېره لرئ او شعرونه یې هم هر وخت وايئ. امېل وايي چې ته خپله رحمان بابا یې.
دې سره ملنګ بابا او ماشومان ټول په خندا کېږي.
کړچ شي، ملنګ بابا په زړې څوکۍ کېني، په خندا وايي:
ـ امېلی، ډېر شوخ دی، یوه ورځ به یې غوږونه ور تاو کړم. خو له تاسو څه پټه، زه د رحمان بابا مرید یم مرید، ښې پخې خبرې یې کړي دي.
ملنګ بابا ماشومانو ته وايي اوس چې تاسو لیک او لوست زده کړ، لومړی شرط مو پوره که او بریالي شوئ نو له دې وروسته به تاسو هره ورځ دې کتاب خانې ته راځي، تاسو ته به دلته کتابونه ايښي وي هغه به لولئ او مالومات به راټولوئ چې د اوبو سرچینه چېرې ده؟ هلته څه ډول تللی شو؟ کوم توکی له ځانه سره واخلو؟
اوبه په څه ډول قانع کړو چې، بېرته زموږ کلي ته راشي؟ او بله دا چې په تش لاس خو هلته نه شو تللی.
ماشومانو چې همدې پسې راوتلي دي، له یو بل سره په ضد کېږي، هر یو هڅه کوي چې تر بل ډېر مالومات را ټول کړي، سهار نه تر ماښامه ټوله ورځ په کارونو او مطالعې بوخت وي، د اړتیا وړ څیزونه برابروي.
ځکه چې دوی یو نا اشنا ځای ته ورځي او هلته به خدای خبر، له کومو شیانو سره مخ کېږي.
ماشومانو هغه مهم کار زده کړی وی، یانې لیک او لوست اوس نو د ملنګ بابا مټ او بازو وي.
له څه وخت وروسته ماشومان وايي چې دوی د سفر له پاره پوره تیار دي.
ملنګ بابا هم د سفر له پاره وخت ټاکي او ځان اماده کوي.