لیکنه: حيات الله ژوند
د پاکو او سپېڅليو زړونو يوه نښه دا ده، چې کينې ته ځای نه ورکوي او د خلکو په مقابل کې کينه ګر نه وي.
کينه، کرکه، نفرت چې د مينې بډ (ضد) دي، د سړي د ناارمۍ سبب کېږي، هغوي چې په زړه کې کېنه ساتي ناارامه خلک دي، کينه ګر سره له دې چې په نفرت کې ژوند کوي، په رواني مريضيو هم اخته دي. دوی د ژوند په اوږدو کې ډېری مهال د کينې هغه غوټه په بيا بيا راسپړي، چې په زړه کې يې شنه ده او دا کار يې د پرېشانۍ او خپګان سبب کېږي ، بله دا چې د انسان يو ځانګړنه دا ده، چې خدای پاک د هېرولو توان ورکړی دی او دا يې پر انسان ستره لوريينه ده، خدا ی مه کړه که انسان د يو چا بدې خبرې نه شوای هېرولی او د زړه هېنداره يې ورته نه شوای روڼولی، انساني روابط به هېڅکله هم نه وای رغېدلي؛ نو د روابطو د رغېدو لپاره له وړو تېروتنو خو تېرېدل پکار دي.
انسان جايزالخطا مخلوق دی او تېروتنې د انسان په خصلت کې اخښلې دي؛ نو له دې څرګندېږي، چې د خلکو تېروتي کارونه، نه بايد په زړه کې وساتو؛ که مو دا کار وکړ او تېروتنې مو يې هېرې نه کړې او يا مو د حل لاره ورته ونه لټوله؛ نو يوه ورځ به په کرکې واوړي؛ ځکه چې کرکه هغه مهال رامنځته کېږي، چې هغه خبرې چې په زړه کې مو د مقابل شخص لپاره دي، ورته ونه وايو او د زړه د کوټې ور ورپسې کولپ (قفل) کړو.
د پاچا خان د عدم تشدد د فلسفې يو اصل دا دی، چې هر هغه کس چې راسره ظلم و زياتی کوي، بخښو به يې. دلته دوی د بخښلو له اصله کار اخلي او د بدو په مقابل کې بد نه کوي؛ خو دا کار په دې مانا هم نه ده، چې ظالم ته به د لا استبداد جرات ورکوو؛ بلکې په هر کار کې بايد منځلاري واوسو او منځلاري اوسېدل خو د محمد ص حديث هم دی.
خو سره له دې چې ښه پوهېږو، چې وينه په وينه نه مينځل کېږي او د بدو په مقابل کې بد کول د حل لار نه ده؛ خو بيا هم ډېری خلک له کينې ډک زړونه په سينه کې ګرځوي، چې ولې؟
هغوي چې لا هم په زړه کې کينه او کرکه ساتي، د بخښلو هنر يې نه دی زده کړی، دوی لا هم په دې فکر دي، چې په بخښلو سره مقابل شخص ته د سړي وقار کمېږي او د کمترۍ احساس کوي؛ خو اصلاً وقار او سکون د بل په بخښلو کې دی، نه په غچ اخېستلوکې. ارواپوهان وايي: د “ما وبخښه” کلمه بايد مور و پلار خپلو ماشومانو ته ځکه ډېره تکراره کړي، چې يو خو دوی ورسره بلد شي او بل دا چې د بل د بخښلو پر مهال د دې کلمې ويل ورته ګران نه وي.
خو که يو چا ته کرکه په زړه کې ولرو او لا مو د بخښلو ارده کې نه وي کړې او يا د بخښلو ارده راته ګرانه ښکاري، څه به کوو؟
موږ که د دې پرځای چې هم ځان خپه کړو او هم د بل د خپګان لامل شو، هغه لږه خوښي چې لرو يې، که يې له بل سره شريکه کړو، ښه کار به ځکه وي، چې يوه مشهوره خبر داسې ده، چې که غم دې له خلکو سره ووېشه او شريک دې کړ، نيمايي کېږي او که خوښي دې له بل سره شريکه کړه دوچنده کېږي؛ اوس به فکر وکړو، په کوم يوه کې سکون دی، په رنځ او خپګان او که په خوښۍ او خوشالۍ کې؟
يو چېرې مې ولوستل، چې کرکه د انسان خوښي له ځانه سره وړي او پر ځای يې ورته پتيالي( ناکامي)، رنځ او فقر پرېږدي.
موږ ډېری وخت د هغو خلکو بدې خبرې په زړه کې ساتو، چې د بد خبرو يا اعمالو هيله مو ترې نه درلوده؛ نو دا په دې مانا ده، چې هغه کس به ځينې ښې ځانګړنې هم درلودې او يا داسې کوم يو ښه کار خو به يې کړی وي، چې زموږ د خوښۍ او رضايت سبب شوي وي؛ نو پکار نه ده، چې ښه عمل يې هېر نه کړو؟ او که هېر يې کړو، بې انصافي به مو نه وي کړې؟
هر هغه څه چې په زړه کې يې لرو؛ که يې مقابل شخص ته بيان کړو، کېدای شي د حل لار يې ومومو؛ ځکه کينه له هغه خبرو راټوکېږي، چې په د زړه په مقبره کې مو يې ښخې کړې دي او کينه پټه پاتېدی هم نه شي، يو ورځ نه يوه ورځ راڅرګندېږي؛ نو ښه به نه وي، چې له کينې د ځان ژغورلو تمرين وکړو، ځکه چې يو عالم وايي: که غواړئ روغ واوسئ، کينه مه کوئ.