ليکنه: رفيع الله آرمان
طبعي ده چې تر ورځنيو ستړياو او اړ دوړ وروسته شپه د خپل آرام او خاموشۍ څادر غوړوي او خپله پسته غيږه پرانيزي خو شته داسې کسان چې د خوب په بستر هم ځان نا آرمه احساسوي؛ منلې يې ده چې بايد دشپې تر ډوډۍ وروسته بې له ځنډه تر کمپله لاندې شي او بيا تر نيمې شپې په تياره کې خپل څنګونه بدلوي. ځينو ته خو بيا دشپې توپير له ورځې سره هم کومه معنې نه لري هر وخت يې چې زړه وغواړي بې له ګټې او تاوان په نظر کې نيولو سره خوب اړين بولي. له استاد اسدالله غضنفر نه مې اوريدلي چې کله خوب نه درځي نو پاڅه کتاب را واخله مطالعه وکړه کيدای شي کوم نوی شی پکې ومومې. داسې نه ده چې که د چای خوړلو په وخت هم خوب در باندې غلبه وکړي او ته هم بې له کوم دليل نه ورته تسليم شې او غيږه در کړي.
دښه صحت او آرامۍ لپاره په شپه او ورځ کې له شپږنه تر آتو ساعتونو پورې دخوب اړتيا پوره کيږي له دې نه که خوب درباندې ډيره غلبه کوي نو پوه شه چې وخت درنه منډه اخيستې ده بيا يې هم مه پريږده چې سيالي درنه وګټي ستاسره دخوب په پرتله ډیر وخت شته نه يوازې خوب دژوند هره چاره په خپله خوښه نه څرخي خو که له همت او احساس نه مرسته وغواړو هيڅکله به مو خالي لاس پرينږدي. په نوره نړۍ کې داسې نه دي تر بل هر څه وخت ته ډير ارزښت ورکول کيږي يو بل ځای مې هم لوستلي دي چې دری شيان بيا په لاس نه راځي . وخت ، ځواني ، مور او پلار . دا دری واړه هغه شتمنۍ دي چې اکثره خلک یې دګټې اخيستنې نه مخ کې له لاسه ورکوي .
له موږ افغانانو سره تر بل هر چا وخت ډير دی خو سره له دې بيا هم دمدنيت په ټيټو پوړيو کې يو؛ وجه يې داده چې موږ له وخت نه ګټه نه ده اخيستې بلکه وخت له موږ نه ګټه اخيستې له وخت سره هم دا احساس شته چې هر څه په خپله خوښه تر سره کړي نو چې داسې ده بيا نو زموږ کمی په څه کې دی وخت چې نه سا لري او نه هم جسم چې لمس شي هر څه دځان په ګټه کاروي ،
راځئ چې ځان دوخت له دې ملاتيا وژغورو او دخپل انساني مسوليت درک وکړو لکه دوخت په شان هر څه دځان په ګټه وکاورو . هغه خوب چې په اجاره کې يې تاواني يو قرداد يې بيرته پسخه کړو او ديوه نوي ژوند او نوي فکر سره نوي اړيکي جوړ کړو ، راځئ چې خوب محدود کړو او دبې کارۍ له انحسار نه را بهر شو . هغه بډايه سرچينه چې نن په لاس کې لرو سبا به نه وي او حتا ديوې لحظې لپاره هم باور پرې ونه کړو ډير ځله په لږ وروسته ، ځه بيګاته ، اوس شپه ده سبا ته کې رانه ډير څه له لاسه وتلي دي راځئ چې نور ديو نوي شي خبرې وکړو .
پای
[review]