(لومړۍ برخه)
ليکنه: سيدشاه خروټی
په ماشومتوب کي مې له مشرانو اورېدلي وه چې د یوکس په ژوند کې درې ځله اوازه ځي؛ لومړی ځل کله چې په نړۍ کې سترګي پرانېږي نو اوازه خپره شي چې د پلانکي خان زوی وزېږېد. دویم ځل چې کوژدن ورته وکړي نو خلګ خبرشي چې پلاني ته یې کوږدن وکړه او دریم ځل چې له دې دونیا رخصت شي نو خلګ پرې خبرشي چې پلانی ومړ خو په تېره دوه لسیزه کي یو بله آوازه هم زیاته شوه هغه دا چې کله څوک لندن ته ورسېږي نو خلګ پرې خبرشي چې پلانی لندن ته ورسېدلو.
ډېرو خلګو د لندن نوم اورېدلی وي خو د ژوند په اړه يې ډېر مالومات نه لري. راځئ چې د بریتانیا د ژوند په هغو اړخونو ځانونه خبرکړو چې ډېری خلګ نه دي ترې خبر. یاني هغه څه دي چې خلګ ځانونه مرګ ته ورکوي خو ځان لندن ته رسوي؟ بریتانیا ته خلګ په کومولارو ځي او کومي لاري اسانه او قانوني دي؟ لندن ته له رسېدو سره خلګ له کوموستړنزو سره مخ کېږي؟. په لندن کي ژوند څنګه دی؟ څومره وخت کي یو کس کولای سي چې د بریتانیا پاسپورټ واخلي؟ د بریتاتیا کوم دوه شیان دي چې د نړۍ ټول خلګ پسي مړه دي او دهغوی ارزښت څه دی؟
بریتانیا له څلورو ملکونوجوړ هیواد دی چې انګلستان، وېلز، شمالي آيرلېند او اسکاتلېندپکي شامل دي. د بریتانیا پلازمینه لندن دی . نفوس یې شااوخوا شپږشپېته ملیونه ده خو رقبه کي تر افغانستان نیمایې ده.په برتانیا کي سیمبولیکه پاچاهي ده یاني ملکه لري خو ملکه او شاهي کورنۍ د حکومت په کارونو کي ګوتي نه وهي. هغوی دحکومت په حمایت یا مخالفت کي د خلګو ترمخ خپل دریځ نشي څرګندولای خو په پټو کي حکومت ته مشوره ورکولای شي. ټاکني په هرپنځه کاله کي کېږي او دپارلیمان غړي صدراعظم ټاکي. پارلیمان یې شااوخوا شپږسوه پنځه ویښت غړي لري.
بریتانیا ته دافغانانو راتګ
په بریتانیا کي شااوخوا یولک افغانان ژوند کوي چې ډېری یې د طالبانو دواکمنۍ په وخت کي راغلي او سیاسي پناه یې اخیستي. له 1996تر 2003 پوري چې څومره خلګو دسیاسي پناه غوښتني کړي منلي شوي دي او ډېرپه اسانۍ سره یې اسناد ترلاسه کړي دي خو له 2003 وروسته قبولي لیږ سخته شوه. په بریتانیا کي ډېری افغانانو دسیاسي پناه له لاري اسناد ترلاسه کړي دي خو په تېره لسیزه کي ډېر افغانان د لوړو زده کړو لپاره راغلي او اسناد لرونکو افغانانو دخپلي کورنۍ غړي راوستي دي. کله چې څوک دبریتانیا اسناد ترلاسه کړي نو بیاخپل خپله ښځه، مېړه او تر اتلس کاله کشر اولادونه راوستلای شي. کله چې برتانوی پاسپورټ واخلي له هغه وروسته که د هغه کس اولاد د نړۍ په هرهیواد کي وزېږي، هغه دبرتانوي پاسپورټ اخیستو حق لري یاني له زېږېدوسره یې هویت برتانوی وي.
په بریتانیا کي د ژوند کولو ګټې
د نړۍ داسي هیواد یا ټبر به نه وي چې په بریتانیا کي یې غړي نه وي. ځکه چې دلته ټولو خلګو ته په یوه سترګه کتل کېږي، درس، دټولو لپاره تر کالج پوري مفت ده خو که څوک پوهنتون کي لوړي زده کړي غواړي نو حکومت د زده کوونکي پيسې ورکوي او کله چې زده کوونکی له درسه فارغه شي او په کار ولګېږي نو د هغه له معاشه هره میاشت هغه ته ورکړل شوی پور کټ کېږي خو دا دومره لیږ وي چې سړی نه پرې خبرېږي. دویم دلته درملنه دهرچالپاره مفته ده له سردردي نیولي د زړه تر عملیاتو هر ډول درملته مفته ده او د عام وګړو درملنه هم هلته کېږي چیري چې د صدراعظم یا دبل لوړپوړي چارواکي درملنه کېږي. د کارموندني دوتري په عرځای کي د او هرکس دځان لپاره دخپلي خوښې او مسلک کار پدا کولای سي.که څوک کارنه لري له هغوی سره حکومت نغده نرسته کوي او د کور کرایه ورکوي. دماشوم له زېږېدني سره یې وظيفه یانې ماش پيل شي او تر شپاړس کلني پوري یې مور او پلار ته ورکول کېږي.هرسړی کولای شي چې خپل ژوند د خپل کلتور او مذهب په چوکاټ کي وکړي.په بریتانیا کي په زرګونه حوماتونه دي چیري چې پنځه وخته لمونځ باجماعت کېږي. غټي غټي مدرسې دي او اسلامي ښوونځي دي چیري چې له عصري مضامینوسره سره اسلامي مضامین هم ښودل کېږي. هرکس په خپل کلتوري یا دیني جامو کي ګرځېدلای سي. په ژيره پرېښودلو، برقعه اغوستلو بندیز نشته.لسګونه مسلمانان د پارلیمان غړي دي او په سلګونه کونسلران دي .
د بریتانیا او د افغانستان په ژوند کي ډېر توپير دی.د دلته راغلي افغانانو په ژوند کي ډېر زیات بدلون راغلی خو آیا دا بدلون مثبت دی که منفي؟ آیا دا افغانان بېرته په افغانستان کي ژوند کولای سي؟دلته افغانان له کوموستونزو سره لاس او ګریوان دي؟ د نوري اروپا افغانان د بریتانیا افغانانو ته ولي په ټيټه سترګه ګوري؟ څنګه یو زده کوونکی ، تجار یا سیلانی کولای شي چې دلته راشي؟ مصرف یې څومره دی؟ د اسناد اخیستو امکانات څومره دي او په بل کوم اروپایې هېواد کي اسناد په اسانې سره اخیستلای شي؟
د دې ټولو پوښتنه ځوابونه په راتلونکي برخه کي…
[review]