شفیق امیرزی
دا خبره سمه ده چې رسنۍ د یوې ټولنې ژبه او سترګې دي، همدا رسنۍ د ټولنې غږ اوچتوي، اړیکې پراخوي خو یو بل کار چې رسنۍ یې کولی شي په خلکو کې سکون خوروي مثبت فکر ورکوي او برعکس له خلکو سکون اخلي او منفي فکرونه ورکوي.
له دې سترګې نه شو پټولی چې رسنۍ د ټولنې په هر طبقه خپله اغیزه لري، ورځنی ژوند مو ټول د رسنیو په حصار کې دی، څومره وخت چې اوس خلک رسنیو ته ورکوي نه یې مطالې ته ورکوي او بل کار ته په کلیو او بانډو کې هم راډیوګانو ته غوږ نیسي، او له ورځنیو پېښو ځان خبروي.
ټولنیزې شبکې، وېبپاڼې، راډیوګانې، تلویزیونه او نورې رسنۍ هر یوه پر خپل ځای کولی شي اغیزه خپره کړي خو د رسنیو چلول او مخ ته بېول زړه غواړي په داسې یوه هیواد کې چې اقتصادي حالت ثابت نه وي، وژنې او ځورنې ډېرې وي، د فساد په وړاندې غږ اوچتول د سر په بیه وي د رسنیو چلول ناشونی کار دی.
د رسنیو پالیسي تر ډیره نه وي معلومه، دوی د بېلو کړیو لخوا همایه کېږي او پالیسي هم هغه کسان ورته ټاکي چې پیسې ورکوي.
رسنۍ په ټولنه کې د خبر او پیغام د رسولو تر څنګ ځینې مسولیتونه هم لري، ملي او فرهنګي ګټو ته ژمنتیا د ژورنالیزم مهم رکن دی چې زموږ ډیری رسنی نه یوازې دا چې ملي ارزښتونو ته نه دي ژمن دیني ارزښتونه هم ډیر وخت له پامه غورځوي.
له بلې خوا زموږ ټولنه په داسې یوه حالت کې ده چې واړه واړه خبرونه کولی شي دې دوی د تشویش سبب شي دلته د چار رواني حالت سم نه دی، پانګوال پر خپله پانګه ډارېږي، مامور پر خپل دنده باوري نه دی، یو خوارکۍ خټګر په دې تشویش کې دی چې د بېګاه ډوډۍ څنګه پيدا کړي، خو دلته ځینې پروژیي رسني چې د ځينو استخباراتي کړیو لخوا یې ملا تړل شوې له داسې حالاتو ګټه اخلي او د مچ وزر درته تور غر کړي.
رسني د ټولنې په ثبات او بې ثباتۍ کې لوی لاس لري، دوی کولی شي مثبت افکار خپاره کړي او د ولس له ذهنیتونو د منفي افکارو د رېبلو لپاره خپل لور تیره وساتي خو زموږ رسنۍ دا کار نه کوي دوی چې څومره وس لري وړو وړو خبرو ته هوا ورکوي او لویې افسانې ترې جوړوي، ځکه د دوی اصلي مالیکین چې دوی ته اوبه او ډوډی ورکوي له دوی همدا غواړي.
داسې رسنی نه یوازې د جنايي جرمونو سبب دي په ټولنه کې د اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ لامل هم دي، یو کس چې څومره شتمن شي؛ په هغه کچه په ټولنه کې د ډار او وهم احساس کوي پر هغه کچه په ټولنه بې باوره شي، نو رسنیو ویره اچونه له هیواده د سرمایې تېښتې ته زمینه برابروي خلک نه شي کولی خپل کارونه په سمه توګه مخ ته بوځي په همدې ویره کې وي چې نن یا سبا به دوی خپله شتمنې له لاسه ورکوي.
د رسنیو ځینې نورې کړنې هم په ټولنه کې د جنايي پېښو د ډېرېدو سبب شوې دي، موږ داسې رسنی لرو چې زموږ د دود او د دستور پر خلاف او زموږ رواني جوړښت ته په نه کتو ځینې خپرونې جوړوي او یا دا چې ځینې ډرامې خپروي دا کولی شي په ټولنې کې د دوو زیانونو سبب شي یو دا چې وګړي د ځينو کړنو ته هڅوي او بل دا چې ولس پر خپل فرهنګ او فکر یو څه بې باوره کېږي، چې همدا بې باوري ورو ورو د یوې ټولنې فرهنګي هویت له منځه وړي.
رسنۍ نن سبا د دوو موخو لپاره کارول کېږي چې یوه سیاسي او بله فرهنګي ده، زموږ د ځینو رسنیو دواړه اړخونه د نورو په لاس کې دي، که نن امریکا پیسې ورکړي امریکايي سریالونه خپروي او که هند یا ترکیه یې ورکړې بیا ترکي.
ډېرې رسني په خپلو لیکنو او خپرونو کې ادب او ادبیاتو ته ځکه پام نه کوي چې د دوی مقصد د پیسو ګټل دي، په دې مانا چې موخه یې مادي ده دوی له خپلې رسنۍ د پیسو د ګټلو لپاره کار اخلي نه د ژبې د خدمت په موخه؛ خو ځینې رسنی شته چې د دوی مقصد ژبه ده، ولس دی او دې ځپل شوي ولس ته د رڼا راوستل دي.
هغه رسنی چې تجارتي او پروژیي بڼه لري هغوی د ویاندویانو په ټاکلو کې دقیق دي دوی هغه ویاندویان ټاکي چې څه ناڅه رسنۍ ته د ورکړل شوې پالیسۍ لپاره جوړ شوي وي، هغه رسنی چې په ټولنه کې د ګنګوسو د خپرولو لپاره جوړې شوي وي همداسې یو ویاند ټاکي، لهجه یې ویرونکې وي اوریدونکی دومره و وېروي ته به وايي همدا سبا به ځينې ډلې راشي او دوی به له مرۍ و نیسي، د خبرونو تر پایه به اوریدونکی همدا وايي چې خدایه خیر حالات ډير خراب دي، له وړې خبرې به لویه ډنډوره جوړه کړي.
که رسني وغواړي په یوه ټولنه کې لوی لوی بدلونونه راوستلی شي، که دولت په رسنیو کنټرو ولري کولی شي په اقتصادي، فرهنګي او سیاسي حالت کې څه ناڅه ثبات راولي او ولس پر خپله راتلونکې باوري وي. چې په دې توګه به هر کس په پوره هیله خپلې چارې پر مخ بیایي او راتلونکې ته به روښانه سترګو ګوري.
You also might be interested in
د یوې خبرې بیا راوړل، د یوه چا هغه خبره[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي سپوږمۍ ته ختل مو خپله موخه وټاکئ،[...]
د حمیدالله حمیدي ژباړه اروا پوهانو هغه لارې چارې په[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی