لیکنه: فرهاد زهیر
هر هغه عمل یا کار چې څوک يې په خپله خوښه پرته د کوم امتياز اخيستلو نه د خدمت په خاطر کوي رضاکاریتوب یا خپل خوښيتوب بلل کیږي. په اوس وخت او يا په دې عصري او ماشیني ژوند کې ډیره سخته ده چې یو څوک دې خپل وخت وباسي او ټولنې ته د خدمت لپاره دې په خپله خوښه کار وکړي…
په دغه کارونو کې مونږ کوی شو ډېر څه تجربه او زده کړو، ملګري پیدا کړو، (Career) مو ښه کړو همداسې ورسره انسان روحی او په جسمي ډول هم پياوړی کيږي.
له بده مرغه چې زمونږ هېواد کې رضاکاريتوب سره خلک نه دي بلد او نه کله داسې کارونه کوي خو که چېرته داسې څوک پېدا هم شي هغه ته د ليوني او ساده خطاب کيږي مګر خبر نه دي چې د نړی په سطحه هر هیواد کې په سل ګونو د رضاکارانو ادارې شته دی لګيا دي او خدمت کوي. که مونږ او تاسې د دغه هېوادونو د ترقی په اړه لږ پوه شو نو يو عمده عامل يې دا هم دی چې دوي کې دېر خلک رضاکارانو کارونه هم کوي او ځېنې خو داسې هېوادونه شته دی چې چا په کې رضاکاريتوب نه وي کړی نو څوک ورته به اسانه شخصي کار نه ورکوي او نه يې هم دولت ګماري.
رضاکاریتوب یوه عمده ګټه دا ده چې په ټولنه باندې ډیر ښه اغیزه اچوي او یو رضاکار د ټولنې سره د شیرش په څیر نښلول کيږي. رضاکاریتوب تاسې د ټولنې سره یو ځای کوي تر څو د ژوند کولو د پاره بهترین ځای جوړ شي. په رضاکاریتوب کې واړه واړه کارونه بیا د ټولو په ګډه ټولنې د یو مثبت بدلون د پاره ستر کار تمامیږي بل هغه څوک چې تر څو معنویاتو ته کار کوي هغه به د ورځې د لسګونو خلکو زړونه ګټي او هم به خدای ته نېژدي کيږي.
هر څوک باېد د خدمت په خاطر يو وخت د رضاکار په ډول کارونه وکړي او په خاصه توګه شتمن خلک چې د ژوند ټول اسانتیاوی ورته موجودې وي، په همدې ډول هغه ځوانان چې د درسونو او تعليم پرته بل کار نه لري، خلک چې د دندو نه یې تقاوت اخیستی وي او کار نه لري…
د رضاکاریتوب ځينې نورې ګټې په لاندې ډول دي:
- تاسو ښه ملګري پیدا کولې شې چم ګاوڼد کې د ټولو سره ارتباط پیدا کولې شې او هم يوه ښه شبکه جوړولې شې.
- تاسو به جسماً او روحاً ښه احساس کوې.
- په ځان اعتماد Self Confidence به تاسو کې غښتلې شي.
- تاسې د ژور خفګان Depression د مخنيوي سبب ګرځي.
- د نورو سره مرسته کول همیشه انسان ته د خوشالې احساس ورکوي، لندن کې یوه څیړنه شوې چې هغه شخص په ژوند کې خوشاله وي چا چې خپل وخت د ټولنې ته د خدمت په پاره په خپله خوښه وقف کړي وي او هغه خلک ډېر وخته خفه چې همېش د ځان په فکر کې وي.
- دې سره ستاسو په نورو مهارتونو کې تجربه زیاتیږي.
مخکې له دې نه چې زه په خپله خوښه کار وکړم باید د ځانه پوښتنې وکړي لکه:
- زه چې چیرته اوسم هغه ځای باید د ژوند پاره ښه اوسي.
- زه غواړم مختلفو خلکو سره ملاقات وکړم.
- زه د خپلې دندې تر څنګ نور څه کول غواړم.
- زما فارغ وخت هم باید د نورو په خدمت کې وي.
- د ژوند مختلف اړخونه او ځایونه ګورم.
- زه په خپل د خوښی کارونو کې دلچسپی لرمه.
- هغه څه کوم چې ما د پاره ښه وي.
چیرته په خپل خوښه کارونه وکړو؟
- ښوونیز مرکز کې د رضاکار استاد په صفت دنده ترسره کول.
- ماشومانو ته پولیو اچول.
- سپورټ ټیمونو سره، ځوانانو سره په اداراتو کې کار کول.
- پارک کې کار کول لکه پارک صفا کول یا د پارک واښه ریبل.
- په جومات کې کار کول.
- روغتون کې کار کول.