• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

رضوان‌الله شپون

Home څېرهرضوان‌الله شپون
رضوان‌الله شپون
رضوان‌الله شپون

رضوان‌الله شپون

نوم مې رضوان الله او تخلص مې شپون دی. د څيړندوي وجیه الله شپون دوهم زوی یم. د پیدایښت اصلي نیټه مې د ۱۳۶۷ کال د تلې ۲۱ نیټه ده، خو په تذکره کې یې د ۱۳۸۳ کال۱۴ کلن لیکلی یم. د زوکړې سیمه مې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالِۍ د بانډۍ کلی دی. کورنۍ مو ټوله د علم او زده کړې سره خاصه علاقه لري. د پلار نیکه مې ملامحمد ضمیر نومیده چې په کونړ کې يې د محکمې د محررۍ په دنده سربېره په دیني زده کړو کې ډېر شاګردان روزلي او هم د وخت یو نامتو او مجرب طبیب تېر شوی، چې کیسې يې د مشرانو او سپین ږیرو له خوا اوس هم په مجالسو کې اورېدل کیږي او په یوناني طب کې د پخوانو خلکو په اصطلاح سندیافته طبیب و. د ملاضمیر زوی او زما نیکه ملا احمدالله نومیده چې د کونړ په لریو پرتو ولسوالیو کې یې د ښوونکي په توګه دندې ترسره کړې وې خصوصاً د دری ادب په کلاسیکو متونو کې يې د استادۍ پخه تجربه درلوده. پلار مې څېړندوي وجیه الله شپون په پښتو ادبیاتو کې ماسټري لري او اوسمهال د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز سرپرست رئیس دی، مشر ورور مې د ساختمان انجینر دی. زه اوسمهال د خاص کونړ په تنر کلي کې اوسم، عجب تصادف و هغه شپه چې نړۍ ته مې سترګې غړولې زموږ له سیمې د دوکتور نجیب الله حکومت ووت او د مجاهدینو اووه ګوندیز حکومت دلته واکمن شو، چا مې زیږیدنه ښه شګون او چا هم بد باله. شپي ورځي تیرېدې په شپږ کلنۍ کې یې د خاص کونړ د هلکانوپه لومړني ښوونځي کې شامل کړم، هلته مې دوه درې کاله زده کړه وکړه اخر په مجاهدینو پسې طالبان راغلل او د طالبانو په نظام کې ښوونځي ته دومره پاملرنه نه کیدله لکه چې مدرسي ته کېده، نو پلار مې له مجبوراً په  مدرسه کې شامل کړم، تر اوومې سپارې مې قرآن کریم حفظ کړ، چې کتل مو امریکایان د پخوانیو مجاهدینو په اوږو سپاره راغلل او طالبان یې پسې وشړل، ښه مې یاد شي د کرزي د حکومت لومړۍ شپ ورځې وې په باغ کې مو کار کاوه چې پلار ته مې کوم چا خط راوړ، چې ویې لوست نو د معارف د وزیر پروفیسور رسول امین حکم و چې په کې یې لیکلي و تر دوهم امر پورې باید ټولې مدرسې تړلې وي. زما د درس ځنځیر بیا وشلید، دوهم امر چې راغی مدرسه یې خلاصه کړه خو د قرآن کریم د حفظ څانګه لا هم د نامعلومو لاملونو له کبله بنده وه چې زما سرنوشت هم ورسره بند پاتې و، په هغو اولو شپو کې نوي نظام مدرسو ته په داسې سترګه کتل شروع کړل لکه طالبانو چې ښوونځیو ته کتل. په مدرسه کې د درس له نشتوالي او مجبوریته بیرته ښوونځي ته لاړم په شپږم ټولګي کې کیناستم، شپې ورځې تیریدې چې په ۱۳۸۹ کال کې د خاص کونړ له لیسې چې اوس یې د (ډاکټر کبیر ستوري) لیسه بولي فارغ شوم. د کانکور آزموینې له ورکړې وروسته د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي ته بریالی شوم.خوست کې مې یو کال پوهنتون ولوست او د ځینو مشکلاتو له کبله مې د ننګرهار پوهنتون ته تبدیلي وکړه، سږ کال (۱۳۹۴) هـ ش کې د دغه پوهنتون له کمپیوټرساینس پوهنځي څخه فارغ شوم. د پوهنتون په دوره کې مې د وینې ورکړې په برخه کې رضاکارانه فعالیت درلود. په تیلیسیمیا او نورو ناروغیو اخته ماشومانو او لویانو ته مو د وینې د ډونرانو Blood Donors له لارې وینه برابروله چې اوس هم په دې فعالیت بوخت یم، د راتلونکې لپاره په پلان کې لرم که د خدای رضا وه نو په ماسټرۍ پسې پايڅې رابډ وهم او د تعلیم دا لړۍ تر هغو مخکې بیا یم ترڅو یې چې په ځان کې وس وینم.

Shpoon.no3@gmail.com

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022