لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
د رمضان په میاشت کې د قرآن کریم تلاوت ځانګړی اجر لري د ابن مسعود (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه (چا چې د خدای له کتاب (قرآن څخه) یو حرف ولوست نو لس داسې نیکۍ ورته حاصلېږي چې هره یوه لس چنده حسابېږي، موږ نه وایو چې الم حرف دی بلکي الف (بېل) حرف دی، لام (بېل) حرف دی او میم هم (بېل) حرف دی) رواه الترمذي. په یو بل حدیث شریف کې د ابي امامه (رض) څخه روایت دی چې پيغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( قرآن ولولی، ځکه چې قران کریم د قیامت په ورځ د خپل خاوند لپاره د شفاعت وسیله ګرزي) روا ه مسلم. د قرآن کریم تلاوت او په ځانګړې توګه د رمضان په میاشت کې د داسې یوې ګټورې سوداګرۍ مثال لري چې په هغه کې هېڅ ډول زیان متصور نه دی او پیغمبر (ص) د رمضان په میاشت کې د زیاتو اسبابو له کبله د قرآن کریم په تلاوت او زده کړه ځانګړی ټینګار کاوه چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
لومړی سبب: د قرآن کریم نزول
د زیاتو دلایلو او نصوصو له مخې دا خبره د اسلامي پوهانو تر منځ په ثبوت رسېدلې ده چې د قرآن کریم د نزول پيل په رمضان کې شوی دی او هغه لحظه چې قرآن پکې نازل شوی دی د رمضان له لحظې څخه ګڼل کېږي. د دې خبرې تصدیق ابن اسحاق او ابو سلیمان الدمشقي په خپل کتاب (زادالمسیر في علم التفسیر) کې کړی دی. بل دا چې نوموړې خبره د لوی خدای (ج) له دې قول څخه هم ثابتېږي چې فرمايی: ژباړه ( په تحقیق سره دا قرآن مو د قدر په شپه نازل کړی دی) د قدر سورت لومړی آیت
دوهم سبب: له لوح محفوظ څخه دنیايي آسمان ته
دا چې قرآن کریم د لوح محفوظ څخه د دنیا آسمان ته په رمضان کې نازل شوی دی نوموړې خبره ابن عباس او ځینو نوور صحابه هم تایید کړې ده چې قرآن کریم لومړی لوح محفوظ ته د رمضان په میاشت کې نازل شوی او بیا وروسته په تدریجي توګه په حضرت محمد (ص) باندې نازل شوی دی. حضرت جابر (رض) ویلي دي چې د ابراهیم (ع) صحیفې د رمضان په لومړۍ نېټه نازلې شوې دي، تورات د رمضان د ۶ ورځو له تېرېدو وروسته په موسی (ع) نازل شوی دی، زبور په داود (ع) باندې د رمضان د ۱۲ ورځو وروسته نازل شوی دی، انجیل په عیسی (ع) باندې د رمضان د ۱۸ ورځو وروسته نازل شوی دی او قرآن کریم په حضرت محمد (ص) باندې د رمضان د ۲۴ ورځو وروسته نازل شوی دی چې په دې حساب د الهي هدایاتو زیاته برخه د رمضان په میاشت کې د انسانانو د لارښوونې لپاره په پیغمبرانو نازل شوي دي. باید وویل شي چې همدغه خبره حضرت عایشه او ابن الاسقع رضی الله عنهما هم تایید کړې ده.
دریم سبب: د قرآن کریم تدریس
له ګڼ شمېر روایاتو څخه څرګندېږي چې جبراییل (ع) به د رمضان په میاشت کې هره شپه تشریف راوړو او حضرت محمد (ص) ته به یې د قران کریم تدریس کاوه. د ابن عباس (رض) څخه روایت دی: ژباړه ( پیغمبر (ص) به هغه وخت ډېر خوښ وو چې د رمضان په میاشت کې به جبراییل (ع) قرآن ورته وایه او د رمضان په هره میاشت کې به یې قرآن ورته تدرس کاوه) رواه البخاري. همدارنګه بخاري شریف یو بل روایت کوي او وایي: ( په هغه کال چې پیغمبر (ص) له نړۍ څخه رحلت کاوه نو جبراییل (ع) دوه ځلې ټول قرآن کریم ورته تدریس کړی دی) رواه البخاري
له پورتنیو روایتونو څخه څرګندېږي چې د رمضان میاشت هغه میاشت ده چې هر کال به د هغه په بهیر کې جبراییل (ع) د قرآن کریم د تدریس او تکرار لپاره د خدای (ج) له لوري مامور کېده او پیغمبر (ص) ته به یې تدرس کاوه. نو پ همدې حساب رمضان د قرآن د ځانګړي فضیلت میاشت ګڼل کېږي او په همدې میاشت کې د قرآن کریم د هغه برخې مراجعه بشپړېدله چې د کال په اوږدو کې به پر پیغمبر (ص) باندې نازله شوې وه. له بلې خوا زیاترو اسلامي پوهانو دا خبره غوره ګڼلې ده چې د اسلام په پیغمبر (ص) پسې د غوره اقتدا په نیت باید د روژې په میاشت کې د قرآن کریم زیات تلاوت وشي، ختم شي، په لمانځه کې تلاوت او یا غوږ ورته و نیول شي. همدارنګه د رمضان د میاشتې پر هر هغه فرصت کې د قرآن تلاوت وشي چې روژتی مومن یې مناسب وویني او ورته آسانه وي. همدارنګه که دغه ختم د تراوېح په لمانځه کې په داسې شکل وشي چې د تلاوت ټول معیارونه یې په پام کې نیولی وي، مناسبه اندازه وویل شي نو د مسلمان په وړاندې به یې د غوره ثوابونو ګټلو ته لاره پرانیسې وي. په همدې توګه که څوک کولای شي له یو ځل څخه زیات دې قرآن کریم په روژه کې ختم کړي نو د ثوابونو ونډه یې به یې لا زیاته شي. د رمضان په میاشت کې د قرآن کریم تلاوت خپل خپل آداب لري چې باید د هماغه آدابو په رڼا کې یې تلاوت وشي خو ځینې وګړي د قرآن کریم تلاوت د تراوېح د لمانځه پر مهال په داسې ډول ادا کوي چې یوازې د قاري د خولې غږ د اورېدلو وړ وي، د نوموړي له خولې څخه یو څه وزي خو دا نه معلومېږي چې څه وایي؟ یانې په داسې ګړندي شکل یې لولي چې شاید په دې ډول تلاوت سره تلاوت کوونکی د ثواب پر ځای د ګناه لوري ته ور نږدې شي. الله پاک دې موږ ته د قرآن کریم د غوره تلاوت توفیق را په برخه کړي.
دشپې لمونځ په رمضان کې
لکه څنګه چې رمضان د روژې نیولو میاشت ده همدارنګه د لمانځه او د شپې د قیام میاشت هم ورته ویل کېږي لوی خدای (ج) د اسلام پیغمبر (ص) ته په خطاب کې فرمایلي دي: ژباړه (ای (په بړستن یا کمپله کې) پېچل شویه، پورته شه د شپې مګر لږ، نیم او یا له نیم څخه هم لږ کم ، یا لږ ورباندې زیات کړه او د قرآن تلاوت په ترتیل سره وکړه، په تحقیق سره تا ته مو دروند ارشاد درلېږلی دی) سوره مزمل له ۱ آیت څخه تر ۵ آیت پورې. پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه (له فرض لمانځه څخه وروسته غوره لمونځ د شپې لمونځ دی) رواه مسلم
همدارنګه کله چې پیغمبر (ص) د لومړي ځل لپاره مدینې منورې ته تشریف یوړو او خلکو ورته وکتل نو د هغه د مخ له وړانګو او د خبرو له محتوی څخه پوه شول چې هغه (ص) یو رښتینی پیغمبر دی نو رسول الله (ص) و فرمایل: ژباړه (ای خلکو په خپل منځکې د سلام اچول رواج کړﺉ، محتاجو خلکو ته طعام ورکړﺉ، داسې مهال لمونځ وکړﺉ چې نور خلک ویده وي، نو تاسو به د امن په فضا کې جنت ته داخل شی) رواه الترمذي. حضرت ابوهریره (رض) روایت کوي چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه (چا چې د رمضان میاشت د اېمان او احتساب په فضا کې په لمانځه سره و نمانځله، نو هغه ته به خپل ټول تېر ګناهونه و بخښل شي) رواه البخاري. د حضرت عایشې (رض) څخه روایت دی چې یوه ورځ رسول الله (ص) د شپې په نیمايی کې له کوره ووت جومات ته یې تشریف یوړو او لمونځ یې وکړ، نو یوې ډلې خلکو هم د هغه د عمل په پیروي په همدې وخت کې له خوبه پاڅېدل او لمونځونه یې وکړل، کله چې سبا شو د خلکو په منځ کې د پیغمبر (ص) د دې عمل په هکله خبرې وشوې او ټولو لمونځونه وکړل په همدې ډول عمل دوې نورې شپې هم تکرار شو خو څلورمه شپه پیغمبر (ص) شپه مهال له خپل کور څخه جومات ته تشریف یو نه وړو بلکي یوازې د سهار د لمانځه لپاره جومات ته ولاړ نو خلکو ته یې وویل: (اما بعد! که زه چېرې په تاسو نه وی وېرېدلی چې دغه عمل به درباندې دروند تمام شي او تاسو به یې له سرته رسولو څخه عاجز شی نو دغه لمونځ به درباندې فرض شوی وای) رواه البخاري. په رمضان کې د شپې د لمانځه په هکله څو خبرې دي چې په لاندې ډول ګرانو لوستونکو ته وړاندې کیږي:
د تراوېح د لمانځه شمېر
د تراوېح د لمانځه د شمېر په هکله د مسلمانانو تر منځ د نظر اختلاف موجود دی ځکه چې له آتو رکعتونو څخه نیولي تر ۴۹ رکعتونو پورې په اسلامي نړۍ کې ادا کېږي خو زیات شمېر مسلمانان ۲۰ رکعته د تراوېح لمونځ ادا کوي. دلته له یوې مهمې پوښتنې سره مخ کېږو هغه دا چې آیا پیغمبر (ص) د تراوېح لمونځ کړی دی او که یې کړی دی نو څو رکعته یې ادا کړي دی؟ د دې پوښتنې په ځواب کې جمهور علما په دې نظر دي چې پيغمبر (ص) به د روژې په میاشت کې د شپې له خوا نامعلوم شمېر نفل لمونځ کاوه خو په اوسني شکل او په جمع سره د تراوېح لمونځ یې نه دی ادا کړی بلکي د تراوېح لمونځ د اسلام د دویم خلیفه حضرت عمر فاروق (رض) د زمانې څخه د نوموړي په امر رواج شوی دی چې په جماعت سره دې ادا شي. د عایشې (رض) څخه روایت دی فرمایي: (پیغمبر (ص) به د رمضان په میاشت او نورو ورځو کې د شپې له خوا خپل نفل له ۱۱ رکعتونو څخه نه زیاتول لکن هغه به خپل لمونځ اوږداوه او په ښه شکل به یې ادا کاوه) رواه البخاري. کله چې پیغمبر (ص) له دې نړۍ څخه رحلت وکړ نو هغه وېره ختمه شوه چې د شپې او ورځې له پنځه وخته فرضي لمونځونو پرته دې د تراوېح او یا د شپې نفلي لمونځ په مسلمانانو فرض شي نو د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر فاروق (رض) هغه مهال په جمع سره د تراوېح د لمانځه د ادا کولو امر وکړ کله یې چې ولیدل چې مسلمانان د رمضان په میاشت کې هر یو بېل بېل خپل نفل لمونځ ادا کوي نو ابی بن کعب او تمیم بن اوس الداري ته یې امر وکړ چې خلکو ته د تراوېح د لمانځه د جماعت امامت وکړي.
د حضرت عمر (رض) تراوېح
په دې هکله سایب بن یزید دوه روایته کړې دي چې په لومړي روایت کې د تراوېح د رکعتونو شمېر ۱۱ رکعته ښودل شوی خو په دوهم روایت کې د دې لمانځه شمېر ۲۱ او ۲۳ رکعته ښودل شوی دی. الموطا. د تراوېح د لمانځه په هکله اسلامي پوهان په دې نظر دي چې دغه لمونځ نفل دی او مسلمانانو ته روا ده چې څو رکعته کولای شي و یې دې کړي او په دې هکله هېڅ راز تکلیف نشته. له همدې کبله په زیاتو اسلامي ټولنو کې دغه لمونځ ۲۰ رکعته او په ځینو هېوادونو کې ۸ رکعته په جماعت او انفرادي شکل د رمضان په میاشت کې ادا کېږي.
د نفل لمونځ په هکله دوه ټکي
۱.دا چې د غه لمونځ دوه دوه رکعته په جماعت او یا انفرادي توګه ادا شي او د جفتو رکعتونو استناد یې د پیغمبر (ص) د پوښتنې هغه ځواب ګڼل کېږي چې د یو اعرابي د پوښتنې په لړ کې یې نوموړي ته ورکړی وو.
۲.نفل لمونځ نه یوازې د شپې بلکي د ورځې له خوا هم روا دی چې که یو څوک وکولای شي د ورځې په مناسبو وختونو کې دې هم دغه عبادت سر ته ورسوي شاید چې د ثوابونو ونډه به یې درنده شي. همدارنګه کولای شي له دوو رکعتونو څخه نیولې هر څومره یې چې په وس پوره وي نفل لمونځ دې وکړي. لمونځ عموما هغه که فرض دی، سنت دی او یا نفل دی د دې لپاره روا شوی دی څو د انسانانو نفسونه پاک شي، زوړنه یې له کینې، حسد، عداوت او نیت بدۍ څخه صاف شي او له نورو مسلمانانو سره د نږدېوالي، ورورګلوۍ او محبت له وړانګو څخه ډک شي او همدغه اصل د عبادتونو د ادا کولو په حکمت کې ځای پر ځای شوی دی. نو ضروري خبره ده چې مسلمانان په دې هکله د نظرونو اختلافات د تفاهم له لارې حل کړي، په دې هکله له حسد، کینې، تضاد او د یو بل په وړاندې د ناوړه کلیماتو له استعمال څخه ځانونه وژغوري بلکي د ګډې همکارۍ، تفاهم او مرستې لاسونه یوه او بل ته سره ورکړي.
د تراوېح د لمانځه څرنګوالی
د تراوېح د لمانځه د اداکولو په هکله ضروري خبره دا ده چې په داسې شکل ادا شي څو د لمانځه اړوند احکام، آداب او شرایط یې په کامل په پام کې نیولي وي. که څه هم چې د تراوېح لمونځ سنت او نفل ګڼل کېږي خو د سنتو ادا کول هم د فرضو او واجباتو له ادا کولو سره هېڅ راز توپیر نه کوي بلکي د عباداتو د ادا کولو طرز او طریقه واحد شکل لري. د ساري په توګه یو روژتی فرضي او نفلي روژه په یو ډول نیسي او هېڅ راز توپیر په هغه کې نه راوړي مانا دا چې په فرضي روژه کې هم روژتی د پشلمي څخه تر روژه ماتي پورې له خوراک، چښاک او روا جنسي اړیکو څخه اجتناب کوي او په نفلي روژه کې هم ورته نظام په پام کې نیول کېږي او که د کوم څیز څخه په دې هکله سرغړونه صورت و مومي نو د روژې د خرابوالي سبب کېږي. همدارنګه په لمانځه کې هم باید دغه ترتیب په پام کې و نیول شي او کله چې لمونځ کوونکی د نفلي لمونځ او یا تراوېح نیت کوي نو باید چې د هغه په احکامو، شرایطو او ارکانو کې بېلوالی را نه وړي بلکي نفلي لمونځ هم په هغه ترتیب سره ادا کړل شي چې فرضي لمونځ یې له مخې ادا کېږي. خو موږ نه یوازې په افغانستان بلکي د سیمې په کچه د تراوېح د لمانځه او د قرآن شریف د ختم له داسې یوه عجیب او غریب نظام سره مخ یو چې د لمانځه او ختم له شروطو سره تر زیاتې اندازې برابر نه دي او په داسې ډېره بېړنۍ او ګړندۍ توګه ادا کېږي چې د لمانځه شرایط، احکام او آداب په پام کې نه نیسي او تلاوت هم په داسې شکل کېږي چې مقتدیان نه پرې پوهېږي چې امام څه لولي. په دې هکله جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده، د پوهانو او عالمانو مسوولیت له نورو څخه زیات دي څو د جوماتونو امامان او وګړي پوه کړي چې د تراوېح لمونځ د فرضي لمونځونو په څېر په آرامۍ او د ټولو شرعي احکامو، ارکانو او آدابو په پام کې نیولو سره یو ځای ادا کړي.
ناسم فکر
په هغو سیمو کې چې زیات مسلمانان یې د امام ابي حنیفه (رح) د مذهب پلویان دي شل رکعته د تراوېح لمونځ په جماعت سره ادا کوي خو یو فکر چې د تراوېح د لمانځه په هکله له ځینو عامو وګړو سره موجود دی هغه دا چې د تراوېح لمونځ باید په بېړنۍ او ګړندۍ توګه اجرا شي چې دغه فکر د دین له بنسټونو او د لمانځه له ارکانو او شروطو سره برابر ندی بلکي باید د تراوېح په لمانځه کې له بیړې څخه ډه ډه وشي. د تراوېح لمونځ د ښاري او کلیوالي سیمو په جوماتونو کې د ماسختن د لمانځه وروسته په متصل ډول او کم توپیر سره په لاندې ډول ادا کېږي:
الف: د ښارونو جوماتونه
د ښارونو په جوماتونو کې نسبت د کلیو جوماتونو ته د تراوېح د لمانځه د ادا کولو پر مهال هغه شرایط او ارکان تر یوې محدودې اندازې پورې په پام کې نیول کېږي چې باید د یوه لمانځه د ادا کولو لپاره په پام کې و نیول شي. خو د ښاري سیمو په جوماتونو کې د قرآن کریم د ختم عجیب او غریب رواجونه شته دي چې ځینې یې د تلاوت احکام په پام کې نیسي خو په زیاتره جوماتونو کې قاریان د تراوېح د لمانځه پر مهال داسې تلاوت کوي چې مقتدیان د قرآن کریم الفاظ په هېڅ ډول نه شي درک کولای بلکي یوازې د قاري غږ اوري او هغه غږ نه یوازې د جومات په انګړ کې ایسارېږي بلکي د لوډ سپیکرونو په وسیله تر لرې لرې ساحو پورې هم رسېږي. مانا دا چې که چا غوږ ورته نیولی وي او که یا یې غوږ نه وي ورته نیولی نوموړی غږ ټوله فضا په سر اخیستې وي او تر نیمو شپو پورې د لوډسپیکرونو د آوازونو یو عجیب زوږ لګېږي چې د هېڅ یو غږ هم د کشف کولو او پوهېدلو وړ نه وي چې څه لولي؟ خو د ښارونو د ټولو جوماتونو تراوېح په یوه شکل نه وي بلکي داسې چټکې تراوېح هم پیدا کېږي چې د کلیو د جوماتونو تر ملاامامانو یې هم په زیاته تیزۍ سره ادا کوي خو په عمومي توګه د ښارونو د جوماتونو تراوېح نسبت د کلیو جوماتونو ته د لمانځه ځینې شرایط او احکام په پام کې نیسي.
ب: کلیوالې سیمې
نه یوازې د افغانستان بلکي د سیمې په کچه په زیاترو کلیوالو سیمو کې د عامو وګړو سره دغه نظر او عقیده په خپل ټول ځواک سره موجوده ده چې د تراوېح د لمانځه په ادا کولو کې باید بیړه وشي البته دغه بیړه داسې یوه حالت ته رسېږي چې د لمانځه د ارکانو او شرایطو په نظر کې نیول هېڅ مهم نه ګڼل کېږي او هغه ملا امام د مقتدیانو زیات خوښېږي او صفت یې کوي چې په لږ وخت او زیاته بیړه د تراوېح لمونځ پای ته ورسوي. ځینې ملا امامان د تراوېح د لمانځه د ادا کولو پر مهال داسې تلاوت کوي چې مقتدیان یې هېڅ درک کولای نه شي چې ګواکي ملا صاحب څه وویل، قیام، رکوع، قومه، سجده، قعده او درود شریف یې څرنګه ادا کړل؟ بس هغه د پښتو خبره یو تور درب وي، زیاتره مقتدیان په دې قادر نه وي چې حتی یو ځل په رکوع کې (سبحان رب العظیم) او یا په سجده کې (سبحان رب الاعلی) ووایي. په دې لړ کې زیات مسوولیت د همدې جوماتونو ملا امامانو ته متوجه دی چې د اسلام د احکامو د تطبیق او عبادت د اجرا پر مهال باید د شخصي مزاجونو له رضایت څخه تېر شي او د اسلامي شریعت د روښانه لارښوونو سره سم لومړی خپل ځان او بیا خلک پوه کړي. همدارنګه په ټولنه کې د طراوېح د لمانځه د ګړندي ادا کولو د اصلاح لپاره لاس په کار شي او په کلکه توګه ځان ترې و ژغوري. د یوې ناوړه پدیدې د دود کېدو له امله د ډېرو کلیوالو مقتدیانو له هغه امام څخه بد راځي چې د تراوېح د لمانځه د امامت پر مهال د لمانځه د احکامو څه ناڅه پابندي کوي او لږ په آرمه توګه یې ادا کوي. ګڼ شمیر مقتدیان بد پسې وایي، ورته قهرجن وي او وایې چې ګویا دا خو تراوېح دي، څه فرضي لمونځ خو نه دی، نو زموږ ملا امام یې ولې په آرامه توګه ادا کوي؟ یاره د فلانکي ملا سترګې جار شم، چې په ۱۵ یا ۲۰ دقیقو کې تراوېح درته خلاصوي. په داسې حال کې چې یو مسلمان په خپله خوښه د لمونځ کولو لپاره د رمضان په مبارکه میاشت کې د خدای (ج) دربار ته د عبادت د ادا کولو په موخه درېږي او د عجز منګولې اوږدوي بیا نو دومره بیړه، چټکتیا او داسې نور څیزونه د څه لپاره؟
دویم: د قرآن کریم ختم
د قرآن کریم ختمونه هم زیاتره د افغانستان په ښاري جوماتونو کې ادا کېږي خو په ندرت سره به داسې امام پیدا شي چې قرآن آهسته او په ترتیل سره تلاوت کړي بلکي له یوې خوا په یوه رکعت کې ډیر زیات درېږي او ځان په بیړني تلاوت مصروف کوي چې مقتدیان یې ښه ورسره په تکلیف کېږي له بلې خوا د قرآن کریم تلاوت په داسې سرعت سره کوي چې یوازې د قاري غږ د اوریدلو وړ وي نور نو د قرآن کریم د تلاوت، احکامو او تجوید د ادا کولو هېڅ پته نه لګېږي. له همدې کبله ډېر داسې پېښ شوي دي چې زیاتره مقتدیان د قرآن کریم د ختم پر مهال د تراوېح د لمانځه په لومړي رکعت کې قرار ناست وي، پس پسی کوي او پټې پټې خبرې کوي خو کله چې رکعت هغه ځای ته راوسېږي چې نور نو امام رکوع ته ښکته کېږي نو دوی هم ژر نیت ورپسې وتړي او رکوع ته ورسره ولاړ شي او په دویم رکعت د مجبورۍ له مخې تر پایه درېږي. له دې ټولو یادونو څخه مطلب دا دی چې په دې هکله د یوې داسې دیني او ټولینزې اصلاح راوستل ضروري دي چې زموږ عبادت، لمونځ، روژه، تراوېح او د قرآن ختم په شرعي چوکاټ کې داخل شي او د دې کار لپاره تر ټولو مسوولیت پوهانو، روحانیونو او د جوماتونو ملا امامانو ته متوجه دی څو لومړی په خپله هغه نواقص اصلاح کړي چې د لمانځه پر مهال په قصدي توګه صورت ورڅخه مومي او بیا په تدریجي او دایمي توګه خلک داسې و پوهوي چې خپل عبادت په سمه توګه ادا کړي. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…