لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
نفقه، خیرات، صدقه، پر نورو ترحم، صله رحمي او داسې نور هغه غوره القاب دي چې خاوند یې د لوی خدای (ج) حضور ته د نږدېوالي او جنت ته د داخلېدو لاره پیدا کوي او پرته له دې چې د مصرف کوونکي له مال څخه څه کم شي، دا کار صدقه ورکوونکي مسلمان ته د زیاتو ثوابونو د حصول سبب کېږي. له بلې خوا نفقه یا خیرات د صدقه ورکوونکي په هغه مال کې زیاتوالی راولي چې د خدای (ج) په لاره کې یې یوه برخه په مصرف لګولې وي. له ابو هریره (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: (صدقه د خیرات ورکوونکي له مال څخه څه نه کموي، د عفوی په وسیله خدای (ج) بنده ته عزت بخښي او هغه څوک چې تواضع کوي خدای (ج) یې د لوړو مرتبو خاوند ګرزوي). رواه مسلم. د روژې په میاشت کې صدقه ورکول هغه لوی فرصت دی چې مومن بنده د خپل خدای (ج) له لوري عزت پرې حاصلوي، په مال کې یې کموالی نه راځي بلکي د صدقې د ورکولو له امله زیاتوالی او برکت مومي. د نفقې او خیرات په هکله ډیر زیات احادیث روایت شوي او دا خبره جوتوي چې نفقه یا خیرات د جنت د داخلېدو لپاره د دروازې مثال لري چې په دې ځای کې ځینو احادیثو ته په لنډه توګه اشاره کېږي. د ابي کبشه الانصاري (رض) څخه روایت دی چې رسول الله (ص) فرمایلي دي: (یو حدیث شریف درته لولم هغه یاد کړی بیا یې وویل:دنیا د څلورو کسانو ده یو هغه شخص چې خدای (ج) علم او مال ورکړی وي، نوموړی له خدای (ج) څخه وېرېږي، صله رحمي کوي او د خدای لپاره په خپل مال کې حق معلوموي نو دا ډېره لویه منزله ده. بل هغه کس چې خدای (ج) ورته علم ورکړی وي خو مال نه لري او هغه د صادق نیت خاوند وي او وايی چې که چېرې ماته خدای مال راکړي نو د فلاني په څېر به یې خیرات کوم نو د دې سړي اجر له هغه شخص سره برابر دی چې خپل مال د خدای په لاره کې خرڅوي. بل هغه کس دی چې خدای مال ورته ورکړی وي خو علم نه لري نو هغه له علم پرته په خپل مال بخل کوي، د خدای څخه وېره نه لري، صله رحمي نه کوي او په خپل مال کې د الله تعالی حق نه معلوموي نو دا د خبیث ترینو منازلو څخه دی. بل هغه کس دی چې خدای نه ورته علم ورکړی وي او نه مال او دی وايي: که چیرې ما مال درلودلای نو ما به د فلاني سړي په څیر د خیر ښیګڼې عمل تر سره کړی وای او نیت یې رښتینی وي نو د خپل نیت مطابق به بریالیتوب ورکړل شي) رواه الترمذي. په دې حدیث شریف کې هغه نیت څرګندېږي چې صادق مومن یې لري او د خپل نیت له مخې به داسې درجې تر لاسه کړي چې د ښه عمل درلودونکی یې تر لاسه کولای شي خو شرط دا دی چې نیت به یې صادق وي نه دا چې یوه داسې درواغجنه هیله ولري لکه د خراب نیت ځینې خاوندان یې چې په خپلو زړونو کې لري خو کله چې مال پیدا کړي بخل پرې کوي، په هغه کې د مظلوم او بېوزله انسان حق نه معلوموي او د خدای په لاره کې یې نه مصرفوي. همدارنګه په یوه بل حدیث شریف کې راغلي دي چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: (صدقه دلیل دی) یعنې صدقه د یوه مومن د شخصیت او ښه نیت درلودلو دلیل دی. صدقه ورکول د رمضان په میاشت کې ځانګړی اهمیت او مقام لري څو مومن انسان د خپلو هغو مسلمانو وروڼو لاسنیوی وکړي چې ناداره، بېوزله، غریب، مسکین، فقیر او له اقتصادي کمزورتیا سره مخ وي. د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) به د رمضان په میاشت کې د دریو سببونو له کبله د صدقې په ورکولو زیات ټینګار کاوه او دغه کار به یې مهم ګڼلو:
۱. د رمضان د مناسبت له کبله: ځکه چې په دې میاشت کې نیکۍ په زیاتو درجو حسابېږي، د مومن درجې لوړېږي او مومن انسان خپل خدای (ج) ته د عبادت په وسیله زیات نږدېوالی حاصلوي. بل دا چې په دې میاشت کې د هغو خلکو لاسنیوی له بل هر وخت څخه زیات ضروري دی چې بېوزله او غریب دي.
۲. د قرآن کریم د تلاوت له کبله: ځکه چې په دې میاشت کې روژتی مومن د قرآن کریم زیات تلاوت کوي او هغه آیتونه یې په پرله پسې توګه مخې ته راځي چې د خیرات، صدقې او د هغه د اجر په اړه په قرآن کریم کې نازل شوي دي نو د قرآن کریم تلاوت د دې سبب کېږي چې بډای مومن د خدای (ج) په لاره کې خیرات ورکولو ته له بل وخت څخه زیات تشویق شي او په زړه کې یې له نورو مسلمانانو سره د مرستې کولو ځانګړې جذبه را ژوندی شي.
۳. د جبراییل د راتګ او د خدای (ج) پیغمبر ته د قرآن کریم وړاندې کول او تدریس له کبله: لکه چې مخکې یادونه وشوه چې د رمضان په میاشت کې به هره شپه جبراییل (ع) تشریف راوړو او پیغمبر (ص) ته به یې د قران تدریس کاوه او هغه تلاوت به ټول اورېدل کېده او مراجعه به یې کېده چې د یوه کال په جریان کې به پر حضرت محمد (ص) نازل شوی وو. نو غوره خبره به دا وي چې بډای مومنان خپل خیراتونه او صدقې په رمضان کې لاندې اصنافو ته ورکړي:
زده کوونکو او محصلینو ته
زده کوونکي او محصلین د راتلونکي ژوند او د هغه د بنسټونو جوړونکي دي او اوس مهال په ځانګړې توګه د افغاني ټولنې محصلین او زده کوونکي د راز راز ستونزو سره لاس په ګرېوان دي چې فکر کوم ګرانو لوستونکو ته به واضح وي او زیات تفصیل ته به په دې اړه ضرورت نه وي. خو په لنډه توګه ویلای شو چې زیاتره محصلین او زده کوونکي لیلیه نه لري، مناسبې جامې، هستوګنځی، درسي وسایل، د درس ویلو مناسبې خونې او هغه راز آسانتیاوې نه لري چې د نورې نړۍ محصلین ور څخه برخمن دي. زموږ د ټولنې زیاتره محصلین او متعلمین د ډېرو ناوړه شرایطو په درلودلو سره خپل تعلیمي پروګرامونه مخته بیایي. له بلې خوا د همدغه محصلینو زیاتره برخه د خپلو کورنیو د اقتصاد جوړوونکي دندې هم په غاړه لري نو دغې طبقې ته د خپلو صدقاتو ورکول او هغوی ته د درس د مناسب ماحول او فرصت برابرول د یوې روښانه افغاني ټولنې د جوړولو په لاره کې به د بډایو افغانانو صدقات یو پر ځای کار وي. له بلې خوا زموږ د هېواد پوهنیزې موسسې، ښوونځي، پوهنتونونونه او علمي موسسات د سختو ستونزو سره لاس په ګریوان دي چې د اقتصادي حالت څخه را نیولې تر درسي پروګرامونو، ودانیو، کریکولم او داسې نورو اړخونو کې ستونزې لري او له هغه مناسب علمي او اکادمیک معیار څخه برخمنې نه دي چې د نړۍ پوهنیز موسسات یې لري نو په دې هکله د خپلو مالونو لګول د دې هېواد راتلونکی نسل جوړوي او خورا ارزښت لري چې د خدای (ج) په دربار کې به عالي مقام خپلوي.
لیکوالان او فرهنګیان
د افغان ټولنې زیاتره لیکوالان او فرهنګیان د ټولنې د غریبې او متوسطې پرګنې له وګړو څخه دي او دوی داسې یو ستر خدمت په ټولنه کې سر ته رسوي چې د هر ډول ناخوالو، جهل او تورتم په مقابل کې د ټولنې آواز پورته کوي او هغو ناخوالو ته د چارواکو او خلکو پام اړوي چې څوک یې په لکهاوو زره لګښت هم د سپړلو وس نه لري. لیکوال، شاعر او کلتوري شخصیت ټولنیز ارزښتونه د خپلو مینه ناکو او خوږو الفاظو په ترڅ کې په وړیا توګه د ټولنې د افرادو او چارواکو په مخکې راسپړي، ښکاره کوي او حل لاره ورته لټوي. د افغاني ټولنې زیاتره لیکوالانو په درجنو درجنو کتابونه لیکلي او یا ژباړلي دي خو د مالي توان د کمزورتیا له کبله یې چاپ یوازې د خوب په هېنداره کې لیدلی شي نو څومره به ښه وي چې زموږ د ټولنې د بډایې طبقې وګړي د خپلو صدقاتو یوه برخه دغه ښکلې موخې ته ځانګړې کړي. هغه صدقه چې د کتاب په چاپ لګېږي د داسې یوې جاریه صدقې حیثیت لري چې له نوموړي اثر څخه په ژوند کې نور انسانان څومره ګټه اخلي نو لیکونکی او چاپ کوونکی یې دواړه له ثوابونو څخه برخمن کېږي او دغه صدقه تر څو چې کتاب د انسانانو په لاس کې وي خلاصون نه مومي.
بېوزله او محتاج وګړي
بېوزله، مظلوم، فقیر او بېوسه کسان زموږ په ټولنه کې ډېر زیات چې نن ورځ یې موږ د خپلې افغاني ټولنې په هر اړخ او د هېواد په ګوټ ګوټ کې په مختلفو شکلونو سره لیدلای شو. خو که چېرې بډای افغانان خپلې مالي مرستې او صدقې په دې هکله داسې سره تنظیم کړي چې رښتینې، واقعي او عملي بڼه ولري او محتاجو پرګنو ته د ژوند په مختلفو چارو کې د کار کول زمینه برابره کړي نو د ټولنې د افرادو په مقابل کې به یې ډېره ستره ونډه ادا کړې وي. همدارنګه د وران هیواد د زیربناوو یوې برخې ته به یې د بیا رغونې فرصت ورکړی وي. دلته یوه مشهوره خبره هم زموږ په ټولنه کې موجوده ده لکه (کب غوښتونکي ته کب مه ورکوه خو د کب نیولو چل ور زده کړه) که په همدې اساس زموږ شتمن وګړي خپلو بېوزله خلکو ته د کار موندلو او حلالې روزۍ د ګټلو زمینه برابره کړي، له هغه څخه به ښه وي چې مفت خواره او خیراتي یې آموخته کړي.
دعا په رمضان کې
لوی خدای (ج) مومن انسان ته په داسې نږدې واټن کې قرار لري چې له شارګ څخه هم ورته لنډ دی. له همدې کبله الهي ذات د خپل بنده دعاوې اوري، که چېرې یې دعا په شرایطو برابره او د قبول وړ وي او لوی خدای (ج) وغواړي نو قبلوي یې خو د مسلمان د دعاوو د قبلېدو بهترین وخت د رمضان میاشت ده هغه مهال چې بنده د خپل خدای (ج) د امر سره سم روژه نیولې وي. نو لازمه ده چې روژتی مومن د رمضان په میاشت کې د خپلو دعاګانو ونډه درنه او د خپلو دیني او دنیوي امورو د ښه والي لپاره د لوی خدای (ج) دربار ته د زاریو منګولې پورته کړي. د رمضان په میاشت کې دعا کول ښه کار دی خو لاندې څیزونه هم باید په نظر کې و نیول شي:
لومړی: د دعا غوره وخت
په رمضان او له رمضان څخه پرته د دعا د کولو او د هغه د قبلېدو تر ټولو غوره وخت د شپې اخري لحظه یا د پشلمي وخت دی. همدارنګه د فرضي، سنت او نفلي لمونځونو تر اداکولو وروسته بل هغه مناسب وخت دی چې د دعا د قبلېدو چانس پکې زیات دی. په همدې توګه د جمعې د ورځې وروستۍ لحظه، روژه ماتی یا افطار، د آذان، اقامت، مسافري او داسې نور وختونه هم د دعا د قبلېدو لپاره مناسب وختونه او محلات ګڼل شوي دي.
دویم: د ځای انتخاب
د دعا د اجابت لپاره غوره ځایونه جوماتونه، د مکې مکرمې حرم، د مدینې منورې نبوي جومات او ټول هغه محلات غوره ځایونه دي چې مومن بنده د خدای (ج) عبادت کوي او خپل ځان خدای پاک ته پکې نږدې احساسوي.
دریم: د دعا کوونکي حالت
د دعا کوونکي حالت هم د دعا د قبلېدو په بهیر کې ستر رول لري. که چېرې دعا کوونکی مسافر وي نو د مسافر مومن دعا د قبلېدو وړ ده. همدارنګه که چېرې دعا کوونکی پلار وي او د خپل اولاد لپاره دعا کوي، یا روژتی وي، یا د خدای (ج) د حقې لارې هڅاند وي یا دا چې دعا کوونکی مظلوم وي او د ظالم د ظلم د رفع کېدو په هکله دعا کوي نو د ذکر شوو اصنافو دعاوې د قبول وړ دي البته په هغه صورت کې چې د اخلاص، رښتینولۍ او د دعا د قبلېدو ټول شرایط یې پوره کړي وي. په همدې توګه هغه مهال هم د دعا کوونکي دعا د قبول وړ ده چې د یو داسې بیړني حالت سره مخ شي چې نور نو د هیلو ټولې ممکنې لارې یې پر مخ و تړل شي او له ستونزې څخه د خلاصون په موخه یوازې د خدای (ج) دربار ته پناه ور وړي او خپله ستونزه د بشپړې عاجزۍ په منګولو کې د پاک پروردګار حضور ته تقدیم او د حل غوښتنه یې د ځمکې او آسمانونو له ستر واکمن څخه وکړي نو په داسې یو حالت کې هم د مسلمان د دعا د قبلېدو چانس زیات دی. یو روایت دی چې یوه ورځ موسی علیه السلام په یوه ځای تېرېده یو سړی یې ولید چې د خدای (ج) دربار ته دعا کوي نو د موسی (ع) زړه پرې وسوزیده او خپل پروردګار ته یې وویل: چې اې لویه خدایه په خپلې مهربانۍ سره د دې سړي دعا قبوله کړه. په همدې وخت کې د خدای (ج) له لوري ورته فرمان راغی چې دا سړی دعا کوي خو زړه یې بل ځای دی نو موسی (ع) نوموړی شخص له دې قضیې څخه خبر کړ هغه سړی متوجه شو د جسم او زړه لاره یې یوه کړه او دعا یې وکړه نو دعا یې قبوله شوه. لکه چې مخکې یادونه وشوه ضروري ده چې دعا کوونکی د خپلې دعا پر مهال د خدای (ج) دربار ته په داسې یوه حالت کې زاري وکړي چې د زړه له اخلاصه وي او خپل زړه یې په ریښتنې توګه د خدای (ج) په دربار تړلی وي. خو که چېرې مومن انسان په تمامه مانا د دعا پر مهال د خدای (ج) دربار ته متوجه نه وي نو د دعا د قبلېدو چانس یې کمېږي. په دې هکله پیغمبر (ص) په یوه حدیث شریف کې داسې فرمایلي دي: ژباړه (خپله دعا پداسې حالت کې وکړی چې د قبلېدو ټول شرایط مو پوره کړي وي او په دې خبره باید آګاه اوسی چې خدای (ج) د غافل او بې پروا سړي دعا نه قبلوي) رواه الترمذي
څلورم: د دعا صفت
اړینه خبره ده چې دعا کوونکی د اوداسه په درلودلو سره خپل ځان عادت کړي او په داسې یو حالت کې د خدای (ج) دربار ته دعا وکړي چې اودس ولري، پاک وي او زړه یې له هر راز تشویشي فکرونو او چرتونو څخه د خدای (ج) په لوري متوجه کړی وي. بل دا چې دعا کوونکی مخامخ قبلې ته کښیني، خپل لاسونه د زاریو د خیراتي کچکول په حیث د خدای (ج) دربار ته پورته او خپله غوښتنه درې ځلې تکرار کړي. د دې خبرې یادونه ضروري ده چې هغه ډول دعاګانې د خپلې غوښتنې د طرح کولو لپاره اختیار کړي چې له پوره ماناوو څخه ډکې وي. په دې هکله د پیغمبر (ص) په احادیثو کې ګڼې مسنونې دعاګانې موندل کېږي چې زده کړه یې آسانه ده نو غوره خبره به وي چې دعا کوونکی دغه راز دعاګانې یادې کړي او بیا یې د خدای (ج) دربار ته د خپلو اړتیاوو د وړاندې کولو پر مهال وکړي. خو یوه خبره ضروري ده هغه دا چې که دعا په هر لفظ او هره ژبه وویله شي پروا نه لري او د قبلېدو چانس لري خو شرط یې د زړه اخلاص دی. همدارنګه خدای (ج) ته د نږدېوالي په موخه د الله پاک نومونه یا اسماالحسنی ویل د دعا پر مهال لوی اجر او د قبلېدو په چانس کې لوی لاس لري. مسلمان ته نه ښایي چې هېڅکله په ناوړه الفاظو سره خپله غوښتنه د خدای (ج) حضور ته وړاندې کړي او یا د خدای (ج) دربار ته ناروا غوښتنه وړاندې کړي. په همدې توګه دعا یوازې د خدای (ج) په نامه روا ده او مسلمان ته نه ښايي چې د یوه مړه انسان له نامه او زیارت څخه د خپل حاجت د رفع کېدو غوښتنه وکړي ځکه چې مړی که په ژوند هر څومره ښه سړی وي خو چې کله مړ شي، نو بېچاره یوه داسې حالت ته ورسېږي چې په خپله د نورو مسلمانانو دعاګانو محتاج وي، جسد یې نور انسانان خښوي، د جنازې لمونځ ورباندې کوي او هر راز تړاو یې له نورو انسانانو سره پرې شي. نو مړ انسان به چا ته څه ورکړي؟ له ټولو اسلامي آدابو سره یو ځای د مسلمانانو د مړو زیارت سنت دی خو د دوو موخو لپاره یو دا چې مړه انسان ته د خدای (ج) له لوري د مغفرت او د ګناهونو د عفوې دعا وشي. بل دا چې زیارت کوونکي ته داسې د عبرت پته ولګېږي چې یاره وروستی منزل دې همدا دی او دا اوښ به هرو مرو یوه ورځ ستا په دروازه کې هم چو کېږي او هر ژوندی ساکښ د مرګ څکونکی دی. په خواشینۍ سره باید وویل شي چې په دې هکله زموږ د افغاني ټولنې ملاامامان، روحانیون او علما د خپلو خلکو د پوهولو په لاره کې له خپل اغیزمن رول څخه په کامل ډول مثبته او فعاله ګټه نه اخلي، زیاتره دعاوکوونکي او د مړو زیارت کوونکي په داسې لوبو لګیا وي چې شاید د ګناه له سرحده ښه ډېر ور تېر شي او د ثواب د ګټلو پر ځای د ګناهونو مرتکب شي. نو ضروري خبره ده چې مومن بنده له خدای (ج) پرته د هېڅ راز شخص له نامه څخه څه و نه غواړي، بل څوک وسیله و نه ګرځوي او نه هم د خپلې دعا منګول د بل چا په نامه اوږده کړي.
پنځم: د دعا آواز
غوره خبره ده چې د دعا الفاظ په ټیټ او غلي آواز وویل شي البته په داسې ډول چې څوک یې وا نه وري تر څو د دعا کوونکي غږ د نوور انسانانو د تکلیف باعث نه شي. که چېرې دعا جمعي حیثیت ولري، له لمانځه وروسته او یا نورو داسې مناسبتونو کې ویل کېږي چې ډېر مسلمانان را غونډ وي نو پروا نه کوي چې د دعا الفاظ په لوړ آواز سره تکرار کړي. اوس مهال داسې زمانه راغلې ده چې په زیاترو سیمو کې له لوډسپېکرونو څخه د دعا پر مهال ناسمه استفاده کېږي او داسې یو هیاهوی یې جوړ کړی وي چې هېڅوک یې د ږغ په کشفولو نه بریالي کېږي بلکي نږدې وګړي خو څه چې آن لرې خلک یې هم له ږغ څخه په تکلیف وي او په کورونو کې ماشومان، ناروغان او عام خلک له هغه څخه د تکلیف احساس کوي. باید وویل شي چې له دغه راز دعا څخه په پټو الفاظو دعا ډېره بهتره ده او یا دا چې د دعا آواز دومره لوړ شي چې یوازې حاضرو خلکو ته د اورېدلو وړ وي.
شپږم: د دعا موخه
ځینې څیزونه لکه د حرام مال خوړل، سود، غلطي، رشوت، خطا ویستل، د یتیم د مال خوراک، ظلم او داسې نور هغه څیزونه دی چې که دعا کوونکی پکې قرار ولري نو د دعا د قبلېدو چانس یې تر هغه مهال پورې لږ وي چې د دې څیزونو څخه ځان د پاکوالي فضا ته را وباسي. نو ضروري ده چې مسلمان دعا کوونکی ذکر شوې او په دې ډول نور داسې موانع له منځه یوسي چې د دعا د قبلېدو چانس له منځه وړي او یا یې کمزوری کوي. که چیرې دعا د ناروا غوښتنې او یا داسې څیزونو لپاره وي چې پاک خدای حرام ګرزولي، نورو انسانانو ته ضرر رسوي او غوښتل یې لازم نه وي نو د دې ډول دعا د منل کېدو چانس هم په اسلامي آثارو کې نه لیدل کېږي. نو ضروري ده چې دعا د یوه سپیڅلي هدف، روا موخې او روښانه هیلو د سر ته رسېدلو لپاره وي. باید وویل شي چې د رمضان میاشت د مناسبو او روا غوښتنو لپاره د دعا تر ټولو غوره او مناسب فرصت ګڼل کېږي چې مسلمانان د خپلو دیني او دنیوي چارو د سمون لپاره دعاګانې پکې وکړي. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…