لیکنه: محمدخان احمدي
رنسانس دورې په لومړي ځل په ۱۴ مې پېړۍ کې د ایټالیا په هېواد وزرونه وغوړول او هلته خلکو د ژوند نوې پاڼه پرانستله. دا دوره یوازې په ایټالیا کې پاته نه شوه، بلکې په ډېرې چټکۍ سره یې اورپاته مخه کړه او په ۱۵مه او ۱۶مه پېړۍ کې یې ځان اورپاته ورساوه.
رنسانس د بیا راژوندي کېدو معنا ور کوي، دا هغه پرتمین او فرهنګي پرمختګ دی چې په لومړي ځل یې د کلیسا د واکمنۍ مړه انسان یې راژوندي کړل او له خپل ژوند څخه یې خوند اخیستلو ته وهڅول. رنسانس ټولنه او خلک داسې را ژوندي کړل چې دې نړۍ ته یې د ارزښت په سترګه وکتل. د هغه وخت کلیسا ټولنه او خلک په تیارو کې ډوب کړي وو؛ فیوډالانو په سیاسي بدلونونو کې لاس درلود او کلیسا او حکومت په ګډه په ټولنه او خلکو واک چلاوه. خلک له دې حالت څخه تر پوزې راغلل، نورې یې دا حالت ونه شو زغملای، غوښتل یې چې دې حالت ته د پای ټکی کیږدي، نو خلک دې ته اړ شول چې د کلیسا او فیوډالیزم پر وړاندې راپاڅیږي. په منځنیو پېړیو کې انسان فطري ګنهګار ګڼل کېده، خو په رنسانس کې د دې پر خلاف د بشرپالنې (هیومنیزم) د ښونځي د عامېدو له امله انسان د لرغوني دورو غوندې بیا ارزښت او تمرکز تر لاسه کړ. په دې دوره کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شول؛ په ټولنه او هېواد کې د خلکو غږ واورېدل شو او نور د کلیسا واک ته د پای ټکی کېښودل شو.
په رنسانس کې نوي پرمختګونه او بدلونونه:
په رنسانس کې لومړی بدلون دا وه چې د ساینس او هنرونو پاڼه وغوړېده. هنرونو دومره پرمختګ وکړ چې اروپایي متلونو مستعمرې جوړې کړې. د دې ترڅنګ په ساینس کې دومره پرمختګ وشو چې نوي ماشینونه جوړ شول؛ د کتابونو چاپخونې جوړې شوې.
اورپایانو او یونانیانو لاتیني اثار ولوستل او په دې سره د دوی سترګې وغوړېدې. ځکه هغه وخت کلیسا دوی ویده ساتلي وو؛ همدارنګه دغه اثار بیا اورپایي ژبوته هم وژباړل شول. کله چې دغه اثار اورپایي ژبو ته وژباړل شول، په ټولنه او د خلکو په ذهنونو کې مثبت بدلون راغی او دې ته اړل شول چې د کلیسا پر وړاندې را پاڅیږي او د کلیسا لمن ور ټوله کړي.
د رنسانس راتګ خلک او ټولنه له اقتصادي پلوه هم غني کړه او فیوډالیزم نسکور شو. مخکې به ټول واک له کلیسا سره و، خلک یې دې ته نه پرېښودل چې فردي ازادي او فردي ملکیت ولري؛ ځکه په دې کې دوی خپله ګټه نه لیدله، نو کله چې د خلکو فردي ازادي تر لاسه شوه، هر اړخیزې سوداګرۍ ته هم اړتیا پیدا شوه. د درېیمې طبقې په نوم یوې ډلې په سیاست کې نفوذ وموند؛ یادې طبقې چاپخونې جوړې کړې او له دې سره په ډېره کچه کتابونه چاپ شول.
په رنسانس کې نوې وچې کشف شوې، اروپایان پر دې وتوانېدل چې امریکا او اسټرالیا کشف کړي او ځیني اسیایي هېوادونه یې هم لاندې کړل. همدارنګه فرهنګ وغوړېد، پوهه او علم عام شو. وړاندې به یوازې هغه کسانو د زده کړو حق در لود چې واک به ور سره و او یا به د فیوډالانو زامن او خپلوان وو؛ په ټولنه کې عام خلک له زده کړو بې برخې وو. نو کله چې رنسانس دوره په ټولنه واکمنه شوه، دا ستونزې یې له منځه یوړې او عامو خلکو ته هم د زده کړو زمینه برابره شوه.
دې ته ورته نورې اسانتیاووې هم رامنځته شوې چې ټولنې نوې بڼه ور سر خپله کړه؛ په ټولنه کې داسې پرمختګونه راغلل چې د تېر په پرتله بې ساري وو. رنسانس دوره بیاهم پر خپل ځای پاته نه شوه، فرانسه یې هم راوپرځوله. په فرانسه کې هم داسې حالات روان وو چې واک له ځمکوالو او فیوډالانو سره و؛ د ځمکوالو له خوا پر بېوزلو کسانو سخت او دردونکي ظلمونه کېدل.
د فرانسې په هېواد کې هم د عامو خلکو ژوند له لوی ګواښ سره مخ و؛ دوی هم دې ته ناست وو چې یو کس د ظالم حکومت پر وړاندې را پاڅي او له منځه یې یوسي. کله چې په فرانسه کې د انقلاب اوازې خورې شوې، ټول خلک په یوه خوله را پاڅېدل او د دې پاڅون کابوکول د هغه وخت ظالم واکمن ته ناشوني وو.
په ۱۸۰۴ زکال کې د فرانسې واک او چارې ناپلیون پر غاړه واخیستې. نوموړي د فرانسې پولې پراخه کې او ځینې نور هېوادونه یې هم ور سره کډ کړل؛ خو په ۱۹ مه پېړۍ کې روسیه پر دې وتوانېده چې ناپلیون ته ماته ور کړي او له دې ماتې وروسته نوموړي هم له دې نړۍ سره مخښه وکړه. له ناپلیون وروسته ځیني نور حکومتونه راغلل او فرانسه یې له سیاسي او اقتصادي پلوه په پښو ودروله.
د فرانسې هېواد ته رنسانس دوره له ایټالیا څخه راغله. کله چې د فرانسې او ایټالیې تر منځ سختې جګړې وشوې؛ په دې سره فرانسویانو ته دا زمینه برابره شوه چې په ایټالیا کې خپلې زده کړې وکړي. په ۱۶مه پېړۍ کې ایټالوي استادانو ته دا زمینه برابره شوه چې په ایټالیا کې تدریس وکړي او له دې سره په فرانسه کې رنسانس خپور شو.
په فرانسه کې د رنسانس تکړه او لوی کس پټراک و. نوموړي خپل ټول ژوند د یونان او روم د علم او هنر لوست ته بېل کړ؛ له ده وروسته دا خوځښت همداسې پاته نه شو. د پټراک شاګردانو یاد خوځښت ته دوام ور کړ او فرانسویان یې د دې دنیا پر خوند او رنګ پوه کړل.
هغه مفکرین چې په فرانسه کې یې رنسانس ته لاره حواره کړه؛ لکه رنه دیکارټ، پاسکال، ژان ژاک روسو او ولټر. دا هغه کسان دي چې په فرانسه کې یې رنسانس ته لاره حواره کړه او د رنسانس په خپرېدو کې یې لویه ونډه در لوده. دغه مفکرینو، فیزیکپوهانو، فیلسوفانو لیکوالو او شاعرانو په مختلفو برخو لکه: ادبیات، فلسفه، هنر، اخلاقي مسایلو، نفس، د فکرجوړونې اصولو او داسې نورو برخو کې لوی لوی کتابونه او اثار ولیکل. نو د رنسانس دورې خلک نوي ژوند ته وهڅول او د دې نړۍ له خوند څخه یې خبر کړل؛ په سیاسي، اقتصادي، ساینسي، ټولنیزو او داسې نورو برخوکې بې شمېره پرمختګونه رامنځته شول.