لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد
ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
فکر وکړئ چې حيوان په خپل چاپېريال کې رنګونه څنګه ګوري ؟ او آيا هغه څه چې مونږ يې په کومو رنګونو ګورو، همداسې يې ژوي او مرغان هم ګوري ؟ آيا انسانان او ژوي نړۍ ته په يوه سترګه ګوري ؟ او آيا دوي له ښکلو منظرو او بېلا بېلو ښکلو او زړه راښکونکو رنګونو څخه يو ډول خوند اخلي ؟
که موږ خپل چاپېريال ته وګورو ، نو په مختلفو ژويو او مرغانو مو سترګې لويږي، دوي ډول ډول رنګونه لري ، مونږ د پتنګانو او شوپرکونو له ښکلو رنګونو خوند اخلو ، د تاووسانو رنګينې او ښکلې بڼکې راته خوښي رابخښي او زړه ته مو آرام ورکوي .
دا چې ژوي په ښکلو منظرو کې بېلا بېل رنګونه ګوري ، او خوند ترې اخلي ، ددې راز په څه کې دي ؟
ځينو پوهانو يوازې د حشراتو رنګونه تر څېړنې لاندې نيولي او هغه يې تحليل کړي . په دې لړ کې هغوي هڅه کړې چې د رنګونو رازونه او ترمنځ يې توپيرونه مالوم او وڅېړي .
همدا راز پوهانو دا هم څېړلې چې حيوانات او مرغان په خپل چاپېريال کې مختلفو رنګونو ته څنګه ګوري او څنګه پرې اغېزې کوي .
چرګه او بنفشه يي رنګ :
په دې برخه کې پوهانو ځينې تجربې ترسره کړي ، دوي د کمان رستم په اوو رنګونو دانې وويشلې او بيا يې د چرګانو مخې ته وشيندلې . په پايله کې پوهانو ته دا روښانه شوه چې چرګانو له هغه ځايه دانې ډېرې خوړلې وې چې د سور ، ژېړ او شين ( زرغون ) رنګونو وړانګې ورباندې لګېدلې وې. دا په داسې حال کې ده چې له هغه ځايه يې دانې کمې خوړلې وې چې د آسماني رنګ وړانګې پرې پرتې وي .د يادونې وړ ده چې ، د بنفشه يي رنګ سيمې ته هيڅ ورنږدې شوي هم نه وې او يوه دانه يې هم ترې نه وه خوړلې . نو مالومه شوه چې چرګان د بنفشه يي رنګ وړانګو ته نه ورنږدې کيږي . او د حيرانتيا خبره خو لا دا ده چې دا په تجربو او څېړنو ثابت حقيقت دي چې د مرغانو لپاره داسې خواړه شتون نه لري چې آسماني رنګ او يا بنفشه يي رنګ ولري .
ليک لېږدوونکې کوترې او زرغون رنګ :
يادونه وشوه چې چرګان هغه ځاي ته نه ورنږدې کيږي چې هلته د بنفشه يي رنګ وړانګې خپرې وي ،دا چې شين رنګ پر ليک لېږدوونکې کوتره څومره اغېزه کوي ، په دې برخه کې پوهانو ځينې تجربې ترسره کړي ، دوي د سليوليد څخه په جوړو شويو عينکو باندې د ليک لېږدوونکې کوترې سترګې وپوښلې ، د يادونې وړ ده چې دا عينکې له مختلفو رنګونو څخه جوړې شوې وې . ددې لپاره چې دا ثابته شي چې آيا رنګونه د کوترو پر سترګو هم اغېزې کوي، او آيا دا کوتره بېرته خپل کور ته راستنېدي شي او که نه ي ، پوهانو د کوترې سترګې څو ځله په مختلفو رنګونو عينکو وپوښلې او په هواء کې يې خوشې کړه .
دوي ته په پاي کې دا ثابته شوه چې هغه عينکې چې ژېړ او سور رنګ يې درلود دکوترې په بېرته راستنېدو کې خنډ ونه ګرځېدې ، کوتره کولي شي چې له دغه دوه رنګونو څخه خپله مخه په څرګنده توګه وويني، خو هغه عينکې چې شين (زرغون ) او آسماني رنګ يې درلود، کوتره يې دېته نه پرېښوده چې خپله مخه وګوري او بېرته کورته راستنه شي، ددې عينکو په اچولو سره ورته هرڅه توره تياره ښکارېده .
د تاووس د ښکلا راز :
د تاووس ښکلا دهغې د بڼکو په مختلفو رنګونو کې ده ، خو پوښتنه داده چې دا رنګونه له کوم ځايه سرچينه اخلي ؟
آيا دا رنګونه له کيمياوي مادو څخه جوړ شوي او که کومه بله سرچينه لري ؟
هغه ښکلي او زړه راښکونکي رنګونه چې مونږ يې د تاووس او نورو مرغانو په بڼکو کې ګورو ، له هوايي پوکڼيو څخه سرچينه اخلي، دا هوايي پوکڼۍ د بڼکو په مختلفو برخو کې ځاي پر ځاي شوي دي .
تاسو به ليدلي وي چې کله رڼا د ښيښې له يوې ټوټې څخه تيريږي ، دا رڼا د کمان رستم اووه رنګونو ته تجزيه کيږي ، دلته هم داسې ده ، کله چې په دې هوايي پوکڼيو د لمر رڼا وغورځېږي او بيا شين ، ژېړ او سور رنګ ته تجزيه شي ،نو زمونږ سترګو ته مختلف رنګونه غبرګوي … الله جل جلاله ډېر ښکلي پيداکوونکي ذات دي ، او يوازې هغه د عبادت او ستاينې وړ دي .
د شاتو مچۍ د بنفشې نه آخوا رنګ پېژني :
د شاتو مچۍ ډېر رنګونه پېژندلي شي، ( ما وراء بنفشه ) يا له بنفشې نه آخوا رنګ هغه رنګ دي چې انسان يې نه شي ليدلي خو د شاتو مچۍ يې پېژندلي شي. د شاتو مچۍ سور رنګ نه شي پېژندلي او تک تور ورته مالوميږي .
آيا پيشوګانې او سپي د رنګونو تمييز کولي شي ؟
تجربو ښودلې چې پيشوګانې او سپي د رنګونو تمييز نه شي کولي .
آيا بيزوګان ( شادي )رنګونه پېژندلي شي ؟
تجربو ښودلې چې بيزو يا شادي د رنګونو تمييز کولي شي ، په دې لړ کې پوهانو ځينې تجربې ترسره کړې ، ساينس پوهانو په يوه زېرمتون کې خواړه کېښودل او په يوه ځانګړي رنګ يې دا زېرمتون رنګ کړ او بيا يې ورته بيزو ورخوشې کړه، په پاي کې پوهانو ته ثابته شوه چې بيزوګانې هغو زېرمتونونو ته نه ورتللې چې دهغې رنګ سره اشنا نه وې ، بلکې هغو زېرمتونونو ته ډېرې تللې چې دهغې رنګ سره بلدې وې .
آيا د سره رنګ ټوټه جنګي غوايان راپاروي ؟
پوهان په دې باور دي چې ډېري تي لرونکي ژوي د رنګونو تمييز نه شي کولي ، دوي په دې اند دي چې يوازې سره ټوټه لکه څنګه چې خلک په دې باور دي د جنګي غوايي په راپارولو کې رول نه لري ، بلکې دهغه مخې ته چې هر رنګه ټوټه وخوځول شي ، د غوايي پام ځان ته وراړوي او راپاريږي .
دا چې ډېري تي لرونکي ژوي د رنګونو تمييز نه شي کولي، دا دهغوي د ژوند کولو طريقې پورې اړه لري ، ځکه ډېري ژوي لکه زمريان او وحشي غواګانې او داسې نور ژوي د شپې لخوا په تياره کې ښکار کوي ، او همدا لامل دي چې ډېري تي لرونکي ژوي د رنګونو تمييز هم نه شي کولي .