• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

رنګونه زموږ پر ژوند څومره اغېز کوي ؟

Home روغتیارنګونه زموږ پر ژوند څومره اغېز کوي ؟
رنګونه زموږ پر ژوند څومره اغېز کوي ؟

رنګونه زموږ پر ژوند څومره اغېز کوي ؟

ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی

رنګونه زموږ په ژوندانه کې مهم رول لري…د انسان پر بدن فزيولوژيکي څېړنو ښودلې چې سور رنګ د زړه د ټکانونو د تېزوالي لامل ګرځي. او آسماني رنګ عصبي سيستم آراموي.

ځينو تجربو ثابته کړې ، هغه کسان چې درانده بارونه پورته کوي ، په ډېرې سختۍ سره هغه صندوقونه پورته کوي چې په ايره يي رنګ رنګ شوي وو … خو کله چې همدا صندوقونه بيا په زرغون رنګ باندې رنګ شول نوهمدې باروړنکو کسانو دا په آسانۍ سره پورته کړل… دا او دېته ورته نورو تجربو ښودلې چې رنګونه د انسان پر ژوندانه ډېرې اغېزې کوي ، نو له همدې لامله د اوسېدو خونې،دفتر،درسي خونې، د کار ځاي  او داسې نورو ځايونو په رنګولو کې مو  د خوښې رنګ ته ډېر  پام وکړئ . او داسې رنګ ورته وټاکئ چې پر تاسو مثبت اغېز وښندي .

لکه څنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه ، د حيرانتيا خبره خو لا داده چې رنګونه پر هغو کسانو هم اغېره لري چې ليدل نه شي کولي . او لامل يې هم  دهغو  انرژيو غبرګون ( انعکاس )دي چې دهغوي په بدن کې توليديږي. لرغونو چينيانو هم د نارغيو په درملنه کې دا نظريه پر مخ بيوله چې د ( فينج شوي ) په نامه ياديږي. او همدا راز فرعونيانو هم په اهرامو کې دننه د ميکروبونو د مخنيوي،د باکترياوو د وژلو او د موميايي ساتلو په موخه  د (  زرغون نه آخوا  ) رنګ څخه کار اخيست .

په عربي ژبه کې هم رنګ په ډېرو اصطلاحاتو کې کارول شوي دي او جلا جلا ماناوې افاده کوي … د بېلګې په توګه عربان وايې چې ( فلان يتطاير الشرر الاحمر من عينيه ) يانې د پلانکي له سترګو سرې لمبې راوځي … دا وخت په دې اصطلاح کې ځکه سور رنګ کاروي، چې د هغه په مخ کې وينه راټوليږي او تک سور مالوميږي .  نو سور رنګ د پياوړي کار په مانا راځي … او کله چې سور رنګ يو څه راکم شي او اغېزه يې هم کمه شي نو بيا ترې ګلابي رنګ جوړيږي، دا رنګ بيا په نرمۍ او خوشاله ژوند باندې دلالت کوي.په عربي ژبه کې ويل کيږي چې ( حياة وردية ) يانې ګلابي ژوند ، په دې جمله کې ګلابي رنګ خوشالي تعبير کوي يانې خوشاله ژوند .. خو تور بيا د رنګ او رڼا د نشتوالي مانا لري او د خپګان او مرګ  سمبول ګڼل کيږي .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

رنګونه ځينې راښکونکي او پاروونکي وي او ځينې يې سلبي بلل کيږي

رنګونه ځينې راښکونکي او پاروونکي وي او ځينې يې سلبي بلل کيږي

May 17, 2016

لیکنه:ډاکتر محمد السقا عيد ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی پاروونکي رنګونه :[...]

ام ورقة رضی الله عنها

ام ورقة رضی الله عنها

Nov 25, 2015

  ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی دا هغه صحابۍ وه چې[...]

فاطمه الزهراء رضی الله عنها

فاطمه الزهراء رضی الله عنها

Nov 29, 2015

لیکنه: عبدالحق ثاقب هزارناوی دا  میرمن خپل پلار رسول الله  صلی[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022