لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد
ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
سترګه نه شي کولي چې په تياره کې رنګونه تمييز کړي شي …
او کله چې تياره راشي ( د لمر د پرېوتو وروسته ، يا د څراغ له بندېدو سره )… سور رنګ له زرغون رنګ څخه نه پېژندل کيږي … او بيا په راتلونکي ترتيب سترګه د رنګونو د تميز وړتيا له لاسه ورکوي : بنفشه يي، آسماني، ژېړ او بيا وروسته زرغون رنګ. دا په دې مانا چې زرغون رنګ د نورو ټولو رنګونو په پرتله د شپې له مخې ډېر روښانه او ښه پېژندل کيږي . دا په داسې حال کې ده چې ژېړ رنګ د ورځې له مخې د نورو رنګونو په پرتله ښه پېژندل کيږي .
سور رنګ د شپې له مخې د سترګې د پردې هغه برخه نه راپاروي چې په تياره کې سور رنګ تمييز کړي . او همدا لامل دي چې د حساسو فلمونو د جوړولو پر مهال په تيارو خونو کې سور رنګ کارول کيږي .
په رنګونو د درملنې څرنګوالي
متخصصين وايې چې د هر بدن چاپېره سرابي يا سپک جسم وي، دا جسم د کمزورو رڼا ګانو له يوې ډلې څخه عبارت دي چې له بدن څخه چاپېره وي او له څو مختلفو رنګونو څخه جوړ شوي وي، او له دې رنګونو څخه يې هر يو په بدن کې په يوه ځانګړې برخې پورې تړاو لري.د بېلګې په توګه سور رنګ د لاسونو ، پښو، وينې او پښتورګو لپاره. ژېړ رنګ د عصبي سيستم لپاره، بنفشه يي رنګ د زړه لپاره. او د هر انسان د سرابي يا سپک جسم رنګ د عاطفې ، روح او جسم له پلوه دهغه روغتيايي حالت غبرګوي .
د درملنې په دې طريقه کې متخصص رنځورپوه لومړي ناروغي تشخيصوي ، بيا په ناروغۍ اخته برخه ځانګړو رنګونو ته وړاندې کوي ترڅو روغه شي او خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي.
د انسان کرکټر
دهغه د خوښې
له رنګونو پېژندل کيږي
مصري څېړونکي ډاکټر او انجينير حاتم فوزي چې له ( ساوت هامپتون ) پوهنتون څخه يې په رنګونو کې دکتورا کړې ، د رنګونو په اړه وايې : ( رنګونه د انسان کړنو او د هغه د ځانګړنو او صفاتو سره ډېرې اړيکې لري …… او د انسان د خوښې له رنګ څخه دهغه ذوق او نفسي اړتياوې مالوميږي .
په همدې بنسټ ارواپوهنه وايې :
(ته راته ووايه چې کوم رنګ دې خوښيږي…. نو مخکې تر دې چې د ځان په اړه نور څه ووايې ، زه درته وايم چې ته څوک يې .)
دا په دې مانا چې د انسان د خوښې رنګ د هغه په اړه ډېر څه وايې .
په راتلونکو څو مخونو کې به د هر رنګ پر ځانګړتياوو وغږيږو، او که تاسو د خپلې خوښې رنګ نه لرئ،نو کولي شې چې له همدې شېبې ځان ته داسې رنګ غوره کړئ چې پام مو ورواړوي . په دې سره به تاسو خپل مزاج او سلوک په سمه توګه وپېژنئ ، او دا به درته مالومه شي چې کوم وخت ، کوم رنګ پر تاسو اغېزه کوي او په اروائي حالت کې مو بدلون راولي . نو له همدا اوسه مو ځان ته رنګ وټاکئ.