• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

رنګ څه ته وايې ؟

Home ساینس او ټکنالوژيرنګ څه ته وايې ؟
رنګ څه ته وايې ؟

رنګ څه ته وايې ؟

 

ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی

رنګ د سترګو پر پرده رامنځته شوي فزيولوژيکي اغېز ته وايې … دا اغېز کېداي شي له رنګينې مادې رامنځته شوي وي يا له رنګينې رڼا څخه … نو په دې ترتيب رنګ يو احساس دي او په ژونديو ژويو کې له عصبي سيستم څخه دباندې کوم شتون نه لري … خو له بل پلوه انځور ويستونکي  او هغه کسان چې د رنګمالۍکارونه کوي يا په مطبعو او چاپځايونو کې په کارونو بوخت وي، هغوي د رنګ کلمه هغو توکو ته وايې چې دوي يې د شيانو د رنګولو لپاره کاروي .  

د طبيعي علومو پوهان وايې ،  چې رنګ د رڼا د تجزيې يا photolysis   پايلې ، يا د رڼا د څپې اوږدوالي ته وايې. په حقيقت کې د رنګ ماده او رنګينې وړانګې دواړه شتون لري.    

د طبيعي علومو پوهانو د رنګ لپاره راتلونکي درې طبيعي ځانګړتياوې ټاکلي دي:

۱-  د څپې اوږدوالي : که د بېلګې په توګه هغو وړانګو ته ځير شو چې د لمر رڼا تشکيلوي، نو هغه د رنګين کمان ( کمان رستم ) رنګونو ته ويشل کيږي ( بنفشه يي،آسماني، زرغون … ) دا هغه رنګونه دي چې د څپو ځانګړي اوږدوالي لري. او ځينې وړانګې داسې دي چې سترګې يې نه شي تميزولي. لکه د سور نه ښکته څپې (   infrared  ) او بنفشې نه آخوا څپې (     ultraviolet     )

۲- پاکوالي او روڼوالي : يانې د رنګ او په هغې کې چې د سپينوالي کومه اندازه شته دي ، دهغوي ترمنځ ورته والي .  

۳- د ځلا عامل : يانې له رنګ څخه د رڼا غبرګه ( منعکسه ) شوې اندازه . نو په دې سره زمونږ سترګې کولي شي چې دا اووه رنګونه تميز کړي ( بنفشه يي ، نيلي، آسماني، شين،ژېړ،نارنجي، سور ) او  همدا راز کولي شو چې ددې غبرګې رڼا په برکت سره هغه رنګونه هم وپېژنو چې له دې اووه رنګونو څخه راوځي او ورڅخه سرچينه اخلي .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د څارويو مختلف رنګونه

د څارويو مختلف رنګونه

Oct 29, 2015

لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد ژباړه: عبدالحق ثاقب هزار ناوی د[...]

سره رڼا

سره رڼا

Mar 13, 2016

لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی ډېري وختونه[...]

په رنګونو درملنه ـ ۲ برخه

په رنګونو درملنه ـ ۲ برخه

Oct 8, 2015

لیکوال: ډاکتر محمد السقا عيد ژباړن: عبدالحق ثاقب  هزارناوی دانسان په[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022