لیکنه: باز محمد منګل
کیداشي عادي وي په ټولنه کې یو شخص هم د ټولنیز موقف له پلوه په ټیټه سطحه کې وي او یا به بې وسه وي، هغه خوار او سپک و ګڼو او له پامه یې وغورځوو. خو یو مشر او رهبر، دې ته پام نه کوي چې نور په کوم ټولنیز موقف کې دي. دې ته پام کوي چې د هغو په ژوند کې کوم ځواکونه او استعدادونه شتون لري. هر کله چې یو مشر یا رهبر د نورو امکاناتو ته پاملرنه و نه کړه او حتی هغه یې د خپلې مخې خنډونه وګڼل چې ګواکې دوی به د ده په لاره کې ستونزې جوړې کړي، دا مشر او یا رهبر له پرمختګه وروسته پاتې کیږي.
خو که هغه چیرته ووایي: هو زه چمتو یم چې له دې شخص سره مرسته وکړم چې په خپل ژوند کې وده او پرمختګ وکړي او یو څه ترې جوړ شي؛ هغه مشر یا رهبر ته به د هغه شخص په اړه متفاوت لیدلوری ورکړي. کله چې هغه بل شخص پانګه اچونه کوي، یعنې د هغه د زده کړې او روزنې لګښت په غاړه اخلي، دا شخص ویني چې مشر یا رهبر هغه ته ارزښت ورکوي. په بله معنی هغه په دې پوهیږي چې له مشر یا رهبر سره د ده قدر دی او اهمیت ورته لري. دا کار د هغه د هڅونې لامل کیږي چې نه ستړی کیدونکې کار وکړي.
دا د قضیې یو اړخ وي چې مشر یا رهبر په اشخاصو پانګه لګوي، خو د قضیې بل اړخ دا دی چې هغه پانګه اچونه چې رامنځته شوې ده، په دوامداره توګه وڅاري چې څنګه وده کوي.
زموږ د ګران افغانستان لویه ستونزه دا ده چې زموږ ځوانان او علمي کدرونه له وهیواد څخه بهر په تیښته کې دي. یو مشر او رهبر مو پیدا نه کړ چې ځوانانو ته ارزښت قایل شي او خپل ځوانان او علمي کدرونه په خپل غیږ کې ونیسي. د همدسې مشر یا رهبر په هیله.
Like this:
Like Loading...