روح الامین حسن د استاد محمود حسن کامه وال زوی او د مولوي محمد هاشم کامه وال لمسی دی.
د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د پاکستان په نړیوال اسلامي پوهنتون کې یې د شرعیاتو او قانون په برخه کې زدکړې کړي، اوس مهال د هېواد دېننه د عهد په نامه NGO انجياو کې د قانون د برخې د څیړونکي په حیث کار کوي.
ښاغلی حسن د ټولنیزو مسایلو په اړه لیکنې تبصرې کوي چې په ګڼ شمېر مجلو او ویب سایټونو کې خپرې شوي. اوس مهال لومړيتوب ویب سایټ ته علمي او مسلکي لیکنې کوي.