که تاسې په بلجیم کې نوي یاست، نو د “میتولیتېت” یا “زیکېفوندس” کلمه به مو حتماً اورېدلې وي. دا په بلجیم کې د روغتیايي بیمې یو بنسټیز سیستم دی چې پوهېدل پرې د هر اوسېدونکي لپاره اړین دي.
میتولیتېت څه شی دی او ولې اړین دی؟
میتولیتېت د روغتیايي بیمې یو صندوق دی. په بلجیم کې د هر اوسېدونکي لپاره، که کار کوي او که نه، اړينه ده چې د دې صندوق غړیتوب ولري. دا سیستم ډاډ ورکوي چې هر څوک په مناسبه بیه روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ولري. ستاسو د غړیتوب لګښت معمولاً ستاسو د میاشتني معاش یا عاید څخه د ټولنیزو ونډو (social security contributions) په بڼه اخیستل کیږي.
دا سیستم څنګه کار کوي؟
کله چې تاسې ډاکټر ته ځئ، درمل اخلئ یا په روغتون کې بستر کېږئ، ستاسې د لګښتونو یوه برخه لګښت پخپله ورکوئ او پاتې برخه یې د همدې سیتسم یا صندوق لخوا ورکول کېږي. یا لومړی تاسې د ډاکټر یا درملتون ټولې پیسې ورکوئ، ډاکټر یا درملتون تاسې ته یو رسمي سند یا (getuigschrift) درکوي. تاسې باید دا سند خپل د بیمې صندوق (میتولیتېت) ته وسپارئ. هغوی د لګښت لویه برخه بیرته ستاسې بانکي حساب ته استوي. هغه وړه برخه چې تاسې یې پخپله ورکوئ د “remgeld” په نوم یادیږي.
څنګه یو میتولیتېت انتخاب او غړیتوب یې ترلاسه کړو؟
په بلجیم کې بېلابېل میتولیتېتونه شته (لکه CM, Solidaris, Liberale, Neutrale). د ټولو بنسټیز خدمات یو شان دي، خو په اضافي خدماتو او د کلنۍ غړیتوب په فیس کې لږ توپیرونه لري.
انتخاب: تاسې کولی شئ د خپلو اړتیاوو سره سم یو انتخاب کړئ.
وړیا انتخاب: یو دولتي صندوق هم شته چې HZIV/CAAMI نومیږي. دا صندوق وړیا دی او یوازې بنسټیز یا لومړني خدمات وړاندې کوي، ممکن ځینې لګښتونه او مصارف ټول ستاسې په غاړه پاتې شي او دوی درسره مرسته ونه کړي.
غړیتوب: د غړیتوب لپاره تاسې خپل د هویت کارت او ملي شمېرې (rijksregisternummer) ته اړتیا لرئ. د نوم لیکنې وروسته، تاسې ته سټیکرونه (kleefbriefjes) درکول کیږي چې د ډاکټر په سند یې لګوئ او خپل میتولیتېت ته به یې استوئ.
د میتولیتېت غړیتوب تاسې ته دا ډاډ درکوي چې د ناروغۍ پرمهال به له درانه مالي فشار سره نه مخ کېږئ او ټول لګښتونه به ستاسې په غاړه نه وي.
سرچینه: د بلجیم د روغتیا او ټولنیز امنیت رسمي ویبپاڼې.
Photo by Vitaly Gariev on Unsplash
