د روژې مبارکه میاشت د مسلمانانو لپاره د رحمت، مغفرت او د دوزخ له اوره د خلاصون میاشت ده. روژّه د عربي ژبې له رمضان (رمض) څخه اخیستل شوې؛ چې د شدیدې او سوځوونکې تودوخې مانا لري. ځنې علما یې د تسمیې وجه دا بولي چې پدې میاشت کې د ښو کړنو په ترسره کولو سره تیرې کړې ګناوې سوځول کیږي.
په قران عظیم الشان کې د صوم (روژې) کلمه د مطلق بندوالي په مانا سره هم راغلې ده. الله تعالی د قران عظیم الشان د مریم د سورت په ۲۶ آیت کې فرمايي:
فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا ۖ فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَٰنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنسِيًّا
ژباړه: نو وخوره، وڅښه او خپلې سترګې (عیسی ته په کتو سره) یخې کړه. بیا که کوم یو انسان دې ولیدی، نو ورته ووایه چې ما د الرحمن لپاره روژه نذر منلې ده. له دې امله به نن زه له هیچا سره خبرې نه کوم.
په شریعت کې د نیت پر بنا د ټاکل شوو شیانو(خوراک، څښاک او جماع) څخه په ټاکل شوي وخت کې (له صبح صادق څخه تر لمر لویدو پورې) د یو مکلف شخص (عاقل او بالغ او که ښځه وي د حیض او نفاس څخه پاکه وي) لخوا پر خپل نفس باندې بندیز لګولو ته روژه وايي.
مسلمانان مکلف دي چې د اسلامي کالیزې نهمه میاشت روژه ونیسي، د فرضیت دلیل یې د بقرې د سورت ۱۸۳ آیت دی؛ الله تعالی پکې فرمايي:
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُتِبَ عَلَيۡكُمُٱلصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ
ژباړه : اې د ايمان خاوندانو ! په تاسو باندې روژې فرض کړى شوې دي لکه څرنګه چې له تاسو څخه په مخکنيو خلکو باندې فرض کړى شوې وې، د دې لپاره چې تاسو متقيان او پرهيزګار جوړ شئ.
[ استاد رافعي رحمه الله فرمايي: تقوا د پرهیزګارۍ او ځان ساتنې په مانا ده چې بدن د حيواني ژوند له حالته وساتل شي او روح پرې لوړ شي؛ که داسې ونه شي، نو انسان د خپلې خېټې او شهوت مزدور دی. نوموړی د خپلې خبرې لپاره د بخاري او مسلم شریف پر دې حدیث استدلال کوي چې «الصوم جنة» یعنې روژه ژغورنه ده. لکه په جګړه کې ډال، روژه هم انسان له حیواني شهوتونو او شرونو ژغوري.]
د روژې د مبارکې میاشتې تر شا اوږده فلسفه پرته ده؛ دا چې ولې به فرض شوې وي، څه ګټې لري او نور؛ دا یو اوږد بحث دی. پدې لیکنه کې غواړم چې تر خپلې وسې یې یواځې پر اقتصادي اړخ لنډه کتنه ولرم.
د روژې د مبارکې میاشتې یو حکمت دا دی چې شتمن او مالداره خلک پکې دغریبو له حاله خبریږي؛ د لوږې سختي درک کوي او د نیستمنو خلکو سره پکې د مرستې احساس روزل کیږي.
د حضرت یوسف علیه السلام په اړه راځي چې کوم وخت ملک کې قطحي راغله، سره له دې چې هغه سره ډيره زیاته غله او خزانه وه مګر یوازې ددې لپاره یې په مړه خیټه ډوډۍ نه خوړه چې د وږو خلکو خیال یې له زړه ونه وځي.
د اسلام مقدس دین یوازینی دین دی چې د ټولنیز عدالت د تامین لپاره کار کوي؛ پانګوال نظام د غریبو له ستونو ډوډۍ اوباسي او د مالدارو په خولو یې ورمنډي او اشتراکي نظام بیا مساوات غواړي چې دا هم هر وخت د عدالت په مانا نه دی.
اسلام مسلمانان د غریبو خلکو سره مرستې ته تشویقوي؛ لاندې حدیث شریف یې یوه بیلګه ده:
عَنْ حُصَيْنِ بْنِ مَالِكٍ ، سَمِعَ ابْنَ عَبَّاسٍ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، يَقُولُ : مَنْ كَسَا سَائِلا ثَوْبًا ، كَانَ فِي حِفْظِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ مَا كَانَ عَلَيْهِ قِطْعَةٌ . رواه الترمذي
ژباړه: حصین بن مالک له ابن عباس رضي الله عنه نه اوریدلي، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي چې ویل یې: څوک چې سوالګر ته جامې ورواغوندي هغه به تر هغه د الله ج په ساتنه کې وي تر څو چې په سوالګر باندي د دې جامو یوه ټوټه، هم پرته وي.
الله تعالی د روژې په مبارکه میاشت کې د ټولنې د غریبې او مسکینې طبقې سره د مرستې لپاره په شتمنو مسلمانانو ځانګړې صدقې او مسولیتونه واجب کړي چې ښه بیلګه یې د فطر صدقه ده.
کوم مال چې د الله تعالی د رضا لپاره د هغه په لار کې د ټولنې غریبو او محتاجو خلکو ته ورکول کیږي او یا د خیر په کوم بل کار کې په مصرف رسیږي، صدقه نومیږي.
صدقه په درې ډوله ده؛ لومړی ډول یې فرضي صدقې دي لکه زکات، دوهم ډول یې واجبې صدقې دي لکه قرباني او دریم ډول یې نفلي صدقې دي لکه خیراتونه.
د فطر معنې د روژې ماتول یا خوړل دي؛ خدای تعالی په خپلو بندګانو باندې د روژې د مبارکې میاشتې د ختمیدو سره د شکرانې په ډول د فطر صدقه واجبه ګرځولې. د امام ابوحنیفه د مذهب پر اساس دفطر صدقه په هر هغه مسلمان سړي ،ښځې او نابالغ واجب ده چی د خپلو اساسي اړتیاوو وراخوا د دومره مال لرونکی وي چه دزکات نصاب ته ورسيږي. د امام شافعی او امام مالک په مذهب کې بیا که څوک د يوې شپې او ورځې د تيرولو توان ولري، نو صدقه فطر ورباندې واجبه ده .
صدقه فطر باید هماغه کسانو ته ورکړل شي چې د زکات مستحقین دي؛په دې اړه الله تعالی د قران عظیم الشان د التوبه د سورت په ۶۰ آیت کې فرمايي:
إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
ژباړه: دا صدقې خو په اصل کې د فقیرانو او مسکینانو لپاره دي، او د هغو خلکو لپاره دي چې د صدقو د چارو مامورین وي، او د هغو لپاره چې زړونه یې په لاس راوړل مقصد وي. دغه راز دا د غاړو د ازادولو او د پوروړو د مرستې لپاره د خدای په لار کې او په مسافرپالنه کې د استعمالولو لپاره دي. د الله له لورې یوه فریضه ده؛ او الله ج په هر څه پوهېدونکی او د حکمت څښتن دی.
د فطر صدقه په ټولنه کې د اقتصادي نا انډولۍ او فقر د کمښت یوه موثره لار ده. د فطر صدقه به ونشي کړی چې د ټولنې ټولې اقتصادي ستونزې حل کړي، مګر لږ تر لږه به د خلکو تر منځ د انساني همدردۍ، مرستې او کومک احساس پیاوړی کړي؛ او لږ تر لږه به د بیوزلو هغه کورنۍ چې په نورو ورځو کې یې یوې مړۍ ډوډۍ ته سترګې راوتې وي، د لوږې احساس هیر کړي.
اوس راځم د هیوادونو پر اقتصاد د روژې اغیز ته!
د هیوادونو پر اقتصاد د روژې د اغیزو په اړه ځنې غلط تصورات موجود دي. په خلکو کې خپور شوی اند دا دی چې روژه د فردي مولدیت د کمښت سبب ګرځي؛ د ټولنې پر عمومي اقتصاد منفي اغیز لري او اقتصادي چټکتیا کمزورې کوي. خو دا فکر ډیر وخت سم نه راخیژي.
پدې موضوع ځنې شوې څېړنې ښيي چې په ډيرو مسلمانو هیوادونو کې روژه پر اقتصادي فعالیتونو کوم ګواښوونکی اثر نه لري، بلکې یواځې د اقتصادي فعالیتونو د سرته رسولو ډول او وخت پکې بدلون مومي.
ډیر اسلامي هیوادونه د نړیوالو سره د رقابت په پار مختلفې سوداګریزي پالیسۍ په کار اچوي، تر څو د روژې په سبب پر تولید او اقتصادي فعالیتونو کې د احتمالي کمښت ستونزه جبران کړی شي. د بیلګې په ډول د انډونیزیا او مالیزیا ځنې کمپنۍ پر ځای ددې چې د کارکوونکو په کاري ساعتونو کې کمښت راولي، د هغوی کاري ساعتونه مخته کوي. یا په سعودي عربستان کې چې د خدماتو وړاندې کوونکي یې اکثره د غیر مسلمانو هیوادونو اصلي اوسیدونکي دي، په روژه کې یواځې مسلمانو کارکوونکو ته د کاري ساعتونو تخفیف په نظر کې نیسي.
خو داسې هیوادونه، چې اکثریت یې مسلمانان تشکیلوي، هم شته چې خصوصي او دولتي سکتور دواړه یې د روژې په میاشت کې په کاري ساعتونو کې له دوو تر درېوو کمښت راولې تر څو یې کارکوونکي د خپلو دینو مسولیتونو د ښې ترسره کونې لپاره کافي وخت ولري.
د Dinar Standard په نامه د یوې سوداګریزې مجلې د ۲۰۱۱ کال څېړنې ښيي چې په روژه کې په اوسط ډول د ټولو مسلمانو هیوادونو داخلي تولیدات ۷.۷ سلنه تنزیل لري؛ مګر ددې پریوتنې تاثیرات لنډ مهاله وي؛ د روژې د میاشتې له ختمیدو وروسته کارکوونکي د نسبتا لوړ روحي سکون سره کار ته راګرځي؛ د عادي حالت په نسبت ډير کار کوي او په ډيره لنډه موده کې د روژې په سبب رامنځته شوي ټول کاري خسارات جبرانوي.
Filipe C. او David Y.D په کال ۲۰۱۳ کې پر اقتصادي ودې او ټولنیزې هوساینې د روژې اغیز څېړلی. ددوی څېړنه هم تقریبا د Dinar Standard د پایلو سره ورته پایلې لري. دوی وايي چې په مسلمانو هیوادونو کې د روژې په سبب د کاري ظرفیت (!) او ساعتونو کمښت، د کارکوونکو په مولدیت منفي اغیز لري؛ خو په ټولنیزه هوساینه او فکري سمون یې تاثیرات مثبت ارزول شوی. لیکي چې په یاده میاشت کې مسلمانان له ژونده خوشاله بریښي، ټولنیزې اړیکې یې پراختیا مومي او انساني همدردي پکې د نورو ټولو وختونو په نسبت ډيره لیدل کیږي.
د امریکې د هارورډ پوهنتون نه هم محمد الایسیس په کال ۲۰۱۰ کې د اولسو (۱۷) مسلمانو هیوادونو په مالي مارکیټونو کې د وروستیو ۲۱ کلونو د ورځنیو عوایدو او خرڅون مقایسوي څېړنه کړې.
د څېړنې پایلې ښيي سره له دې چې په یاده میاشت کې مارکیټونو په خپلو قیمتونو کې کمښت درلود، مګر بیا هم د نورو میاشتو په نسبت پکې ورځني عواید حتی څو چنده لوړ شوي و.
له خولې تړلو وراخوا د روژې د مبارکې میاشتې ټولنیز او روحاني اړخ هم د بحث وړ دی؛ په دغه مبارکه میاشت کې د کال د نورو وختونو په نسبت د هر نیک عمل ثواب څو چنده ورکول کیږي، همدا علت دی چې د نړۍ ډير شتمن مسلمانان د بیوزلو سره په اقتصادي ډول مرسته کوي. که له یوې خوا مجموعي تولیدات کمښت مومي، له بلې خوا اقتصادي مصارف د نورو وختونو په نسبت ډیرښت پيداکوي. د Nielsen Indonesia د ۲۰۱۰ کال څېړنه ښيي چې د انډونیزیا د روژې په میاشت کې د مصرفي توکو خرڅون د نورو ټولو میاشتو په نسبت ۹.۲ سلنه ډيروالی درلود.
ددې ډيروالي اساسي علت د ټولنې د فقیر قشر سره د شتمنو مالي مرستې ښودل شوي چې د انساني همدردۍ او دیني وجیبې په ډول یې سرته رسوي او بیوزلي کسان پکې د توکو د اخیستلو وړتیا پيداکوي.
You also might be interested in
لیکنه: احمدسینا سباوون پرون ولسي جرګې د ولسمشر هغه پرېکړه چې[...]
ایا تراوسه مو پدې فکر کړی چې خلک ولې ژاړي؟[...]
لومړۍ برخه – احمد سينا سباوون – په نړیوالو اقتصادي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی