و، نه و، یو وخت و چې په یوه نایابه ښکلا مین شوم او د محبت په دې سمندر کې دومره ژور لاړم چې ټول هوس رانه پردي شول بس یوه سوچه ښکلا ، د ښایست ملوکه او حسن لرونکې پیغلا مې نظر ته راغله ا، چې یو نا اشنا انځور یې جوړ کړی وه دا سپرلنۍ ښکلا او سنبلي زلفې د ښایست پرښته نه، نه .. د جنت د حورو سرداره ښکارې ده، چې سین یې هم درناوي ته ولاړ، شور او غوغا یې په خاموشۍ کې پټه، تنګۍ څانګې یې په مخ راخورې، شاوخوا یې دا عجیبه رنګونه، د خاموشۍ دا سندریزې نغمې او زما دا لیوني کاته لکه نادیده چې څه لیدلي نه وي، خو ريښتیا هم کله مې دا ننداره په خوب هم نه وه لیدلې.
دا د خدای طبیعت ته وه حیرانه خو زه دې ته وم حیران، هغه په طبیعت کې ورکه او زه په هغې کې ورک وم، چې مې کاته د لمر خاته له لوري د باران له څاڅکو وړاندې یو نري شمال څه یوه نوې ننداره جوړه کړه او پر مخ پرتې تورې تنکۍ څانګې یې په شا واړولې له مخ یې عجیبه رڼا خوره شوه او دې سره سم یو خوندر پسرلني باران د طبعت ښکلا لا پسې رنګینه کړه هر څه په یو نوي رنګ خپله څیره ښکاره کړه.ش
هر څه لامده او خیشته شول، خو د هغې په سر تور تارونه له هم باد هماغسې سپوره او پریشانه رپول ځکه د هغې سر هم یوې ښکلا پوخلی وو، خو زه له ځانه خبر نه وم، چې زما څه حال دی نه په باران او نه په شمال پوهیدم بس ورو، ورو نږدې ورتلم، چې یو ناڅاپه یو څاڅکې یې له سترګو لمدې ځمکې ته منډه واخسته او زر مې لاس ور اوږد کړو او ځمکې ته مې پرې نه ښوده، خو چې په ورغوي مې ولګېده، نو بدن مې زیږ غوندې شو، چې مې ورغوي ته کاته، نو رانه ورکه شوه ټول لوند خشت وه بس هغه پرې خوده لکه لیونۍ په اوښکې پسې په ورغوي وګرځیدم وګرځیدم، خو په لاس رانه غله خو له لستوڼي مې ښې ډېرې اوښکې څڅیدې په هر یو څاڅکي مې د اوښکې شک راته خو هغه به هم رانه تر ځمکې لاړه او هلته به ورکه شوله هر څه لامده ښکارې ده پوه شوم چې په ما هم باران وریدلی دی.
تاسو پوهیږئ هغې اوښکې پسې مې ډیرې اوښکې ولیږلې خو هغه مې بیا په سترګو ونه لیده او همدلته مې د هیلو جنازه پاتې شوه نه چا دعا ورته کوله او نه یې چا فاتحه واخسته لکه یتیم داسې بې نوا لاړې او د زړه له درده مې ورته دا وویل :
زئ امیــــدونو تاسو لــږه شان رڼا پیدا کړئ
د ارمانونو غم ونه کړۍ په غم کړي مې دي
بس له دې سره مې په غم لړلي ارمانونه راټول کړه، چې څوک مې ونه ګوري او له خدایج مې دا سوال وکړ چې :
ډنــــډ ته مې ورټوپ کړ خو لوند نه شوم
یـه خـدایـــه ! بــــاران وکـړې چـې وچ شمه
اوضاع بدله شوه او هوس هم بیرته راټول شول هر څه بدل ښکارې ده، نه زه پړ وم او نه د هغې کومه ګناه وه ځکه زما ټولې خبرې یو ریښتینې دروغ وو او هغه یو ریښتینی انځور وه، چې زما په تصور کې ښکل شوې وو او زه یوازې په یو ښکلي انځور کې ډوب شوی وم، چې نه ریښتیا وو او نه دروغ.
بس د استاد څپاند په دې بیت یې درخلاصوم:
څوک به څه پوهیږي هر چاته یې ښایه
خــو کــیسه درســـره ســاتــه د تصویـر