• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ریاضیات مینه ناک دي

Home انجينیريریاضیات مینه ناک دي
Obaid Wardak پوهیالی عبیدالله وردګ

ریاضیات مینه ناک دي

لیکنه: پوهیالی عبیدالله وردګ

ډېری وخت اورېدل کېږي چې له ریاضیاتو سره مینه نلرم، د ریاضیاتو زده کړه را ته ستونزمنه ده خو دا سمه نه ده ځکه ریاضیات زموږ او ستاسو په وجود کې د ننه او بهر شته یواځې د ریاضیاتو پېژندنه مهمه ده چې ایا هغه لرو او کنه؟
نیوټن د ریاضیاتو په هکله وایې چې ریاضیات یو ډېر ساده او ښکلی علم دی چې هر څوک په آسانۍ سره کولی شي ورته لاسرسی پیدا کړي، هغه په خپل یو کتاب کې وایي چې که تاسو واورېدل چې ریاضیات ښکلي نه دي نو ورباندې باور مه کړئ ځکه ریاضیات ښکلي او مینه ناک دي، پېژندنه یې هر څه روښانه کوي.
خو دا یوه عامه پوښتنه ده چې موږ ولې له ډېرو داسې زده کوونکو سره مخ کېږو چې هغوی د ریاضیاتو په زده کړه کې ستونزې لري، له ریاضیاتو ډار او وېره لري.
د دې پوښتنې ځواب دومره ساده نه دی چې په څو جملو کې یې خلاصه کړو خو زده کړه او په ځانګړي ډول د ریاضیاتو زده کړه بېلا بېل اړخونه لري لکه د یو زده کوونکي د ژوند کچه، ټولنیز چاپېریال، د درسي کتابونو د تنظیم ډول، د زده کړې پروګرام او کریکولم، د ښوونکي چلند او د هغه د تدریس مېتود، او نور…

How-Much-Does-Math-Matter-600x382-500x318
چې هر یو باید په جلا جلا توګه تحلیل او تجزیه شي تر څو مطلوبې او د قناعت وړ نتیجې ته ورسېږو ځکه د پورتنیو یادو شویو عواملو څخه هر یو په زده کړه په ځانګړي ډول د ریاضیاتو په زده کړه مخامخ تاثیر لري.
د هرې موخې او هدف د لاسته راوړلو لپاره زیار ایستل کېږي تر څو مناسب لار غوره شي چې ژر مو موخې ته ورسوي د بېلګې په توګه د سېل مرض لپاره به دا مناسبه نه وي چې یخې سیمې ته ناروغ انتقال شي تر څو روغتیا ومومي.
دکارت مشهور ریاضي پوه د یو ریاضي پوه د کار لارې او شېوې په هکله وایي چې “د یوې موضوع په مطالعه او څېړنه کې د بل چا عقیدې او باور ته یا هم خپل ظاهري لید ته مه تسلیم کېږه او خپله څـېړنه وکړه تر هغه چې موضوع ډېره واضح ولیدل شي یا هم په قیاسي شکل یې سموالی مالوم شي” د ریاضیاتو په زده کړه کې باید ډېر وخت له ځان څخه پوښتنه وکړې چې ولې؟
د ریاضیاتو زده کوونکی دې په اسانه قناعت نه کوي هر کله چې پوښتنه کوي نو د پوښتنې ځواب دې دقیق او په سمه توګه لاسته راوړي دبېلګې په توګه که یو څوک وپوښتي چې ورېځې ولې د ځمکې پر سطحه نه پاتې کېږي چې پورته ځي؟
د نورو ځوابونو ترڅنګ شاید د یو چا ځواب دا وي چې دا د ورېځې خاصیت دی چې د ځمکې له سطحې پورته ځي، دا ځواب ناسم نه دی خو پوره او مناسب ځواب هم نه دی دلته پر دې ځواب قناعت د دې ښکارندوی دی چې موږ څه زده نکړل او مطلوب ځواب نشته دی نو باید نوره څېړنه وشي تر څو مناسب ځواب تر لاسه کړو.
د “ولې” کلمه په ریاضیاتو کې ډېره د اهمیت وړ ده او ریاضي پوه یا د ریاضیاتو زده کوونکی اړ باسي تر څو څېړنه وکړي چې په پایله کې ډېرې ښې او د قناعت وړ پایلې په لاس راوړي.
د ریاضیاتو په زده کړه کې د ښوونکي د درس میتود مهم دی خو د دې تر څنګ باید زده کوونکي هم خپلې وړتیاوې په کار واچوي او هره مسئله ښوونکي ته پرې نږدي تر څو هغه یې حل کړي، د زده کوونکي په وسیله د یوې مسئلې حل چې خپله ورباندې فکر او کار کوي د ښوونکي له ډېرو مسئلو ګټور دی.
په پایله کې دا ویلی شم چې له ښوونکي څخه د زده کړې تر څنګ باید یو زده کوونکی خپله هم بېلابېل موضوعات له مختلفو اړخونو مطالعه او وڅېړي، نوښتونه را منځ ته کړي چې د دې سره به د دوی علمي شخصیت لوړ او پر ځان به یې باور ډېر شي چې په راتلونکې کې په خپله د مسائلو حل ته مخه کړي او نن ورځ سره له دې چې د زده کړو په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو بهیر پڅ روان دی خو زده کوونکي دې له مختلفو سرچینو ګټه واخلي تر څو یو ځای ته ورسېږي او ریاضیات د علومو مور دې پر خپل اصلي او واقعي ځای کېنوي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022