• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ریالیزم

Home فلسفهریالیزم
ریالیزم

ریالیزم

لیکنه: غرڅنۍ ساهو
ریالیزم څه دی؟ څومره يې پیژنئ؟ آیا ریالیست يي!؟
ریالیزم هغه ادبي او هنري مکتب دی، چې د ژوند ټول واقعیتونه ښکاره کوي. په دې مکتب کې د ژوند ټولو اړخونو ته په پام کې نیولو سره، له خیال او مبالغې نه لري څېړل کیږي. په ریالیستې ادبیاتو کې له تخیل څخه کار نه اخیستل کیږي، خبرې رښتنې، لوڅې او په ورایه وي.
ریالیست لیکوالان نه یواځې واقعیتونه په ګوته کوي، بلکې لاملونه يې او د حل لارې يې څاري.
ریالیزم مکتب په نړیوالو ادبیاتو کې ډیر لرغونی تاریخ لرې، چې د یونان مشهور شاعر (هومر) د ریالیزم او ابدالیزم مکتبو پلار دی. په لومړی ځل ریالیزم د نقاشی په هنر کې خپل څرک ښکاره کړ. کوستاوکوربه له مخکښانو څخه يې و. په دغه سبک نقاشې کې یو انځور له خیال، افسانې، جادو او مجازی نړۍ څخه لري په حقیقې ډول انځور کېږې، په ړنو سترګو ښه او بد په کې لیدل کېږې.
له نقاشې نه روسته ریالیزم په ادبیاتو کې منځ ته راغې، او بیا په سینما کې وغوړید.
ادبې مکتبونه هیڅکله یو ځاي او موازي یون نه لري. بلکې د ټولنې له غوښتنو سره سم یو پر بل برلاسې کیږې. ریالیزم هغه وخت منځ ته راغې چې په شعر،افسانو او رومانونو باندې د ټولنې تنده نه ماتیده، او د رومانتیکو ادبیاتو (چې انسان يې د خیال او افسانې نړۍ ته باله .) په وړاندې مینځ ته راغې.
ریالیزم په اورپا او امریکا کې منځ ته راغې او په فرانسه کې اوج ته ورسید. د ریالیزم لوې لیکوال بلزاک د انسانې کمیدي په نوم لوې رومان لیکلې. دغه رومان د فرانسې د منځنې طبقی خلګو په اړه يې لیکلې و. بل رومان یې (باباګوریو) دی چې په دې کې وايې ( په خپلو خبرو او عقایدو کلک مه دریږه، هر څوک یې چې در څخه وغواړي ورباندي خرڅ يې کړه).
د ریالیزم مکتب قواعد د لومړۍ ځل لپاره د شانفوري لخوا وضع شول، او په یوه ماده کې داسې لیکلي (هر څوک کې شعر ووایي، په اعدام محکوم شي). د ریالیزم په نوم یې یوه مجله هم خپروله، په رومانتیکو لیکوالانو او پارناسینانو به یې نیوکې کولې.
مادام بوواري چې د ټولې نړۍ پام يې ځان ته را اړولې و، د ریالیزم مقدس کتاب ګڼل کیږي، ګوستاوفلوبر لیکلي وه. ویل کېږي چې د داستان موضوع رښتیا هم په فرانسه کې پېښه شوې ده، د فلوبر په عقیده لیکوال د واقعیت د ښودلو لپاره باید د خپلو قهرمانانو په وړاندې داسې موقف غوره کړي، لکه یو عادل قاضي يې چې د قضايي پېښې په وخت کې غوره کوي.
ریالیزم په څلور ډوله دی:
۱ـ ابتدايي (لومړنی) ریالیزم
۲ـ سوسیالیستی ریالیزم
۳ـ انتقادي ریالیزم
۴ـ جادويي (کودګر) ریالیزم
د ریالیزم فلسفه دوه اصله لري:
۱ـ دخپلواکې اصل: په نړۍ کې د پیښو او څیزونو شتون انسان پوری اړه نه لری. په بله وینا نړۍ د انسان له عقل او خیال څخه جلا وجود لري، که د پېژندلو لپاره يې انسان هم نه وي.
۲ـ د پېژندګلوي اصل: څنګه چې نړۍ ده، د پېژندلو وړرتیا لري. په بل عبارت څنګه چې نړۍ شته، کولې شو ویپېژنو.
هم دا رنګه ریالیزمې لیکوالان ډیر دي لکه: په انګلستان کېچارلزډیکنز، په روسیه کې کنت لیوتولستوی، په ایران کې مرتضی مشفق کاظمیاو د پښتو ژبې لوې ریالیست شاعر او لیکوال خوشحال خان خټک هم په دې کتار کې راځې.
په اوسنې عصر کې ریالیستې لیکوالان او شاعران خو خورا ډیر شوي دي. په تېره خو پښتو کې، په اغلب ګومان د پښتو ژبې ننې تاند او ځوان، لیکوالان او شاعران ریالیست دي. د ټولنې په زړه پرته له کوم ډار څخه خبرې ښکاره کوي.
نو ریالیست کټ مټ د شاتو د مچیو په څیر له بحر څخه شیره اخلې او له نوموړې شیري څخه شات خور وي ( ادبي څیرني روهی).

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

پټه قوه، خو اصلي لارښوونکې

پټه قوه، خو اصلي لارښوونکې

Oct 23, 2016

لیکنه: غرڅنۍ ساهو د انسان په نفس کې یوه پټه[...]

د چاپ صنعت له کومه راغی؟

د چاپ صنعت له کومه راغی؟

Oct 25, 2016

لیکنه: غرڅنۍ ساهو پوهېږئ چې د چاپ صنعت له کومه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022