لیکنه: میرویس میوندوال
“زه خپل ټول شته او جایداد د معارف وزارت ته ورکوم.”
دا د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د هيواد د صدراعظم، محمد هاشم ميوندوال وصيت و. ميوندوال دا خبرې په پارلمان کې د خلکو استازو ته په خپله وينا کې وکړې. وروسته يې په همدې متن رسمي فرمان خپور کړ، چې زما له مرګ نه وروسته زه خپل ټول جایداد معارف وزارت ته وقف کوم. دا خبرې به د ډيرو مشرانو په ياد وي؛ خو ملي آرشيف او ” د افغانستان پخوانی پاچا اعليحضرت محمد ظاهر شاه” کتاب دا فرمان خوندي ساتلی.
میوندوال خپله ټوله شتمني، د کابل په زړه، وزیر محمد اکبر خان میینه کې هغه يو جريب کور چې دی په کې اوسيده، په کارته پروان کې څلور بلاکونه، په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ ته څېرمه یو کور او په دارلامان سیمه کې پنځه جریبه زراعتي ځمکه د معارف وزارت ته وقف کړه. معارف وزارت ته له دې شتمنيو هر کال په ملينونو افغانۍ ګټه ورسيږي . په زرګونو افغان ماشومان په هغو کورونو کې زده کړې کوي چې محمد هاشم ميوندوال معارف وزارت ته وربخښلې دي.
میوندوال خپل تعلیم په داسې یو حالت کې کړی و، چې د قلم او کتابچې اخیستلو ته به اریان دریان و او هره ورځ به له شاه دوشمشیره څخه تر حیبیې لیسې په پښو تلی راتلی، پښې به یې تڼاکې او له سره تر پښو به په دوړو خړ پړ وو.
محمد نجیم آریا د محمدهاشم میوندوال ټولګیوال په خپلو یاداښتونو کې لیکي: ” سره له دې چې د میوندوال اقتصادي وضعیت ډېر خړپړ و، خو هغه وخت به ډېر ځورېده چې کله به مو کوم ټولګیوال د نیستۍ له امله ښوونځی پرېښی و.” د آريا په خبره چې ميوندوال به تل ورته ويل: “که خدای ماته مال او سرمایه راکړي، زه به خامخا له دې ډول کسانو سره مرسته کوم او دا یې د ژوند یوه ستره هیله وه.”
ميوندوال په علم مين شخصيت و. د صدراعظم په توګه د ده له ټاکل کېدو اونۍ وړاندې د کابل پوهنتون محصلينو په لاريون لاس پورې کړی و. لاريون په تاوتريخوالي واوښت او څو تنه محصلين په کې ووژل شو. همدا چې ميوندوال صدراعظم وټاکل شو؛ پر لومړۍ ورځ یې محصلينو څنګ ته د ورتلو پرېکړه وکړه. شاهي ماڼۍ منع کړ؛ خو دی له ساتونکو پرته يوازې د قهرېدلو محصلينو منځته ورغی. د ميوندوال دې کار د پارېدلو محصلينو پر غصه سړې اوبه واړولې. د محصلينو ټولو مشروع غوښتنو ته يې لبيک ووايه. محصلينو دی پر اوږو اوچت کړ او د ګلانو پر ګېډيو يې بدرګه کړ. محمد هاشم میوندوال په دې آند و چې په هغه ډول پیچلو حلاتو کې د افغانستان د پرمختګ او له استعمار څخه د خلاصون یوازنۍ لاره د ځوان کدرونو روزل وو.
میوندال چې کله مقام او منزلت ته ورسېد همداسې یې وکړل، خپله ټوله شتمني یې همدې برخې ته وقف کړه؛ ځکه ده د علم ارزښت درک کړی و او په دې ښه پوهېده چې بې علمه خلک ښه راتلونکې نشی درلودلای. هر چا د دې لپاره چوکۍ ته د رسېدو هڅه کړې، چې خپل جیبونه ډک او ګیډې مړې کړي، خو میوندوال بیا ددوی خلاف د جیب او ګیډې غلام نه وو، بلکې تل یې هڅه دا وه، چې څه ډول ددې هیواد ځوان نسل د علم په ګاڼه سمبال کړي.
ډیر تفاوت شته په انسان کې د معنی په لحاظ
واړه مشغول دي ځینې ځان ځينې جهان جوړوي
میوندوال دا دومره جایداد هسې هوايي نه وو پیدا کړی، خپل شخصي ملکیت یې وو، چې په پوره ۲۴ کاله کې یې د کار او د تندي د خولو په تویولو پیدا کړی و. خو په یوه لحظه کې له دې ټولو تیر شو او هغه ارمان یې پوره کړ، چې له ماشومتوبه یې په زړه کې وو او یوه داسې اتلولي یې وکړه، چې تردې دمه د هیواد تش په نامه زرین تاریخ کې هیچا هم ددې ډول کار جرأت نه و کړی.
پر هيواد او ولس دغه مين شخصيت د ۱۳۵۲ کال د ميزان پر نهمه د روسانو د لاسپوڅو لخوا شهيد کړای شو. د پرديو لاسپوڅي چې د هيواد د دې متفکر د روښان فکر له خپرېدو، چې خلکو ته به د دوی تورې څېرې بربنډې کړي، ډاريدل نو ځکه يې د ده ټول ليکلي آثار ـ له څلور- پنځو رسالو پرته چې د ده له ملګرو سره خوندې وې ـ او