زاهدشاه انګار په ١٣٣٨ لمريزهجري کال د خوست ولايت د متون کجيري کلي په يوه متدينه، روشنفکره او متنفذه کورنۍ کې زيږيدلى دى.
د ارواښاد سليمان شاه زوى اود ارواښاد زمان شاه لمسى دى.
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يي د خوست د غرغښت په عالي ليسه کې او بکلوريا زده کړې يي د خوست په ميخانيکي ليسه کې سرته رسولي دي.
١٣٥٦ لمريزهجري کال د سرطان مياشتې په ١٩ مه نيټه په پلازمينه کابل کې دکارتوګرافي او جيوديزي په لوى رياست کې د انجينرۍ په مديريت کې د مامور په توګه مقرر شو.
د ١٣٥٧ لمريز هجري کال ترنيمايي پورې يي په ياد رياست کې دنده ترسره کړه ترهغې وروسته د اوبو او بريښنا وزارت اړوند د کابل بريښنا رياست ته تبديل او د ١٣٥٨ لمريز هجري کال تر وږي مياشتې پورې یې په همدغه رياست کې د فني او مسلکي مامور په توګه دنده ترسره کړه.
د ١٣٥٨ لمريزهجري کال د وږي مياشت کې د عسکري خدمت د مکلفيت دورې ته جلب او په ياده مياشت کې د خوست کميسارۍ له لارې څيره او د کابل په مهتاب قلعه کې په ٨٨ يمه توپچي لوا کې د عسکري مکلفيت په خدمت وګمارل شو.
په نوموړي لوا کې د تهدابي تعليمي دورې په جريان کې د لوا قوماندانۍ او دسياسي فرهنګي امريت د لزوم ديد له مخې د حربي پوهنتون درې مياشتني پوځي سياسي کورس ته ور وپيژندل شو.
د ١٣٥٨ لمريزهجري کال د مرغومي پر ٢٤ مه نيټه له نوموړي کورس څخه فارغ او ددريم بريدمن په رتبه د ننګرهار د يوولسمې پلې فرقې په ٨١م غنډ کې د کنډک د سياسي فرهنګي مسوول په توګه وټاکل شو.
په ١٣٥٩ لمريزهجري کال د تلې په مياشت کې د خوست ٢٥ مې پلي فرقې ته تبديل او په شپږم غنډ کې يې د بطريي د سياسي فرهنګي مسوول په توګه دنده ترسره کړه.
په ١٣٦٠ لمريزهجري کال د خوست دويمې سرحدي لوا ته تبديل او تر ١٣٦٧ لمريز هجري کال د چنګاښ ترمياشتې پورې يي د همدغې لوا په سياسي او فرهنګي امريت کې د تبليغاتو د مسوول او ورپسې له خلکو سره د اړيکو په برخه کې د نوموړي امريت د مرستيال په توګه دنده ترسره کړه.
د ١٣٦٧ لمريزهجري کال د زمري په مياشت کې په کابل کې ٩٩يمې دافع هوا لوا ته تبديل او په سياسي فرهنګي امريت کې د خلکو سره د اړيکو د مسوول په توګه وټاکل شو.
په عسکري قطعاتو او جزوتامونو کې يي د کار په بهير کې له ٢٠٠ زيات درسي لکچرونه ترتيب کړي او پرمخ وړي دي،همداشان په کابل کې د خپريدونکو ورځپاڼو ، جريدو، او مجلو سره يي قلمي همکاري درلوده ، ډير شمير ليکنې ګزارشونه، شعرونه. نثرونه او ادبي ټوټې يې په بيلابيلو چاپي رسنيو کې خپاره شوي دي.
په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ تر سقوط او د مجاهدينو د بري وروسته يي له پيښوره د چاپيدونکو ورځپاڼو، جريدو، او مجلو سره خپله قلمي اړيکه جوړه کړه ، په وفا جريده، سپيده ، تعاون، هيله ،ګندهارا او الفت مجلو، سهار ، وحدت ورځپاڼو او نورو ډيرو چاپي رسنيو کې يي تخليقي، څيړنيزې، ژورناليستيکې، ليکنې او ګزارشونه چاپ شوي دي.
په ١۹٩٧م کال په پيښور کې د بي بي سي په تعليمي پروژوکې د لنډ مهالي ژورنالستيک کورس تر سرته رسيدو وروسته په پيښور کې د بي بي سي راډيو د ښوونيزو او روزنيزو خپرونو په څانګه کې د راپورټر او پروډيوسر په دنده وګمارل شو.
تر ١٩٩٩ م کال پورې ېي په نوموړې اداره کې کار وکړ.
د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د نوې ادارې په رامنځ ته کيدو سره د خوست راډيو تلويزيون د مسوول په توګه مقررکړل شو.
تردې وروسته يي په ١٣٨٢ لمريزهجري کال کې د افغانستان جنوب ختيځ زون کې په لومړي ځل خپلواکه او ناپييلې اوونيزه جريده(مزل) تاسيس او پرله پسې ېې ٦٣ ګڼې خپرې کړې.
مزل جريدې د خوست د خلکو په ژوند کې جوت بدلون راوست د ولسواکۍ او بيان ازادۍ لپاره يي په خوست ولايت او جنوب ختيځ زون کې لاره پرانيسته د مزل جريدې مسوول مدير او خبريالان که څه هم څو ځلې د وخت د ولايتي ادارې تر فشار لاندې راغلل خودا چې د مزل جريدې او ادارې مشر موسس او مسوول مدير زاهدشاه انګار د بيان ازادۍ ته ژمن او رښتينى و.
د ټولو فشارونو او ګواښـونو سره سره يي بياهم دحق او حقيقت خوا ونيوله او مزل جريده يي په بې پرې، متوازنه، او د ولس دغوښتنو پر بنسټ په ښه شان وچلوله .
مزل جريدې خلک زده کړو، سوداګرۍ ، ابادۍ ، يووالي، مينې،يوپربل باور ، د يو بل منل او تحمل ، د کړکيچونو او شخړو سوله يزحل، د ولسواکۍ، بيان ازادۍ، دمدني ټولنې پياوړتيا او پراختيا ،د ښځو او ماشومانو او بشري حقونو مراعات ، د عدالت تامئن او… ته راوبلل او دا روحيه يي په خلکو او لوستونکو کې ډيره پياوړي کړه .
زاهدشاه انګار د مزل جريدې د چلولو په جريان کې د خوست يو شمير ځوانان د چاپي ژورنالېزم (خبرليکنې،مرکې، تبصرې، سرليکنې ، ګزارش) په برخه کې وروزل .
نجيب الله الوخېل، قادرشاه، نوراجان بهير هغه ځوانان دي چې د زاهدشاه انګار لخوا په مزل جريده کې روزل شوي دي چې اوس نه يواځې د خوست بلکې د هيواد په کچه ورباندې حساب کيدلى شي .
د ٢٠٠٣ م کال په نيما يي کې يي بيا هم د جنوب ختيځ زون په شپږو ولايتونوکې په لومړي ځل په خوست کې د سولې پيغام راډيو په نوم خپلواکه ناپييلي راډيو جوړه او تاسيس کړه.
د سولې پيغام راډيو په تاسيس سره د خوست او د خوست خوا اوشا سيمو اوسيدونکو په لومړي ځل پر FM 93.2 څپه چې تر دې وړاندې يي د شڼا يا د شور موج باله دراډیو غږ واوریده.
سولې پيغام راډيو په خپل وار سره د خلکو پر سياسي، ټولنيز ،اقتصادي او فرهنګي ژوندانه ژور اغيز وکړ، خلکو له سولې پيغام راډيو سره زړونه وتړل او دا راډيو يي خپله راډيو وبلله.
د راډيود تاسيس پرمهال د بيلابيلو دولتي، او نا دولتي ادارو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو، ښځو ، دوکاندارانو، سوداګرو، زده کوونکو، ښوونکو، بزګرانو، کسبګرو، او د ټولنې د بيلا بيلو ډلو او قشرونو لخوا په سلګونو او زرګونو د مبارکۍ پيغامونه راډيو ته ورورسيدل.
سولې پيغام راډيو د خپلو اوريدونکو او خپل ولس په مرسته دخپل لومړي حالت څخه دادى د څه ناڅه لسو کلونو مزل په وهلو سره د هيواد په کچه د ګوتو په شمار راډيو ګانو په کتار کې راغلې ده . سولې پيغام راډيو دا مهال په سټنډرډ وسايلو سمبال درې سټوډيوګاني لري.
په دوو فريکونسيو 88.8 او 93.2 FM څپو خپرونې کوي.
هره ورځ ١٨ ساعته خپرونې لري، ټول ټال ٣٢ تنه کارمندان لري، په اوونۍ کې ٤٢ خپرونې چمتو او خپروي يي.
زاهدشاه انګار د سولې پيغام راډيو په تاسيس، فعالولو او چلولو سره نه يوازې دا چې د خلکو سياسي، ملي او معنوي شعور وغوړاوه، خلک يي د ډيرو مهمو ستونزو په حل کې د تصميم نيولو جوګه کړل بلکې له تاسيسه تردې دمه يي له ٦٠ څخه زيات ځوانان د ژورنالېزم په برخه کې په عملي توګه وروزل چې اوس په سيمه ايزو، ملي، او نړيوالو رسنيو او اژانسونو کې کار کوي.
زاهدشاه انګار د ژورنالستيک کار ترڅنګ شاعر او ليکوال هم دى د ټولو دندو د اجرا تر څنګ يي شاعري او ليکوالي هم نه ده پريـښي ، دا مهال دوه ټولګې شعرونه دوه ټوکه فولکلوريکې کيسې ، يوه ټولګه لنډې کيسې او يوه ټولګه څلي او نرخونه لري چې لا چاپ نه دي .
د زاهدشاه انګار په وينا ((چې يو وخت ما نه غوښتل چې چاپ يي کړم خو اوس رانه غفلت کيږي))
زاهدشاه انګار ددې ترڅنګ چې ليکوال شاعر او فرهنګي دى شعر او ادب ته د ځوانانو په هڅونه کې يي هم ډير وخت لګولې دى.
د خوست په تاريخ کې يي په لومړي ځل د ادبي کړۍ دزنځير شرنګولو ته ځوانان وهڅول باﻻخره په ١٣۷۶ لمريزهجري کال د غبرګولي پر ٢٢مه د استقلال ادبي ټولنه تاسيس شوه. ورپسې په لکڼو کې د محمدصديق پسرلي، او په عليشيرو کې د عبدالباري جهاني په نومونو ادبي ټولنو په جوړيدا کې يي هم خپل اغيز په کار واچاوه.
زاهدشاه انګار په لومړي ځل په خوست کې د ځوانو شاعرانو د اوونيزې مشاعرې بنسټ کيښود چې تر دې دمه ( ۱۳۹۱کال د زمري اوومه) يي له قضا پرته ٣٣٥ اوونيزې مشاعرې جوړې کړې دي.
زاهدشاه انګار په خوست کې د ادبي بنډارونو محور دى
ډيرکله ددوى په حجره او يايي په دفتر (روزنيزفرهنګي مرکز) کې د شپې لخوا ادبي بنډارونه کيږي .
زاهدشاه انګار د ژورناليزم په برخه کې له ٧٠ نه زياتو کورنيو او بهرنيو ورکشاپونو،سيمنارونو او کنفرانسونو کې برخه اخيستې ده ، چې په خپل ګډون سره يي نه يوازې د خوست بلکې د افغانستان ډيره ښه او درنه نماينده ګي کړې ده.
د هيواد په کچه د ژورنالستانو د حقونو ددفاع سازمانونو او ټولنو غړيتوب لري ، د سيمې په کچه د سفما، او د نړۍ په کچه د AMARC يا د سيمه يزو خپلواکو راډيوګانو نړيوالې ټولنې غړيتوب لري .
د هيواد په کچه او د سويلي او کوزې پښتونخوا په کچه په زياترو ادبي او فرهنګي غونډو کې د ګډون بلنه ورته رسيږي چې په يو شمير کي يي ګډون هم کړى دى .
زاهدشاه انګار دهيواد په کچه د مدني ټولنې پيژندل شوى فعال دى .
د مدني ټولنې په پياوړتيا پراختيا او همغږۍ کې يي پوره او محسوسه ونډه اخيستې ده .
زاهدشاه انګار د مزل جريدي او سولې پيغام راډيو په تاسيس او چلولو سره په خوست کې د بيان د ازادۍ او خپلواک ژورنالېزم لارې په نښه کړې چې اوس يي په خوست کې ډيره وده او پرمختګ کړی دى.
په درنښت
محمد دین مبین
You also might be interested in
دوکتور بهاوالدین بها د میراحمدشاه زوی د وردګو ولایت د[...]
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
لیکواله او څيړونکې غوټۍ خاورې په ۱۳۴۰لمریز لیږدیز کال کې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی