ليکنه: ګيتي صديقي
د اصلي او اساسي مطالعې لارې کولای شي ډیرې زیاتې تحصیلی ستونزې له منځه یوسي. هغه خلک چې په تحصیل کې بریالي دي، د مطالعې لپاره ښه او اصولي طریقې استفاده کړې ده.
زده کړې یو داسې بهیر دی چې په ټول ژوند کې د زده کوونکې او زده کړیالانو لپاره ارزښت لري.
ټول خلک په همدې دوې پړاوونو کې آزمویل کیږي.
شاید تاسې د هغو خلک کسانو وئ چې وایئ هر څومره کتاب لولم او یا هم درس وایم د آزموینې په مهال کې هیڅ څه نه پوهیږم. با هم وایئ چې د درس ویلو استعداد نه لرم.
لندیز
د مطالعې د لارې هغو مهارتونه یوه مجموعه ده چې د زده کړې کې کارونه لري . د زده کړیالان او زده کوونکې ډیری ستونزې هوارولاي شي.
موږ دلته د زده کړې مهمې لارې او اړلې دي چې تر ډیره بریده کارونه لري او اغیز یې هم په سترګه کیږې.
)PQRST دغه لارې مهمې لارې دي چې په انګلیسي کې په لاندې مخففو لنډ شوي دي : (
: یعنی مرور Preview
: د پوښتنې مطرح کولQuestion
: لوستلRead
: خلاصه لیکل Summarize
: آزمویل Test
دي، چې ډیره اغیزمنه لاره ده.
) طریقه ده، چې پنځه پړاوونه لري. له مخ لوستل، د پوښتنې مطرحPQ4R د دغه لاره ترڅنګ یو هم فکر کول یا فکري تمرکز، د حفظ مرحله او تکرار یا بیاځلې لوستل.
د دغو لارو د یاداشت کولو طریقه د موضوعاتو سمون او د اساسي ټکې یادونه په مطالعه کې سمه رول لوبولاي شي.
ځینې بهرني لاملونه شته چې د زده کړې په بهیر کې خندونه جوړوي لکه : د نامناسب ځای او وخت ټاکنه.
د زده کړې لاري چارې
زده کړې په ټولنه کې مهمه برخه لري چې ډیرې رده کونکې بکې ستونزې لري. دوی تل وایي زموږ درس نه زده کیږي یا وایی ښه حافظه نه لرم ځکه درس نه لولم او ددې په څیز د زده کړې په لاره کې دیر خنډونه جوړوي.
د زده کړې لارې چارې مهارتونه د هغو مهارتونو یوه ټولکه ده چې د زده کړې په بهیر کې کارونه لري. دغه لارې د بیلابیلو اهدافو له نظره د زده کونکې د زده کړې بهیر آسانه کوې.(۴۵:۱)
رسپیش په خپل کتاب کې د بیلابیلو لارو سره آشنا کړي یو. هغې ویلې :” د زده کړیلانو د بې علاقې یو علت هم دا دي چې سمه لاره د مطالعې لپاره نه زده کوي.” (۴۴:۲)
یوازې د آزموینې لپاره درس وایي او ددغې لپاره هم دوی په آزموینو کې کمې نمرې اخلي. د زده کړې مهارتونه د هغو مهارتونو یوه ټولګه ده چې د معلوماتو په سمون او لاسته راوړنې کې مهم رول لوبوي. دغه لارې عبارت دي له یادداشت اخیستنه، د حفظ لپاره د مهم ټکې یادول او تکرارول دي.
خو له لږ څیر متونو کولای شو چې سمه زده کړه د شوق او علاقې سره سم وکړو:
۱ـ لومړی د خپل د شوق او علاقې په پام کې نیولو سره کتابونه وټاکو. د دغې خبرې په هکله موږ ویل شو چې زده کوونکې به ښونځیو کې نه شې کولای ې د خپل د علاقې په اساس مضمونونه وټاکي خو که څیر شو نو هر برخه کې زده کړه به زره پورې ده.
نو ویلای شو چې زده کوونکې باید د ښونځیو، پوهنتونو کتابونه ځان ته په زره پورې وګرځوي.
۲ـ دویمه ټکې چې دیره اړینه ده کتاب سره آشنایي بلل کیږي. د کتاب سره آشنایی لپاره باید لومړی کتاب به عمومي توګه ولولو او د کتاب اړینې عناوین او فعلونه په چتکتیا سره ولولئ. دغه لاره تاسې که د موضوع د روښانتیا لپاره مرسته کوي.
۳ـ د لوستل شوو معلوماتو څخه د پوښتنې جوړول تاسې سره مرسته کوي تر څو چې خپل ځان سره فکر وکړی او د موضوع په هکله انګیزه ایجاد شي.
د انګیزې ایجادول تاسې کولای شي چې لوست په چتکتیا سره زده کړي.
۴ـ په دغه پروار کې کتاب په سمه او دقیقه توګه ولولئ او ځان سره یادداشت زده کړئ.
۵ـ اوس هغه مطرح شوو پوښتنو ته ځواب وړکړئ او بیا خپل ځوابونو د کتاب په پرتلو سره ولولئ.
۶ـ په آخر کې دغه لوستل شوو د معلومات ژر ژر د یو تقسیم اوقات په اساس تکرار کړئ.
۷ـ په پای کې ویلای شو که تاسې دغې معلومات به پام کې نیولو سره کتابونه ولولئ نو هیڅ کله به په زده کړه کې ستونزمن نشئ.
د مطالعې غوره وختونه او د درس د ښه یادولو څو لارې چارې :
۱ـ د مطالعې لپاره مناب وختونه:
ــ د سهار له ۴ تر سهار ۶ بجو، ځکه دغه وخت کې مغز ۱۰۰ سلنه کار کوي.
ــ د سهار له شپږو تر ماښام ۷ بجو پورې؛ دغه وخت کې مغز ۵۰ سلنه کار کوي.
ــ د شپې له پلوه مغزه ۲۰ سلنه کار کوي.
۲ـ په صنف کې په لومړۍ څوکۍ کې کیښنۍ : تر څو درباندې د استاد ډیر پام وي او درس هم له نیږدې زده کړئ. دغسې زده کوونکې چې په اول صف کې کیښني تر ډیره پرې د استادانو نیک پام وې او ممکن ښې نومرې هم واخلې.
۳ـ له ۳۰ تر ۵۰ دقیقو لپاره مطالعه وکړئ، په منځ کې یې د ۱۰ دقیقو دمې سره. که داسې مو ومړل نو درس به مو په مغزو کې ښه کیښني.
۴ـ که چیرته غواړې چې یو لغت یا هیر څه شی رایاد کوې، نو د لاس پنځه مو موټی کلک ګړئ.
په سره مغز لا ډیر فعاله کیږي او دا فعالیدل حافظه تقویه کوي چې به پایله کې به هر څه ښه او ژر رایاد کړئ.
۵ـ په یو وخت کې په یوه کار تمرکز وکړې. کله چې مطالعه کوئ نو ښه ده چې نور کارونه لکه تلویزیون لیدل، موسیقي اوریدل او خبرې کول پریږدئ. همدارنګه ذهن مو هم یوازې پر لوست متمرکز کړۍ او نور سوچونه بل وخت ته پریږدئ.
۶ـ په ټولو ټولنیزو رسنیو کې له مزاحمت کوونکو کارونو ځان وساتئ، ډیر زیات هم مه استعمالوئ، یوازې په خپله اندازه او هغه هم د زده کړې، ساعتیرۍ او اړتیا لپاره.
۷ـ کله چې امتحان ته ځئ یا پارجئ ته کیښنئ، مثبت ذهنیت سره ورشئ او کیښنئ، تیر هغه هیر کړئ چې په کوم مضمون ې ناکام شوي یاست، بلکې دې ته مو مثبت فکر واوړوئ.
۸ـ د نوې او له دې مشخص کتابه بهر څه شي لیکل او لوستل ډیر غوره دي. یوازې په یوه درس مه پاتې کیږئ.
۹ـ هغه څه چې مو په اسماني درنګه خط لیکلي وي، د هغه خط په نسبت چې به تور رنګ لیکل شوې وي، ژر یادیږی.
۱۰ـ کله چې په یوه مشخص کتاب کې مطالعه کوئ، داسې فرض کړئ چې تاسې به ددې مواد وروسته تدریس کوئ. دا کار ددې لامل کیږي چې لا ډیره پاملرنه وکړئ.(۲۰:۲)
د لوست ناوړې وختونه
ـ په وږې ګېډه درس مه وایاست
ـ د ذهن ګډوډي
ـ شدید ناروغي
ـ شورماشور
ـ بې خوابي
پایله
تکنالوژي په ورځنۍ بدلونونه کې سر ته رسیږي. او موږ کولاي شو له دې پرمختګ څخه په استفادې سره په زده کړه کې آسانتیاوې تر لاسه کرو.
له دې پرمختګونو یو هم د معین کورس درلودل او آنلاین صفونو ایجادول دي. ددې ترڅنګ د انترنت سره تړاو او د ځیرک موبایلونه منځ ته راوړل دي. د ځیرک موبایلونه په استفادې سره زده کوونکې او زد کریالان کولای شي په ډیره آسانه توګه نوې معلومات تر لاسه کړي.
د دغو لاملونو نیغ په نیغه د محصلانو د زده کړې استعداد هم پکار وه.
په پای کې ویلای شو چې د زده کړې لپاره اغیزمن لارې هم شته چې د هغو په وسیله کولای شو خپل زده مړې له سمه توګه تر سره کړو.
په اخیر ویلای شو چې زده کړه په دوو لاملونو تړاو لري.
لومړی په پام ونیسئ کوم ځای او کوم وخت مو د زده کړې لپاره ټاکلې ده بیا وروسته خپل راټول کړئ.
دوهم : هم حفظ د سمې زده کړې په معنا نه ده زده کړه په دې معنا نه ده چې ټول شیان زده کړئ. خپل د ذوق او علاقې په اساس زده کړه پیل کړئ. او که هغه مضمون ستاسې د علاقې وړ مضمون نه دی نو یې لږ په سمه توګه ولولئ ګوندې ستاسې پام ورته واوړي
ماخذونه :
۱ـ صدیقی، ګیتی.د مطالعې لارې چارې .د هیواد ورځپانه، د ۱۳۹۵ د لړم ۱۶، ۳۹۰۱ګڼه.
۲ـفانوس،میرعزیز.(۱۳۹۵ه.ش)ارتباطات مفهومی فردی و همګانی .کابل:انتشارات حامد رسالت