• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

زرغونه پر ما مینه وه!

Home ادبلنډې کیسېزرغونه پر ما مینه وه!
زرغونه پر ما مینه وه!

زرغونه پر ما مینه وه!

– لیکنه: خلیل جمال زرغونه له مور سره د ماما په کور کي اوسېده، پلار یې شهید سوی و، ورور یې نه درلود، د کور کارونه یې په ایمانداري کول، چي وخت به یې پیدا کړ لما سره به یې ساتونه تېرول، اکثره به یې بجلي را څخه ګټلې، بیرته به یې په موټي( ډالۍ) کي راکړې خو په جیز بازي( اسټاپو) کي ورباندي غښتلی وم او چارۍ به مو هم سره کولې. خوشاله نجلۍ وه، د سترګو تورولو شوقي وه، لاسونه به یې هم ډېر- ډېره سره کول، د یتیمي ګومان ورباندي نه کېدی. د ماما او مور په خوښه یې د ماما زوی ته وربخښلې وه، زرغونه په دې پرېکړي نه وه خوښه، د ماما له زویه به یې شکایت کاوی. ******* ورته مي وویل: ماما او مور به دي ستا په ګټه پرېکړه کړې وي، د هغوی خو پر تا بده نه ده پېرزو، خیر دی په نېک پال یې ونیسه، د ماما زوی دي ځوان دی او ته هم نوره پېغله یې، واده ورسره وکړه، په ما پسي زړه مه خوره، خدای مهربانه دی ژوند به دي ورسره ښه سي، ما څه کوې لېونۍ، زه او ته خو هسي دوستان یو، اړینه نه ده چي د ژوند ملګري دي ووسو. زرغونه ما ته ګوري، سترګي یې له اوښکو ډکي دي، تا به ویل چي کومه شهکاره مجسمه مي مخ ته ولاړه ده، پر وچو خو سرو شونډو یې ګلابي ژبه تېره کړه، وې ویل: که د ماما زوی راسره ونه منل او زهر مي وخوړل، خدای دي مي خون ستا په غاړه نه کوي. ******* د ورځي یوه بجه وه، له مکتبه ستړی راغلم، مکتب مو له کوره درې کیلومتر لیري و، ټول هلکان به پیاده تر کوره راتلو، مور غرمنۍ راته تیاره کړه، دوې- درې ګولې ډوډۍ به مي خوړلې وه، د ټوپک ډزي وسوې، مور مي چیغه کړه، یا خدایه! خیر، بیا یې د چا پر خوله ور واړولې، د کور د ور خواته یې منډي کړلې، تر مور مخ کي سوم، کوڅي ته ور ورسېدم، ګاونډیانو زموږ د ګاونډ کور ته منډي را وهلې، د سترګو په رپ کي یې کور ته ننوتم، د ګاونډ د کور په انګړ کي پېغله نجلۍ په وینو سره پرته ده او سر ته یې ناسته ښځه پر سر خاوري بادوي، ځای پر ځای یخی سوم، زړه مي وتښتېدی، خلک پر نجلۍ را ټول سول، ږغ سو: هلئ ژر کوئ؛ نجلۍ موټر ته واچوئ، یوه سپین ږیري وویل: د موټر اړتیا نسته، نجلۍ خپل وار تېر کړی، څادر ورباندي واچوئ او ماما یې راوغواړئ چي اوس یې نو زوی ته ور واده کړي، ځکه هغه اتل دی چي خپله مېرمن ( زرغونه) یې ووژل.

[review]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د پېغلي مکتبۍ له بستۍ څه را ووتل؟؟؟

د پېغلي مکتبۍ له بستۍ څه را ووتل؟؟؟

Jan 17, 2015

– خليل جمال – یو ورځ د دولتي څارګري ادارې[...]

مورکۍ! ورور څه وخت مري؟

مورکۍ! ورور څه وخت مري؟

Jan 18, 2015

آزاده ژباړه- خلیل جمال – د پلار ناروغي مي ورځ[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022