• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

زرغون رنګه خواړه او پر روغتیا یې اغېزې

Home روغتیازرغون رنګه خواړه او پر روغتیا یې اغېزې

زرغون رنګه خواړه او پر روغتیا یې اغېزې

که مو په پخلنځي کې زرغون رنګه مېوې او سابه موجود وي نو پر خوښۍ سربېره مو روغتیا ته هم ګټه رسوي. دلته د هرې زرغون رنګه مېوې يا سبزۍ پر روغتيايي ګټو جلا جلا بحث کوو:
کېوي
د کېوي تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې په زیاته کچه ويټامین سي لري. د تغذیې د برخې متخصصین وایي، که غواړی چې د بدن ويټامین سي مو پوره وي او له یخنۍ وژغورل شی، نو په خپل غذایي رژیم کې مو هرو مرو کېوي ته ځای ورکړئ.
که څه هم چې کېوي د انرژۍ د ډېر توليد وړتيا نه لري، خو د (بي) ګروپ ويټامینو، ويټامین (ډي) او (اې) په لرلو سربېره معدني مواد لکه پوتاشیم، کلسیم، فاسفورس، مس او مګنېزیم هم لري.
انګور
انګور کولی شي چې له ګڼو ناروغیو مو وژغوري. انګور د ويټامین اې، سي او بي-۶ تر ټولو ښه سرچینه بلل کېږي چې په زیاته کچه پوتاشیم، کلسيم، اوسپنه، فاسفورس، مګنېزیم او سلينیم هم لري. انګور د ځوانۍ د اکسیر په نوم یادېږي. انګور زړه روغ ساتي او د وینې فشار تنظیموي، د انګورو په پوست کې شته انټي اکسیدان د دې مېوې ارزښت دوه برابره کوي.
د انګورو خوړل مو له سرطان څخه ژغوري، قبضیت له منځه وړي او د کم خونۍ مخه نیسي.
دولمه مرچ
دولمه مرچ حافظه پیاوړې کوي.
که فکر کوی چې حافظه مو کمزورې شوې او تمرکز مو را ټیټ شوی، نو دولمه مرچ یې تر ټولو ښه نسخه ده. په دولمه مرچو کې شته مګنېزیم د حافظې د پیاوړتیا لامل کېږي. دولمه مرچ د هغو سبو په ډله کې راځي چې له سلاد سره ګډېږي او خام خوړل کېږي. دغه سابه د انرژۍ د توليد وړتيا او په خپل ترکيب کې هېڅ راز غوړ نه لري.
کاهو
کاهو وزن کموي.
کاهو د هغو سبو په ډله کې راځي چې په زیاته کچه فیبر لري او د چاغو کسانو لپاره یې ښېګڼه دا ده چې وزن کموي. د تغذیې متخصصین یې د هغو کسانو لپاره ډېر توصیه کوي چې غواړي غذایي رژیم ونیسي او وزن یې کم شي. کاهو د کمې کالورۍ لرونکو سبو په ډله کې راځي چې د وزن له کمېدو سره مرسته کوي.
زیتون
د امریکا د زړه ټولنه وایي، په ورځني ډول د څلورو زیتونو خوړل د زړه د سلامتیا لامل کېږي. دغه اندازه زیتون یو نیم ګرام غیر مشبوع غوړ لري چې په وینه کې د کولېسټرولو د تنظیم سبب ګرځي. زیتون مدیترانه یي خواړه بلل کېږي؛ ځکه د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر زیتون په همدې سیمه کې کرل کېږي.
بادرنګ
بادرنګ په خپل ترکیب کې ۹۵ سلنه اوبه لري.
که مو د بادرنګ له خوړلو سره نه وي جوړه، کولی شی د پوستکي د ښکلا لپاره یې وکاروئ؛ بادرنګ کولی شي د پوستکي التهاب له منځه یوسي او ښکلی یې کړي. د دې لپاره چې ښکلې څېره ولری، نو د بادرنګ له ماسک څخه ګټه واخلئ.
دڼیا (ګشنیز)
روغتیايي متخصصان وايي، ګشنیز اورۍ سالمې ساتي او د غاښونو د خرابېدو په مخنیوي کې هم ګټور دي.
د یوناني طب له مخې، ګشنیز په طبي بوټو کې حسابيږي، وچ او سوړ طبیعت لري .
دغه راز ګشنیز معده هم پیاوړې کوي او له خوړو سره د هغه کارول د هضم په پروسه کې اسانتیا راولي. د میندو د شیدو د زیاتېدا لامل ګرځي او د غاښونو د درد ارامولو لپاره د ګشنیز د دانو ژوول ګټه لري .
پر دې سربېره ګشنیز اشتها راوړونکي هم دي.
ګشنیز د خولې بد بوی لرې کوي او ډاکتران توصیه کوي چې د هوږې او پیازو له خوړو وروسته که په مناسبه اندازه ګشنیز وخوړل شي د خولې بوی ورکيږي.
پالک
پاخه شوي پالک تر ټولو ښه، قوي او مغذي خواړه دي؛ که څه هم چې پالک د کمې کالورۍ لرونکي خواړه بلل کېږي، خو د معدني موادو او ويټامینونو تر ټولو بډایه سرچینه هم په ګوته شوې ده. که په خپل غذایي رژیم کې پالک ولری، نو له چاغوالي مه وېرېږئ، که د بډوډو شګې نه لری کولی شی په اونۍ کې ان درې ځلې هم پالک وخوری.
که مو کله اعصاب خرابېږي او یا مو په کورنۍ کې څوک دغه ستونزه لري، د پالکو خوړل دې نه هېروي؛ د پالکو خوړل اعصاب اراموي او ذهني توازن پیاوړی کوي.
پالک هډوکي پیاوړي کوي.
دا چې پالک په خپل ترکیب کې په زیاته کچه کلسيم او ويټامین (کا) لري، نو د هډوکو د پیاوړتیا او بیا رغولو لپاره ګټور ثابتېږي. هغه کسان چې اوس او یا مخکې یې کوم هډوکی مات شوی وي، په رغېدو کې يې د پالکو خوړل تر بل هر څه ورسره ښه مرسته کولی شي.
معمولا،ً کله چې د انسان عمر زیاتېږي د بدن غړي یې هم ورسره ضعیفېږي چې له دې جملې یو یې سترګې دي، خو په پالکو کې شته (کارتنويدونه) هغه مواد دي چې سترګې ځوانې ساتي، کسي یې پر خپل حال پاتې کېږي او د سترګو له دید سره مرسته کوي.
د پالکو د پخولو تر ټولو بده لار د پالک زیات اېشول، خو تر ټولو ښه لاره یې په کمو غوړیو کې سره کول دي؛ ځکه که پالک د ډېر وخت لپاره و اېشول شي پکې شته ټول مواد یې له منځه ځي، بیا نو یوه شنه ګیاه وي او بس.
دا چې پالک نورو خوراکونو ته رنګ ورکوي نو په صنعت کې د رنګونو د تولید لپاره هم ترې کار اخیستل کېږي.
پالک په خپل ترکیب کې د (اګزالات) په نوم کیمیایي ماده لري چې د بدن لپاره ګټوره ده، خو زیاته پیمانه یې په بډوډو او مثانه کې د ډبرې جوړېدو لامل ګرځي.
نو د هغو کسانو لپاره چې بډوډي یې ډبرې تولیدوي، ډېر نه توصيه کېږي.
روغتیاپالان په دې اند دي چې پالک د وچې ټوخلې لپاره تر ټولو ښه نسخه ده. دوی وایي، پالک د سرطان ضد خاصیت لري او د وینې د سرو کورویاتو له تولید سره مرسته کوي.
پالک د پروستات، رحم، معدې او حنجرې سرطان له منځه وړي او په وینه کې د کولېسټرولو تنظیمول یې اصلي دنده ده.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

قهوه دومره هم بده نه ده

قهوه دومره هم بده نه ده

Sep 3, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي نوې مطالعې او څېړنې ښیي، هغه کسان[...]

په نوښت کې له خطره مه وېرېږئ

په نوښت کې له خطره مه وېرېږئ

May 28, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي خلاقیت او نوښت؛ معنا دا چې په[...]

د بریا پر لور لس ساده لارې

د بریا پر لور لس ساده لارې

Dec 16, 2015

ژباړه: حمیدالله حمیدي ۱- زه ګټونکی یم: ځکه چې د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022