ژباړه: صدیق الله خلیق
د ساحل په شان آرام واوسئ ، ترڅو د سمندر غوندي ناکراره نسئ !
ژوند د کوچنیانو په لاس کي د پړسېدلي بوغۍ په څېر دی ، چي هر وخت یې د چاودلو د وېري د لوبولو څخه خوند نسي اخیستلای !
خوښي یوازینی غچ دی چي کولای سو د دنیا څخه یې واخلو ، نو تل خوشاله واوسئ !
همدا نن د خپل احساس د ښکاره کولو د پاره خپل دوستان غنیمت وشمېره ! کیدای سي سبا احساس ولري خو کوم دوست ونلرې !
هیله مند کسان هیڅکله مه ناهیلي کوئ ، شاید همدا هیله د هغوی یوازینۍ شتمني واوسي !
راسئ پر شونډو تل موسکا ولرو ! بې لدې چي د چا څخه کوچنۍ تمه ولرو !
راځه چي ښه غوږ نیول زده کړو ! ځکه ځیني وخت فرصتونه ډېر کرار دروازه ټکوي !
کله چي د ډيري خوشالۍ څخه هوا ته ټوپونه وهې ، نو احتیاط کوه چي څوک دي د بیرته راتګ پرمهال تر پښو لاندي مځکه لوټ نکړي !
د انسان لپاره مهم والی ښه دی ، خو د انسان ښه والی تر ټولو ښه بلل سوئ !
که په کوم کار کي بریالی سوې ، نو ډېر دروغجن دوستان او زیات رښتیني دښمنان به هم په لاس راوړې !
ژوند د پېښو او ماجراوو ډک کتاب دی ، نو هیڅکله یې د یوې پاڼي د لاسه په ورکولو لیري مه غورځوه !
په تېر پسې فکر کول ، داسي وي لکه په باد پسې ځغستل !
یو رښتینی او وفادار ملګری د آسماني مخلوق او ملایکي په څېر دی ، نو که دي پیدا کړ ، قدر یې وکړه او د لاسه یې مه ورکوه !
د هغه کسانو لپاره چي د الوتلو په معنی نپوهیږي ، چي هر څومره يې په وړاندي پورته کېږې او لوړیږې ورته نور هم کوچنۍ ښکارې !
که یوه ورځ د عقل رانیول خرڅول پیل سې ، موږ او تاسې پدې خیال چي ډېر یې لرو نو شاید ټول خرڅونکي واوسو نه رانیونکي !
د شپې تر ټولو توري تروږمۍ وخت د سپېدو څخه په لږ واټن مخکي وي ، نو تل هیله مند واوسئ ! ځکه هره شپه تر لږ وخت وروسته توري تروږمۍ په سپېدو بدلي سوي !
هیڅکله هغه چاته چي ډېر دروند غم لري مه وایه چي : پوهیږم څه حال لرې ! ځکه ته نپوهیږي چي کوم حال لري !
په یاد ولرئ ! ځیني وخت مو د ځینو هیلو نه پوره کېدل ، لوی چانس او د ستري نیکمرغۍ سبب ګرځي !
هیڅکله چاته مه وایه چي ورېښتان دي خیژي او ورځ په ورځ کمیږي ، ځکه هغه پدې پوهیږي چي څه کیږي !
د زړه له کومي مینه او محبت وکړه ، کیدای سي زهیر سې او تاوان هم وکړې ، خو د خپل ژوند د خوښیو څخه د په زړه پوري ګټي اخیستني یوازینۍ لار همدا ده !
کله چي ستا څخه پوښتنه کوي او نه غواړې ورته جواب ووایې ، ورته وخانده او ووایه ( د څه لپاره غواړې وپوهیږې ؟ )
هیڅکله مو بریالیتوبونه او کامیابۍ د وخت څخه مخکي مه رسوا کوئ !
آرامي او نیکمرغي دواړې جلاجلا کلمې دي ، دا دوې خبري هیڅکله یوه معنی نلري !
هر وخت چي مو وخت پیدا کئ ، د خپلو اولادونو لاسونه په لاس کي ونیسئ ، ډېر ژر داسي وخت هم راتلونکۍ دی چي کیدای سي د دې اجازه درنکړي چي لاسونه مو د هغوی لاس ته ورسیږي !
داسي ژوند وکړه ! چي کله مو اولادونه د چا څخه ښه والۍ ، مهرباني او درنښت وویني ، ته یې سترګو ته ودرېږې !
د کوچنیانو سره د لوبو پر مهال پرېږده چي هغوی ګټونکي واوسې او ته بایلونکی !