ژباړه: صدیق الله خلیق
۱: که یې لمړی د آخر په فکر کي ونه اوسې ، آخر به د لمړي په فکر کي واوسې !
۲: هغه خوند چي په بیلتون کي دی ، په وصال کي نسته ! ځکه په بیلتون کي د وصال هیلي وي او په وصال کي د بیلتون وېره !
۳: د هغه چا پیل واوسئ ، چي ستاسو پای واوسي !
۴: لږ بیباکۍ ته اړتیا سته ، ترڅو د ژوند څخه خوند واخلې او لږ شعور حتمي دی ، ترڅو درته کومه ستونزه پېښه نسي !
۵: رښتینی ملګری هغه دی چي په ساعتونو یې بېله یوې خبري ترڅنګ چوپ کښېنې ، خو د مخه ښې پر مهال احساس وکړې چي ورسره مي په ساعتونو د زړه خواله کړې ده .
۶: هغه څه چي تیرېدل لري ، نو هیڅ غم نلري !
۷: انسان باید په ژوند کي هڅه وکړي هر هغه څه چي یې خوښ دی په لاس راوړي ، کنه نو بیا به مجبور وي هغه څه چي یې په لاس راوړي دي خوښ کړي !
۸: فرصتونه د سختیو په زغملو کي منځته راځي ، د جاذبې پرته الوتنه مانا نلري !
۹: ټول دردونه دوه علاجه لري ! د وخت انتظار او چوپتیا
۱۰: د داړونکي لېوه سره مخامخ کېدل تر هغه ډېر ښه دی چي ترشا دي خاین سپی روان وي !
۱۱: هر وخت په چوپ پاته کیدلو کي د چیغو وهلو هنر زده کړه !
۱۲: د اورلګیت په یوه خاشه زرګونه وني سوځول کیدای سي خو د یوې وني څخه میلیونونه خاشې جوړیږي !
۱۳: هغه چي ژاړي یو درد لري هغه چي خاندي یو زر او یو دردونه !
۱۴: د ژوندانه په اوږدو کي یو شئ په وار وار ثابت سوئ دی چي : ځینو احمقانو هم رښتیا ویله !
۱۵: هر انسان مخکي لدې چي د خپلو دښمنانو څخه زیان وویني ، تر هغه مخکي خپلو ساده دوستانو ډېر کړولي وي !
۱۶: تل غواړو پدې پوه سو چي ، ګل ولي ازغی لري ؟ راسئ ! کله پدې هم ځان خبر کړو ، چي ازغی ولي ګل لري ؟!
۱۷: که دې خلک پر خپل حال پرېښودل تا به پر خپل حال پرېږدي !
۱۸: ژوند د مرګ لپاره مه کوه ! بلکي ومره د ژوند لپاره !
۱۹ : ژوند د مرګ او پیدایښت تر منځ یوه تفریح ده !
۲۰: غصه او قهر په لیونتوب پیلیږي خو په پښیمانۍ پای ته رسیږي !
۲۱: آزادي د تاریخ تلپاتې ارزښت دی !
۲۲: لاره په یاد ولره ! ځکه مقصد همدا لاره ده !
۲۳: د خپل ځان سره صادق واوسه ! او د هغه څه په اړه بېباکه چي څوک یې ستا په اړه فکر کوي ، ستا په اړه د خلکو تعریف هم مه منه ، بس یوازي خپله ، خپل ځان تعریف کړه !
۲۴: بریالیتوب یوازي د هغه چا دی چي د لاسته راوړلو لپاره یې په ورین تندي ثابت او ټینګ قدمونه اخلي !
۲۵: ژوند یو سفر دی ، نو راسئ ! یو دبل لپاره ښه همسفره واوسو !
۲۶: ښځي په غوږونو میني کیږي او نارینه په سترګو …….
۲۷: په ژوندانه کي نیکمرغي په چا پسې نه راځي ، انسان باید په نیکمرغۍ پسي ولاړ سي !
۲۸: نړۍ دومره لویه ده چي ټوله د اوسیدو لپاره پکي ځاي لري ، نو باید د دې پر ځای چي د چا ځای ونیسو او یا ځان د چا پرځای ځاي پر ځای کړو ، پخپله ځانته رښتینی ځای پیدا کړو !!!
۲۹: د رښتیا په موندنه کي هڅه د رښتیا تر پیدا کولو خوږه ده !
۳۰ : په کورني ژوند کي ترټولو بدمرغه کلمې دا دوې دي : دا زما او دا ستا ….
۳۱: د تیروتنو په سمون کي دي ملګرو ته هغومره وخت ورکړه ، کوم چي دي د هغه په خرابولو کي ځان ته ورکړی وو !
۳۲: ستا په ژوند کي د مثبت بدلون امکان سته ! ځکه نورو دا کار کړی دی !!!
۳۳: د خپلي میني او محبت زیرمه دي ، د ټولو انسانانو سره د میني په کولو سره شتمنه کړه !
۳۴: د زغم په ونه د آرامۍ او خوشالۍ میوه ځوړند ده !
۳۵: هغه څه چي دي په رڼا کي لیدلي دي ، په تروږمۍ کي یې مه هیروه !
۳۶ : خدایه ! راسره مرسته وکړه ، چي د ټولو سره د زړه له کومي مینه وکړم ، نه په ریاء او نه په تشه وینا !
۳۷: هیڅ انسان ستا دوست یا دښمن ندی ! بلکي انسانان ټوله ستا ښوونکي دي !
۳۸: په کوچنیوالي مي فکر کاوه چي دا خلک څومره لوی دي او وېرېدم ، کله چي لوی سوم ومي لیدل چي ځیني خلک څومره کوچني دي او بیاهم ووېرېدم !!!
۳۹: هیڅ یوه داسي ستونزه نسته چي پوره مینه او محبت یې پرګونډو نکړي !
۴۰: تاسو کولای سئ چي د نړۍ ترټولو ښه تخم په لاس راوړئ ! خو که یې د شیندلو لپاره مناسبه ځمکه او پیدا نکړئ ، ګټه نلري !
۴۱: نارینه تل هڅه کوي چي د ښځي لمړی مین واوسي او ښځي دا غواړي چي د نارینه آخري مینه پاته سي !
۴۲: په ژوند کي ځیني وخت ډېر ژر نا وخته سي !
۴۳: ددې لپاره چي ستر سې ، نو لمړی کوچنۍ کېدل تجربه کړه !
۴۴: هیڅ نارینه ښځه نه پېژني ، هیڅ ښځه نارینه نه پېژني ! نو د یو ځای ژوند کولو راز یې همدا دی …..
۴۵: د دې څخه وېره مه لرئ چي ژوند مو پای ته ورسېد ! وېره د دې څخه پکار ده چي ژوند مو هیڅ پیل نسي !
۴۶: موږ تر هغو چي یو شئ د لاسه ورنکړو په ارزښت یې هم نه پوهیږو ، خو په عین حال کي چي کوم شئ بیرته په لاس را نه وړو نپوهیږو څه شئ مو د لاسه ورکړی ؟!
۴۷: تر ټاکلې اندازې زیات ځان مه ځوروه ! تر ټولو غوره څه داسي مهال لاس ته راځي ، چي تمه یې نلرې !
۴۸: څوک چي د میني او محبت کولو لپاره حد او اندازې ټاکي ، د میني او محبت په مانا نپوهیږي !
۴۹: یوازینۍ ودانۍ چي د لړزیدو وروسته لا نوره سختیږي هغه زړه دی !
۵۰ : پرېږده چي عظمت ستا په کتلو کي وي ، نه په هغه کي چي ته ورته ګورې !