لیکنه: انجنير قسیم الله عابد
ژباړه او زیاتونه: انجنير قسیم الله عابد
دزلزلی له کلیمی سره مونږ او تاسی ټول اشنا یو زلزله یو طبعی پیښه ده چی ډيره زوروره زلزله د انسانانو د ژوند اخستو او د ډیری ورانی سبب ګرځي زلزله د ځمکي د ښوريدو، رپیدو او خوځيدو څخه عبارت دی چی دځمکی د تکتونيکي حرکتونو ، اور غورځونکو غرونو د چاوديدو او ځينو نورو عواملو له اثره منځته راځي اوس راځو ديته چي څنګه کولای شو د زلزلي په مقابل کی د کوچنيو تعميرونو مقاومت زیات کړو.
د زلزلی په مقابل کی د کوچنيو تعميرونو مقاومت مونږ کولای شو د ساحی په انتخاب، د تعمیر په پلان ګذاري او د هغي په جوړوني کي د احتیاطي تدابیرو او اندازو په اخستو سره زیات کړو چی هر یو ته یی په لنډ ډول اشاره کوو:
1. د ساحي ټاکنه
د تعمير د جوړيدو څخه بايد په لاندی حالاتو کي مخنيوي وشي:
• تعمیر باید د ناپايداره خاوري سره نژدي نه وي.
• په مايله سطحه کي چيرته چي د پايو ارتفاعګاني سره توپير ولري.
• د سیلاب په واسطه زیانمنه شوي ساحه.
• د ځمکي لاندي خاوري ناپيوستوالي مثلآ چي یوه برخه یی د صخری څخه وي او بله برخه یی د خاوري څخه وي.
2. د تعمير پلان ګذاري
منظم پلانونه نسبت هغو پلانونو ته چي غیرمنظم دي د زلزلی په مقابل کي ډير محفوظ دي چی مونږ باید کوښښ وکړو چي د L,H,T,E پلانونو پرځاي د مستطلي او مربعي پلانونو څخه ګټه واخلو چي د مستطلي پلانونو طول بايد د هغي د عرض د دوه چنده څخه زيات نشي.
3. تهدابونه
د يو منزله تعمیر لپاره باید د تهداب عرض د ۷۵ سانتی مترو څخه کم نه وی او د څو منزله تعمیرونو لپاره باید د تهداب عرض د ۹۰ سانتي مترو څخه کم نه وي او همدارنګه د تهداب ژوروالي دهغی خاوري لپاره چي نرمه وي د ۱۰۰ سانتي مترو څخه او د هغی ځمکي لپاره چي صخره یی وی د ۴۵ سانتي مترو څخه باید کم نه وي.
د تهداب د جوړيدو څخه مخکي ټول بیکاره مواد د اوبو په شمول د تهداب د کندی ( (Trench څخه وویستل شي او د تهداب اسا س ښه کمپکټ شي او وروسته د تهداب د جوړيدو څخه بايد د تهداب بيرته ډکون (Back Filling) په مناسب شکل ترسره او ښه کمپکټ شي.
4. معماري
i) د سنګاري څخه د ګټي اخستني په حالت کی:
• هره ډبره بايد په پلنو کيښودل شي
• د ډبرو ترمنځ خاليکاوي باید د ډبرو په وړو ټوټو ډکي شي او مساله پکي لږه وکارول شی.
• د زاویوی شکل لرونکو ډبرو څخه بايد ګټه واخستل شي نه له ښوئيه ډبرو څخه.
• په هر ۶۰۰-۷۵۰۰ ملي متره طول کي یو سرتاسري ډبره بايد کيښودل شي.
ii) د خشتکاري څځه د ګټی اخستنی په حالت کي:
• یوازي د مناسبی او ښي پخي شوي خښتي څخه باید ګټه واخستل شي.
• د خښتی مخ يا مارک شوي برخه یی باید پورته راشي تر څو د بل راتلونکي کتار سره ښه بافت تر لاسه کړي.
iii) د کانکريټي بلاکونو څخه د استفادي په حالت کي:
• د بلاک د ناهموار مخ لاندي او پورته خواته کول تر څو ښه بافت ترلاسه کړی.
• کانکريټي بلاکونه باید قوي وي.
• د بلاک پورتني او لانديني مخ باید د استعمال څخه مخکي ښه برش شي.
5. دروازي او کړکي
• هغه ديوال چي یو بل ته نژدي ډيري کړکي او دروازي ولري د زلزلي په مقابل کي ژر تخريبيږي.
• کړکي باید په یو لیول کي وساتل شي.
• ټولي کړکي او دروازي چي په يو ديوال کي پريښودل کيږي باید د ديوال د ۳/۱ برخي څخه زيات نه شي.
• دروازي بايد د دیوال په کنج کي ځاي پر ځاي نه شي او د متقاطع دیوال څخه بايد ۵۰ سانتي متر لري وي.
• د دوو دروازو یا کړکيو ترمنځ کمترينه فاصله باید ۶۰ سانتي متره وي.
6. چجه
چجه باید د ۹۰ سانتي مترو څخه زياته نه شي او که چیرته وغواړو چي له دی څخه يی زیاته کړو نو د پايو او بيمونو څخه باید ګټه واخستل شي.
7. چت
• په ميلان لرونکو چتونو کي که چيرته وايه زياتيږي نو باید د عرضي تیرونو پرځاي د ترسونو څخه کټه واخستل شي.
• هغه تعميرونه چي څلورو خواوو ته ميلان لري نسبت هغو تعميرونو ته چي دوو خواوو ته ميلان لري د زلزلي په مقابل کي قوي دي.
8. کانکريټ او مساله
د دريايي شګي څخه بايد استفاده وشي او مخکي له استعمال څخه ښه چاڼ شی تر څو بیکاره مواد ورڅخه لري شي.
جغل باید زاويوي او درجه بندي شوي وي او مخکي تر دي چي د کانکريټو ته اوبه ورعلاوه شي بايد سيمنت او جغل په وچ ډول ښه سره ګډ شي.