ليکنه: محمد بشير جمعه
ژباړه: ظاهر عمار
ــــــــــــــــــــ
کوم مسلک غوره دی، په دې اړه بايد لاندې خبرې په پام کې ونيول شي:
1. وړتياوې
له وړتياوو نه مطلب د انسان فکري او بدني خوبۍ دي، خو د خوبيو اندازه هغه وخت کېدای شي چې د خپلو خاميو يا تېروتنو احساس وکړو. يو ځوان غواړي پېلوټ شي، خو نظر يې کمزوری دی، ځکه نو هغه پېلوټ کېدای نه شي. يا یو څوک غواړي ژورناليست شي، خو پر ژبه عبور نه لري، نو په دې مسلک کې نه شي بريالی کېدای. د ښو خبرو اترو وړتيا لرونکی کس ښه وکيل يا د پېر او پلور په چارو کې بريالي کېدای شي.
2. زده کړې
له زده کړو نه مطلب دا دی چې تر اوس مهاله چې کومې زده کړې تر لاسه شوي، بايد د هغه مسلک له اړتياوو سره سمې وي چې ټاکل کېږي. که څوک غواړي ډاکټر شي، بايد خامخا د طب د لومړنۍ او منځنۍ دورې ازموينې په برياليتوب سره ورکړي، بيا نو د دې وړ دى چې د (MD) داخله واخلي.
3. ځيرکتيا
په ژوند کې د بريا له پاره پر زده کړو سربېره ځيرکتيا هم لازمي ده. د ځيرکتيا مطلب دا دی چې خپله پوهه او تجربه وارزول شي او پر وخت ترې کار واخيستل شي. ښه حافظه، ځيرکتيا ته ښکلا وربښي. له ډېرو لږو وسايلو څخه په اغېزمنه توګه کار اخيستل هم د ځيرکتيا کرشمه ده. انسان چې هر مسلک غوره کول غواړي، ځيرکتيا پکې د بريا له پاره خورا ضروري ده.
4. شوق يا ميلان
هر چا ته يو يا څو کارونه اسانه ښکاري، د نورو خلکو په پرتله يې ژر زده کولای شي، پر تخنيکي خواوو يې ډېر ژر پوهېږي، ده ته د نورو خلکو په پرتله ځکه دا برتري حاصله وي چې له دې ځانګړې څانګې سره شوق لري. ځينې ځوانان له برقي سامان الاتو سره دومره شوق لري چې ډېر ژر يې په رازونو پوهېږي. د مسلک په ټاکنه کې خپل شوق ته پاملرنه لازمي ده او له دې سره سم بايد له خپلو ټاکنو څخه يو یې د مسلک په توګه وټاکل شي.
5. دلچسپي
ځينې کارونه د نورو له پاره اسانه نه وي، خو تاسې يې په اسانۍ تر سره کولای شئ او کوم کارونه چې تاسې ته سخت ښکاري، نورو ته ډېر اسانه وي. د سختۍ او اسانۍ دا ټوله لوبه زموږ د شخصي دلچسپۍ له امله ده. موږ چې له کوم کار سره مينه لرو، همغه راته اسانه ښکاري. د عملي ژوند له پاره د مسلک د ټاکلو پر مهال د دلچسپۍ عنصر خورا مهم دی، ځکه انسان بايد همغه کار د ځان له پاره د مسلک په توګه وټاکي چې ورته په زړه پورې وي. کوم کار چې په زړه پورې او د شوق مطابق نه وي، هغه اصلا کار نه وي، يوازې يوه بوختيا ترې جوړېږي او د تر سره کولو پر مهال يې سړی د ستړيا احساس کوي، که څه هم چې ډېر وخت پکې بوخت وي. بايد هڅه وکړئ، هغه کار چې ستاسې له پاره په زړه پورې دی، همغه د خپل مسلک په توګه وټاکئ.
6. حالات او چاپېريال
حالات او چاپېريال د انسان پر ژوند اغېز کوي، د مسلک په ټاکنه کې ستاسې پرېکړه هم اغېزمنولی شي او ستاسې د هڅو لوری هم ټاکلی شي. د مثال په توګه، د کمو وسايلو لرونکي يوه ځوان ته پکار ده چې د خپل پلار د لاس سپکولو په خاطر له دولسم ټولګي تر فارغېدو وروسته يوه دنده تر سره کړي. دلته ده چې نوموړی ځوان د خپلې کورنۍ حالاتو ته په کتو، له دولسم ټولګي تر فارغېدو وروسته دنده هم تر سره کولای شي او د شپې پوهنتون له لارې خپلو زده کړو ته هم دوام ورکولای شي.
حالات او چاپېريال سخت وي يا اسانه، بايد د ژوند د حقيقت په توګه ومنل شي او په همدې حالاتو کې بايد خپله لاره وټاکل شي.