لیکوال: محمد اظهار الحق
ژباړه: احمدشاه پاڅون
د ژمي په یخه او باراني شپه زه وفات سوم.
په دې ورځ له سهاره باران وریدی، مېرمني مي سهار لا ډاکټر ته بوتلم، ډاکټر درمل راته تغیر کړه، مګر د معمول خلاف چپ پاته سو، نه یې ماته څه وویل او نه زما مېرمني ته. بس یوازي یې په سترګو راته کتل.
تر غرمې مي حالت نور هم خراب سو.
هغه زوی، چي مي پاکستان کي وو، هغه د یوه روزنیز کورس لپاره خارج ته تللی وو، کشره لور او د هغې خاوند د یونیسف د سروې لپاره کراچي ته تللي وه. لاهور، کي مي چي کومه لور وه، هغې د نه خبرولو غوښتنه ما وکړه. ځکه د هغې خاوند بیخي بوخت وو او د ماشومانو له امله د هغې راتګ هم ستونزمن وو. هغه دوه زامن مي، چي خارج کي اوسیږي، د هغوی مي نو ولي ناکه طبیعت ور خراب کړی وای.
همداسي یوازي زه، زما مېرمن او زموږ یو نوکر په کور کي وو، چي تر ماښام کیدو وړاندي به خپل کور ته تلی.
مازدیګر غټ وو، چي احساس مي کړه، له ډیري کمزورۍ په مشکله خبري کولای سم. ما خپله پخوانۍ ډایري را و ایستل، مېرمن مي څنګ ته کښېنول. پرما او پر خلکو باندي د قرضونو په اړه مي معلومات ورکول.
مېرمن مي لږ غوصه سوه( دا خو ستا عادت دی، چي لږ هم ناروغه سې، بس ډایري را وباسې))
مګر د هغې په دې غبرګون کي د پخوا په ډول یقین نه لیدل کیدی.
بیا نو لمر ولویدی، تیاره او یخني دواړه مخ په زیاتیدو وه. مېرمن مي زما لپاره د سوپ تیارولو پسي اشپزخانې ته ولاړه.
د هغې په غیرحاضري کي ما څو ژوري ژوري ساګاني واخستې او مړ سوم.
احساس مي کړه، چي ورو ورو زه له خپله وجوده وځم، بیا لکه هوا کي چي اوبازي کوم، د خوني چت ته ورسیدم. چي مېرمني مي سوپ راوړ، ما لیدله، یوه لحظه یخی سوه او بیا یې په چغو چغو ژړا شروع کړه. ما غوښتل څه ووایم، نادره وه، هر څه مي لیدل، مګر هیڅ مي نسوه ویلای.
د لاهور لور مي د شپې په اخر کي راورسیده، د کراچي څخه مي هم لور او د هغې خاوند سهار په لومړي پرواز کي راورسیده.
زامن خونو درې سره خارج کي وه، چي هر څومره ژر هم راغلی وای، دوې ورځي وخت یې نیوی.
په دې سبا مازدیګر مهال زما د تدفین مراسیم تر سره وه.
شاعران، ژورنالستان، مدني فعالان بیخي ډیر راغلي وه، له کلي هم تقریباً ټولو ځانونه رارسولي وه. د ماماګانو څخه له کلي هم د ماما درې واړه زامن دلته وه.
د لحد پر سر یې، چي کومي خښتي راته ایښي وې، د هغو له چولو خاوره را توی سوه.
وروسته نادر کیفیت سره مخ سو، ښايي فرشتې به راغلي وې، په دې ډول د سوال او ځواب لړۍ پیل سوه، چي دا سلسله پای ته ورسیده داسي احساسیده، لکه څو شېبې چي تیري سوي وي، مګر ملایکو راته وویل، چي پنځه کاله تیر سوي دي.
ملایکو یو عجبه وړاندیز راته وکړ(( موږ تا د څو ورځو لپاره بیرته لیږو، هلته نړۍ کي به څوک تا نه ویني، ولاړسه خپل خپلوان او خواخوږي و ګوره، که دي غوښتل، د پخوا په شان عادي ژوند در کوو، کنه نو بیرته راسه))
ما دا وړاندیز غنیمت و ګڼی او هو مي ورته وویل، دا بیله خبره وه، چي مخکي دا هرڅه فیصله سوي وه. وروسته د بې هوشۍ حالت راباندي راغلی، چي سترګي مي روڼي کړې د خپل کلي په کوڅه کي وم.
ورو ورو مي د خپل کور په لوري قدمونه واخستل. په لاره کي مي کرنیل صاحب ولید، د خپل کور مخي ته ولاړ وو، بیخي سپینږری سوی وو. خواجه صاحب د خپلي مېرمني سره قدم وهلو ته روان وو. د خپل کور ګیټ ته ودریدم، زما د نوم لوحه غیبه وه، په ګاراج کي موټر هم نه تر سترګو کیدی، هغه موټر، چي له وفاته څو اونۍ وړاندي مي یې نوي ماډل پېرلی وو، لمر ضد هنداري یې لرلي او د اصلي چمړې سیټونه یې وو.
حیران سوم، موټر به نو چیري وي؟ اولادونو خو خپل خپل موټر لرل، نو بیا زما مېرمن، چي دا مهال کونډه وه، ایا هغه بې موټره وه؟
دروازه پرانستې وه، تر ټولو لومړی پر ځینو پورته سوم او خپل کتابتون ته ورغلم، دا څه وینم؟ نه کتابونه وه نه المارۍ.
دلیکلو مېز، د هغه سره ګرانبیه څوکۍ، کوچ، د بیلابیلو دندو پرمهال راکړل سوي اوارډونه او ستاینلیکونه چي د المارۍ پر سر مي په خیال ایښی وه، د بې شمېره عکسونو البمونه هیڅ هم هلته نه وه.
د فارسیاتو قیمتي ایراني چاپ کتابونه مي ذهن ته راغله، د نیکه د لاس را پاته قیمتي قلمي نسخې(د سعدي د ګلستان نادره نسخه، چي د طلا په اوبو لیکل سوې وه، په لمر او سایه کي یې رنګونه بدلول) د نیکه جان او پلار جان ډایریان ټولي غیبي وي.
داسي راته و ایسیده، لکه خونه چي د ګدام په ډول کارول کیږي. پر مخامخ دیوال، چي د پنځلس زره په ارزښت ګرانبیه عکسونه مښلول سوي وه، ځای ځای کشېدلي وه.
زه خواشنی له کتابتون څخه ووتلم، د لوړ منزل په انګړ کي پراخ دمه ځای خدای پاماني اخیسته. دا څه دي؟ یو دم مي را په زړه سوه، ما له چکوال څخه د رنګینو پایو لرونګي، څلور پلنګونه راغوښتي وه، چي په وړیو اوبدل سوي وه، هغه مي په همدې دمه ځای کي ایښي وه، چي شاعرانو وړونو ډیر خوښ کړي وه. دا هم ورک وه.
لاندي میداني ته را کښته سوم، مېرمن مي په اشپخانه کي بوخته وه. په پنځو کلونو کي یې دومره تغیر کړی وو، چي سترګو کي مي اوښکي ورته راغلې. څنګه یې و پوښتم، چي د ځنګنو درد دي اوس څنګه دی؟ تلو یې هم دردونه کول، ایا درمل په سمه توګه ورته رسیږي که نا؟ ما به ورته په منظم ډول مېوه راوړل، نه پوهیږم اولادونه به څنګه چلند ورسره کوي. مګر نه ما خبري کولای سوې او نه هغې لیدلای سوم.
په دې وخت کي د ټلیفون زنګ راغلی، مېرمني مي تر ډیره وخته خبري کولې، له خبرو یې و پوهېدم، چي اولادونه غواړي دا کور و پلوري. مور یې مخالفت وکړ، چي دا به چیري اوسیږي؟ اولادونو ورته ویل، چي زموږ سره به وي.
مېرمني ته زما نصیحت یاد و، چي(جونګړه خپله ښه ده) مګر هغې د اولادونو د ضد په وړاندي خپله وسله کښېښوده. له خبرو مالومه سوه، چي موټر یې پلورلی دی او هغې خپله دا غوښتل، ویل: چي دې لپآره یو کوچنی موټر کفایت کوي.
په دې خت کي نوکر را ښکاره سو، چي هغه نوی ځوان اوس پوخ عمره ښکاریدی، ما د هغه جامې ولیدې، سترګي مي رډي را و ختې، د هغه زما هغه ګرانبیه قمیس، چي هانکانګ کي مي اخستې وو، په تن وو او لاندي یې هغه پتلون اغوستي وو، چي ما یې توکر له اټالیا راغوښتی وو.
ښه نو زما ګرانبیه جامې په مزدورانو تقسیم سوي دي.
ما یو کال ( له دې پرته چي خلک مي و ګوري) ټول کتل څارل. د هري لور او زوی کور ته ولاړم د هغوی خبري مي اوریدې، کله کله به د بابا مرحوم (زما) ذکر کیدی او هغه هم بیخي سرسي. مګر زما زینب لمسی به تل د خپل نیکه یادونه کول. یوه ورځ یې مورته ویل: (( دا د پانسونو څخه جوړ میز او څوکۍ زما د نیکه د لاس دي، زه ډیره کوچنۍ وم، چي هغه راوړي وه، دا مه غورځوه))
مور یې ځواب ورکړ: ((ژر دي خپلي جامې بدلي کړه او ډوډۍ دي و خوره او ما زما د ملګري کور ته ورسوه))
زه د شاعرانو، ادیبانو ټولنو او ناستو ته ورغلم، هیڅ چیري مي هم خپل ذکر وانه ورید. هغوی، چي پر هره خبره به یې ماته د نوي غزلي د روزن مرکز خطاب کوی، لکه هیر سوی چي یې یم.
اوس د هغوی نوکرانو زما کتابونه د هغوی د میزونو له سرونو ټول کړي وه.
یو ځل هدیرې ته هم ورغلم، قبر مي پر بد حال وو، واښه پر را شنه سوي وه. شناخته د مرغانو د ناستو له امله په بل مخ اوښتې وه. د شاوخوا د قبرونو هم همدا حال وو.
تر یو کال کتنو او ګرځیدنو وروسته زه دې نتیجې ته ورسیدم، چي زما په مرګ په دنیا کي هیڅ کمبود نه دی راغلی، د یوې ذرې په اندازه هم نه.
مېرمني یادولم، مګر اولادونو او لمسیانو بیخي هیر کړی وم. د ادبي محلفونو لپاره زه اوس د تاریخ یوه برخه ګرځېدلی وم.
هغه غټي غټي ادارې، چي زه پکي مشر تیر سوی وم، هلته د نومونو پخوانۍ لوحې لا لیري سوي وې او نوي یې پر ځای راغلي وې.
دنیا هم داسي روانه وه، هیچ چيري زما اړتیا نه وه، نه په کور کي نه دباندي.
بل خوا په چټکۍ تهذیبي، ټولنیز او اقصادي بدلونونه راروان وه، د الوتکو سرعت تر پخوا څلور برابر ډیر سوی وو. د نړۍ ټوله نظام سره غونډ سوی او د یوه مبایل په نس کي ایښودل سوی وو. زه ددې نوو مبایلونو په استعمال هم نه پوهیدم.
فرض کړئ، که ما له فرشتو غوښتي وای، چي ما بیرته نړۍ ته د عادي ژوند لپاره و لیږي او راغلی هم وای، نو هیڅ چیري به ښه راغلاست نه وای راته ویل سوی.
اولادونه به خواشني سوي وای، هغوی د خپل ژوند لپاره خپل خپل پلانونه او ارمانونه لرل، چي هلته نور زما لپاره ځای نه وو. کیدای سي مېرمني به هم راته ویل: چي بیرته راغلې زما ستونزي دي زیاتي کړې. کور خرڅ سوی، زه یوه یم د یو زوی سره به اوسیدم اوس به هغه دوه چیري و پالي.
ملګري مي لږ ژوندي پاته وه، هغوی هم اوس ټول ناروغ او له ترپه لویدلي وه.
که زه بیرته نړۍ ته راغلی وايي، نو ننۍ نړۍ سره به مي هیڅ سر نه خوړی، لکه په نوو جامو کي پینه، لکه نوي کلي کي زوړ قبر.
ما ملایکو ته وویل: زما وروستۍ غوښتنه داده، چي زه بیرته قبر ته تلل غواړم.
ملایکي و خندل او تبصره یې ډیره لنډه وه.
(( هر انسان دا فکر کوي، له ده وروسته، چي نړۍ کي کوم کنډو را منځ ته کیږي، هغه به هیڅ کله ډک نسي. مګر په دې نه پوهیږي، چي دده په نه شتون کي اصلاً هیڅ خلا نه را منځ ته کیږي. ))
You also might be interested in
د بوکو حرام په اړه به مو رسنیو څخه ډېر[...]
محمد ریاض سادات د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ څخه[...]
لیکنه: ریچاردټمپلر ژباړه: ذبیح الله رحیمزی يوڅلوېښتم قانون: ((د اوسنۍ[...]