د دنیا په یوه کوچنۍ ښار کې، یو کوچنۍ کلي کې یوه کوچنۍ ماشومه ؤمه چي یوه کوچنۍ شانته زړګۍ مې ګوګل کې هرڅه نه ناخبر او نادان اوسیدله.
د زمانې هر یوه درد او رنځ نه مې لرې ساتلۍ ؤ خپله زړه، لکه چي زه پخپله یوه کوچنۍ ماشومه ؤمه نو خپل زړه مې هم د خپلې نانځکې پشان ساتله او په هیڅ هم نه ؤمه خبر.
د دنیا په درد، رنځ، په اوښکې او په غمونو نه ؤمه پوه، صرف زه ؤمه او زما او زما خپله د ماشومتوب ښایسته دنیاګئ، تر هغه وخت پورې چي یوه ورځ زما ښایسته نانځکه د یوې ورځ لپاره د بل چا کور کې رانه هیر شوي ؤ او سبا کله چي زه نانځکې پسې ورغلمه هرڅه ډیر بدل ؤ.
کله چي د خپل نانځکې د اخیستو لپاره سباته ورغلمه ترڅو بیرته زما نانځکه زما خپل شي نو هلته مې ولیدو چي زما د ښایسته نانځکې هرڅه ډیر بدل، بدل ښکاري، هرڅه یې بدل شوي ؤ، د هغې کالي د هغې د ویښتانو سینګار، د هغې غوښتنې، مینه او هرڅه یې بدل ؤ. زه همالته سوچونو کې ډوب شومه او پس له ډیر سوچ دې نتیجې ته ورسیدمه چي،
نانځکه خو زما ده او زما وه خو اوس د بل چا په کور کې د یوې ورځې پاتې کیدو سره د هغې هرڅه بدل شو حتا د هغې زړه هم، اوس هغه نور زما نده، د بل په کور کې پاتې شو، د بل په خوله او خواله ژوند کوي اوس، د بل په خوله ښکته پورته کیږي نن.
نو ما هم تصمیم ونیوله چي هغه نانځکه که همالته د بل چا کور کې پاتې شي نو ښه به وي ځکه چي اوس هغه هم همدا غواړي او زما خوښي زما د نانځکې خوښي وه، ماته ډیر سخت هم ؤ د خپل نانځکې پرسښودل او هیرول خو بیا هم،
ما تل همدا غوښتله او همدا مې دعا کوله چي زما نانځکه دې د همغې بلچا په کور کې خوشحال واوسي، ما به تل د همغې لرې نه د خپل نانځکې خیال ساتلو، تل به مې ورته رنګین کالي ګنډلو، سینګار به مې ورته وکړو، مینه به مې ورکړو او ډیرڅه به مې ورته کوله خو،
خو ما هیره کړي ؤ چي زما نانځکه زما سره نشته اوس، هغه د بلچا کور کې دي او د بلچا لاسو ته غورزیدلئ، ما به بار بار ورته سینګار وکړو، ښایسته جامې به مې ورته جوړې کړې او خورا زیات مینه کې ورکوله خو ساعت وروسته چي مې خپل نانځکې ته پام وشو نو ما به لیدله چي بیرته ډیر ښیرن، ډیر بې مینه، خسته، مات، مات او لوټ به ؤ ټوله، هماغه بل کس چا سره چي زما نانځکه پاتې ؤ هماغه به هرڅه زما نانځکې ته بدلوله او زما نانځکه هسې چي وه نه ښکاریده بیا :'(
د دې هرڅه سره زه ډیر په تنګ شومه، ډیر به راباندې بد لږیدله ځکه چي، زما نانځکه ډیر ښایسته او معصومه ؤ خو چي کله هم د بل چا کور کې رانه پاتې شو نو ډسر حال یې خراب شو، تل تکه، تکه او ټوټې، ټوټې به ؤ، تل به مات ؤ او تل به راته بل، بل ښکاریده. زما نانځکه یې دومره ډیر راته بدل کړي ؤ چي حتا نوم یې هم نور بدل ؤ، نور وخت چي کله زما نانځکه ما سره ؤ نو ټول به ورته “کوچنۍ معصوم ستوري” ویل، خو کله چي هغه بل چا سره د هغه په کور کې پاتې شو نو کله به د “مزاحمې” او ډیر کله به د “نادانې” په نوم یادیده او دا نومونه ډیر دردونکي ؤ هم هغې ته هم ماته خو،
خو څه وکړمه اوس مې نانځکه همالته هیره شوي، اوس نور نو زما نانځکه زما نده او د هغې بل کور والا دي اوس ځکه نو، زه اوس بیچاره او مجبوره یمه او نشمه کړاي چي خپل نانځکه بیرته خپله کړمه او هغې نه یې واخلمه بیرته.
اوس نو فقط دعاوې راسره پاتې دي، اوس نو فقط یو هیله لرمه ژوند کې چي هغه کور والا زما ښایسته نانځکه راته نور ونه ځوروي، نور ورته مزاحم یا نادان ونه وایې، زما د نانځکې په قدر دې ښه پوه شي او نور یې ورته د مینې توهین ونکړي. پوه دې شي چي زما نانځکه اوس د هغې د ژوند یوه برخه ده، د نانځکې پام دې وساتي او نور بیا لکه د تل پشان یې ټوټې، ټوټې پرینږدي نو همدا زما اوس د ژوند یواځنئ خوب او ارمان دي ټول ژوند لپاره….
زما ښایسته نانځکه
لیکنه: ظریفه غفاري
هندوستان – ۳/۱۰/۲۰۱۵