ليکنه: مطيع الله هدايت
ستا په ليدو مې تل له سترګو اوښکې روانې وي، ستا اوسنۍ وضيعت نه شم تحمل کولای، ستا اوسنی چاپيريال نه شم زغملای، ستا ليدل راته ګران ښکاري، ستا بنديتوب لکه نظامي هډه زما پرمخ يو تور داغ دی، که څه هم د ولايت مقام او معارف په ۵۰ مترۍ کې موقيعت لري خو تر تا تاو جدولونه ستا په دروازه کې مسلح کسان همدارنګه ستا غوندې نورو ښوونځيو کې بې نظمي، د ښوونکو بې احترامې د سلاح سره ټولګي ته د زده کوونکو داخليدل، د ښوونکو ګواښل، د ښوونکو شهيدانيدل، د ښوونکو بنديکيدل، د ښوونکو وهل او ستا د زده کوونکو د تعليمي کچې ټيټيدل دا هر څه د انقلاب او په موږ د تپل شوې جګړې نتيجه ده. ته مه خفه کيږه! دا هرڅه د زغملو نه دي خو ته صبر وکړه. که ته وايې چې څوک مې پروا نه لري نو داسې نه ده، بلکې له هغه وخته چې په ښه او بد باندې پوهېدلی يم ستا سره مې مينه ده، تر دې چې کله به مې ستا په ويجاړ تعمير سترګې ولګېدې دا احساس او ارمان به را سره پيدا شو چې کله به د الله (جل جلاله) په فضل سره داسې وخت را ورسېږي چې ستا ويجاړ په مرميو باندې سوری سوری تعمير په نوي تعمير بدل شي، خو د الله (جل جلاله) فضل ؤ، دا وخت هم را ورسېدو، زما چې کوم ارمان ؤ، هغه هم پوره شو ستا د تعمير د جوړيدو لومړنۍ چارې پيل او بشپړې شوې خو متاسفانه چې ستا په تعمير باندې داسې يو خائين ټېکه دار مسلط شو، چې ستا د تعمير جوړول يې هدف نه ستا د انګړ زرغونيدل يې هدف نه بلکې خپل جېب ډکول يې هدف ؤ او هغه نمک حرام انجينير چې ستا په غېږه کې يې پوهه تر لاسه کړې وه او ستا په غېږه کې يې لوبې کړې وي هم ور سره شريک شو، زه هم حيران وم چې، دا څه وينم خوب دی که حقيقت او څه وکړم خو، بې وسه وم ما وبښه نو ځکه ستا تعمير او ستا انګړ زرغون نه شو. کوښښ کوم چې دا آرمان مې پوره شي! خو دا چې ستا دُښمنان دومره زيات دي چې، ستا د زده کوونکو د پوهې د کچې لوړولو،نورې ترقۍ او ستا د ابادۍ لپاره کومه بوديجه ځانګړې شوې وي، په هغې باندې بيا ځينې ظالم چارواکي خپل شخصي کارونه کوي ته ترې هيره شې، هغه داسې کوي چې څوک جګړو، څوک خريدارۍ، څوک معاينه کې ستا بوديجې ته که ښامار ولاړ وي. او بس په يوه اوسيلي باندې هرڅه زموږ له سترګو پناه کړي. خو ته مه خفه کېږه! ځکه ستا له غېږې داسې انجينيران او ځوانان پورته شوي چې، هغه به تل ستا د ابادۍ په لټه او کوښښ کې وي، ستا له بچيانو سره دا احساس دی چې ستا تعمير ښکلی وي، ستا تعمير څو پوړونه ولري، ستا په غېږه کې د ستورو په شان ماشومان په ارامه فضاء او زرغون انګړ کې د پوهنې په ګاڼه باندې سمبال شي، خو ته صبر وکړه دا وخت انشاء الله ډېر زر را روان دی، ځکه ستا له غېږې پورته شوي کسان تر اوسه خپل هدف ته ندي رسېدلي، انشاء الله ډېر زر به ورسېږي. او بيا به ستا د ابادۍ لپاره ځانګړې شوې بوديجه بې ځايه نه مصرفېږي. زما دا ارمان دی چې ستا سر ښوونکی، ښوونکي، ټول با استعداده او د لوړ همت او ايډيالوژۍ څښتنان وي، همدا شان ستا زده کوونکي زما وروڼه هم د ښه استعداد څښتنان وي، ځکه زه ستا په هر څه فخر کوم. ستا زرغون انګړ، ستا آرامه فضاء ماته زياته انرژي راکوي خو متاسفانه چې زما همکاران ډېر کم ليدل کېږي، اميد دی چې، په دې اړه ستا بچيان زما سره ډېره همکاري وکړي او زما دا ارمان پوره شي. ته زما ښوونځۍ يې! ستا خوږه غېږه، ستا ښوونکي (زما معنوي پلرونه) زما وروڼه چې ستا په غېږ کې اوس هم زده کړې کوي هيڅ کله هم زه له خپل ياد څخه نشم ايستلی، هر څومره يې چې هېروم، او هر څومره چې خپل زړه ته تسلې ورکوم خو بياهم هغه شېبې رايادې شي، چې سهار وختي به ستا په لوري په داسې حال کې در روان وم، چې په ويجاړه بکسه کې به مې کتابونه او د هډوکي په شان کلکه ډوډۍ پرته وه. اوس چې له تانه لرې يم خو بيا مې هم ته له ياده نه يې ايستلې، ستا ښکلي يادونه همېشه راسره ملګري وي، که له تاسره نشته يم خوپه هواکې ستا د انځورونو يوکاروان وينم، په سمندرونوکې راته ستا تصويرونه ښکاري، تورې خاورې راته هندارې اوپه هنداروکې ستا دخيالي انځورونوترسيمونکۍ ښکارم. کله فکرکوم چې ستا په طرف در روان يم او دوجود په سيوري کې مې هم هغه څوک په بله څېره راسره روان دي، په کوم وخت کې به چې زه سهار وختي له خوبه پاڅېدم او ستا په طرف به په لاره کې را سره ملګري ؤ. خو دغه څېرې اوس راته پردۍ اونا اشنادي خو بيا هم د هغوی په شان راته ښکاري، زه هم نه يم نا اميده،ښايې ټول عمر هم راته ستا دمينې دغه انتظار ستړی کوونکی نه وي، اوس هم زماپه غوږکې همغه ستا د مينې، عاطفې او لورېنې انګازې شته چې ما ژوندی ساتي او د را تلونکي لپاره مې په زړه کې دهيلو کار وان شيندي. د دې ستړي ژوند دکاروان په مزلونوکې هم ستا دمينې انګازې اورېدل کيږي، په خوبونوکې هم ستاڅخه د مسافرې مينې، عاطفې اولورينې څرکونه له ورايه ښکاري . خو ګرانې ښوونځئ: هغه څه چې زه يې ستا د مينې نه دومره په لرې کې ساتلی يم نشم بيانولی خوکله کله همدا وېره راسره وي چې هسې نه خپل ټول ژوند مې همدا سې په بې پروايۍ کې تېرکړی وي اوځان ته مې هېڅ پام نه وي. زه ښايي ډېر بې پروا وم خوما وبښه! ځکه زه ګنهګار او ته د پسرلي لومړنۍ سحريې، ته دګلونوآميل يې، ته زړونوته سکون بښې، ته زړونوته مينه اوعاطفه ورکوې، خوزه اوس هم ستا د مينې په ارمان د دې ستړي ژوند دکاروان سره مزلونه وهم. او تل دا کوښښ کوم چې ته اباده، ستا د غيږې د ګلانو علمي سويه لوړه ستا د ښوونکو لپاره سهلتونه او ستا غېږه زما له ماشومانو وروڼو په ارامه فضاء او ستا په زرغون انګړ کې ډکه وي. په آخر کې يو ځل بيا درته عذر کوم چې ته مه خفه کيږه! ځکه زموږ په وطن باندې يرغل شوئ، زموږ په وطن باندې تيری شوی، زموږ سره هيڅوک مينه نه لري، زموږ دښمنان زيات دي ستا د غيږي ګلان دلته په يو او بل تور وژل کيږي، شکنجه کيږي، په موږ باندې د پرديو جنګ تپل شوی، موږ ته د ټولې نړۍ کفار يو شوي، تر دې چې، ځينې مسلمانان هم زموږ په خلاف ورسره يو شوي، موږ دې ته نه پريږدي چې، ستا انګړ يو ځل بيا له هغه ويښو زده کوونکو، ويښو ښوونکو، ويښو مسؤلينو ډک شي چې، ته يې غواړې. او ستا په انګړ کې به ګرځيدل، ته به يې ساتلې، ستا څخه به يې دفاع کوله، ستا نوم به يې لوړ ساتلو، اوس حالات بدل شوي دي، مينه او ورور ولي نشته، ستا ښوونکي ستا مسؤلين چې، مخکې به يې په ورين تندي د معارف مسؤلينو ته سترګې غوړولې اوس په کمين کې ورته ناست دي او د معارف مسؤلين چې مخکې به يې ستا په ښوونکو او ستا په مسؤلينو سترګې رڼې شوې خوشحاله به شول،په هغوی به يې فخر کولو اوس برعکس هغه هم په کمين کې ناست دي، خو زما يقين دی ترڅو داحالات د ميني او ورور ولۍ طرف ته لاړ نه شي، ستاجوړيدل، ستا اباديدل…. دا ناممکن او څوک يې چې هيله لري هغه ماغوندې ليونيان دي.
مطیع الله هدایت
You also might be interested in
لیکنه: رحت ګل عمری هغه شېبې زما دخیال او خاطرو[...]
هغه وخت چې نړۍ په تورتمونو کې پرته وه، د[...]
لیکنه: عبدالولي د دنيا د نورو معتبرو او ژونديو ژبو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی