زموږ د هېواد، افغان دولت او افغان ملت لپاره کومه ملي ګټه لومړيتوب لري؟
که څه هم په بېلابېلو هېوادونو کې د ملي ګټو تعريف توپير لري خو په ټوليز ډول ملي ګټې هغه څه دي چې په ترلاسه کولو او ساتلو کې يې د يوه هېواد پايښت نغښتی وي. په دې څانګه کې به د افغانستان د سترو ملي ګټو لړ او د هغوی تر منځ د لومړيتوب ټاکلو هڅه وشي. دا کار به مرسته وکړي افغان ولس خپلې ملي ګټې وپېژني او د سترو هغو په لاسته راوړلو او خوندي کولو کې سره همغږي شي. تاسې هم کولای شئ د نورو سترو ملي ګټو په اړه لومړيتوب ته وليکئ.
که څه هم ټولې ملي ګټې لومړيتوب لري او پالنه يې په متوازن ډول اړينه ده خو د هغوی تر منځ د درجه بندۍ په ټاکلو په دې پوهېدلای شو چې په کومه برخه کې تر نور کار او تمرکز اړين دی. لاندې برخو ته رايه ورکړئ. په لاندې لړ کې د افغانستان څو سترې ملي ګټې په نښه شوې دي. ستاسې رايه به د دې ګټو له منځه په ترتيب سره د هغوی لومړيتوب په ګوته کړي. د خپل نظر شريکولو لپاره لاندې د څرګندونو په برخه کې خپل اند وليکئ او يا هم په لاندې پته موږ ته خپل نظر ولېږئ:
admin@lomritob.com
څو سترې ملي ګټې:
• د افغانستان پولې – ځمکنۍ بشپړتيا
• ملي هويت – افغانيت
• ملي يووالی
• ملي ترمينالوژي
• سواد – زدکړه
• ملي اقتصاد
• امنيت – سوله
• ملي کلتور – دودونه
You also might be interested in
لیکنه: ذبيح الله اېمان په دې دیارلسو کلونو کې چې کومه[...]
راټولونکی: خالد حق مل د اقتصاد پوهنځي محصلینو او سوداګرو[...]
لیکنه: عصمت الله صالح زیاتره کسان ډېری وخت په فکر کولو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی