ژباړه: حمیدالله حمیدي
وختونه وړاندې مې له یوه ملګري سره ټیلفوني خبرې کولې، او د انګریزي ژبې د زده کړې او په دې برخه کې د نورو اړینو توکو په اړه ور سره غږېدم.
خبره دې ځای ته را ورسېده، چې ملګري مې په غوسه وویل « ټول د هغه له لاسه، خدای دې هغه… که هغه نه وای اوس به مې پوره انګریزي ژبه زده کړې وای.
ترې ومې پوښتل ستا د انګریزي ژبې زده کول په هغه پورې څه اړه لري؟
په ځواب کې یې وویل « کلونه وړاندې زه د انګرېزي ژبې کورس ته تلم ښایسته مې دوه صنفونه خلاص کړي وو او په درېم مې پیل کړی و، چې فلاني راته زنګ وکړ ویل یې: راځه د دې پر ځای، چې هره ورځ تر کورسه ځې د ځان لپاره یو د انګرېزي ژبې ځانګړی استاد ونیسو او کورته به راځي، ما هم ور سره امین کړه.»
خبره وځنډې ده، دریېم صنف هم خلاص شو، خو ما په کې نوم لیکنه ونه کړه او له ملګري مې هم کوم خبر نه و.
بل صنف هم پیل شو اوخلاص شو، خو زه بیا هم هماغسې په تمه ناست وم.
له اوږده ځنډه وروسته مې ملګري یو ځل بیا رته زنګ وکړ، وویل
« ماته ستونزه پيدا شوه او ومې نه شوای کولای، چې د ځان لپاره ځانګړی استاد ونیسو.» ما هم ور غبرګه کړه« تا زما له ژوند او راتلونکې سره لوبه وکړه، زده کړي مې هم له یاده ووتل او د نوي ټولګي د شروع کولو حوصله هم نه ده را پاتې.»
«اوس دې ولیدل، چې ټوله ګناه د هغه وه؟ د انګرېزي ژبې زده کړه مې مې په نمایي کې پاتې شوه.»
زما په اند دا یو ډول د خنداوړ خبره ده، چې یو څوک دې د یوه شي د زده کولو او یا نه زده کولو پړه پر بل چا اچوي؛ خو که ښه ځیر شئ، دغه ډول بهانې او پېښې زموږ په ټولنه کې تکرار شوې دي او لا هم تکراريږي.
په خپلو سترګو مې داسې کسان لیدلي، چې اوس هم په ډېر افتخار وایي، له دې کبله، چې په ښوونځي کې مې فلانی استاد خوښ نه و، ښوونځی مې پرېښود.
په داسې حال کې چې دا یوه بې ځایه او بې بنسټه خبره ده.
له دې خبرو داسې ښکاري، چې غواړو په ډېری خپلو مسایلو کې ځان بې ګناه او او نور پړه وګڼو او یا هم د ګناهونو او د پړو له دې ډګ بوج څخه خپلې اوږې سپکې کړو.
خو په اصل کې داسې نه ده، هر څه مو، چې نن له لاس ورکړي، هغه راته د یوې ځانګړې موخې په توګه نه دي ټاکلي او یا مو هم په ژوند کې ورته لومړیتوب نه دی ورکړی، نو د بهانې جوړلو لپاره دغه ډول خبرې کوو.
هر څه چې وي راځئ له خپل ځان سره صادق او رېښتیني و اوسو او همدا موږ یو، چې د ځان لپاره پرېکړه اوعمل کوو.
راځئ لږ ژور فکر وکړو او له احساساتو مو خبرې وکړو.
تر اوسه به مو څو ځله خپلې مېرمنې، اولادونو او ملګرو ته ویلي وي، چې «تاسویې چې ما په غوسه کوئ.»، «که تاسو دا خبره نه وی راته کړې اوس به دا کار داسې نه کېدو.»، «فکر مې دې خراب کړ.»
فکر مو وکړ؟
په دې حالتو کې مو یو ځل هم د « زه یا ما» کلمه ونه کاروله!
هر څه چې وي پړه یې پر نورو ور اچوئ.
له دې نه داسې ښکاري، چې ګواکي تاسو خپله په دې غوسه او نورو کې هېڅ کومه برخه نه لرله!
دا هر څه تاسو خپله یئ.
و وایئ دا «زه» یم چې په غوسه کېږم او دا خپله زما انتخاب دی، نه دبل چا!
کېدای شي له ځانه وپوښتئ، چې څه باید وکړم، چې خپلې واګې په خپل لاس او خپلې پړې خپله ومنم؟
ځواب به یې دا وي چې:
اول: له همدې نن ورځې څخه د خپلو ټولو کړنو او احساساتو پړه په خپله واخلئ او کله، چې دا ډول خبرې کوې د «زه» کلمه کاروئ.
څنګه کولای شئ دا ډول او یا هم دې ته ورته جملې وکاروئ:
«کله دې چې زما په نشتون کې ما پسې خبرې وکړې نو زه خپه شوم»
دویم: ډېر کله د ځان پېژندنې په اړه فکر وکړئ تر څو پوه شئ، چې ولې د نور خلکو خبرې پر تاسو باندې اغېز کوي؟
دا چې د ډېرو خلکو په منځ کې تاسو دغه ډول احساسات او عادات لرئ دلیل یې څه دی؟. او …
You also might be interested in
ژباړه: حمیدالله حمیدي پر مور او پلار باندې د اولادونو[...]
اوسنۍ پرمختللې کرنه د دې لامل شوې ده چې مېوې[...]
ځوان په رستورانت کې د برګر په خوړلو بوخت و،[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی