لیکنه: ارش ننګیال
حقیقت کې چاړه د پخلنځي لپاره جوړه ده، خو دا چې انسان پرې انسان وژني دا د چړې ستونزه نه ده، بلکې د انسان ستونزه ده چې غلطه استفاده یې ورنه وکړه.
راډیو، تلویزیون او نورې وسیلې هم د خلکو د ګټې لپاره جوړې شوې دي، خو که څوک ترې غلطه استفاده کوي دا د هغوی مشکل دی نه د رسنۍ.
که څوک وغواړي چې له کتاب، مجلې، راډیو، انټرنټ او تلویزیون نه غلطه ګټه واخلي اخیستلی یې شي، یانې هره پدیده مثبت او منفي اړخونه لري. د بېلګې په توګه:
ـ تلویزیون
تلویزیون د پیغام رسونې یوه ښه وسیله ده، ځکه چې هم په کې تصویر لیدل کېږي او هم غږ اورېدل کېږي، خو کېدای شي ووایو چې دا تر ټولو خطرناکه وسیله هم ده، په تېره بيا دماشومانو لپاره.
تلویزیون د انسان ټول پام ځانته را اړوي، چې د لیدو پر مهال یې هېڅوک هېڅ ډول عملي او نظري کار نه شي ترسره کولی، خو ارواپوهان وایې که وغواړئ او که ونه غواړئ تلویزیون لکه ښوونځی ښوونیز دی. په دې شرط چې ښوونیزې خپرونې ولري.
ـ راډیو
راډیو هم د پیغام رسونې ښه، چټکه او ارزانه وسیله ده. د راډیو اورېدل هر چا ته ګټه لري، په تېره ماشومانو ته. ماشومان د راډیو اورېدلو پر مهال ذهني تصویر جوړوي، یعنې ذهن یې پیاوړی کېږي، تخیل او نوښت په کې روزي.
کېدای شي رادیو هم ځینې زیانونه ولري لکه تصویر نه لیدل یا هم معلومات پکې تېرېدونکي دي، خو بیا هم هغه د افراط او تفریط خبره ده.
ـ انټرنټ
انټرنټ هم د پیغام رسونې ښه اوچټکه وسیله ده، چې په یوې دقیقې کې تر هر چا او هر ځای پورې پېغام رسولی شي، خو خورا ګرانه وسیله ده، چې په هر ځای کې نه تر لاسه کېږي.
دا ډول کمپیوټر او برېښنا غواړي، چې د ټولو برابرول یو شمېر خلکو ته ګران تمامېږي.
ځینې کورنۍ چې په ښار کې هم اوسیږي او انټرنټ ته لاس رسی لري، خپل تنکي زلمیان انټرنټ ته نه پرېږدي، هغوی وایې چې انټرنټ کې هر څه شته چې ځینې یې د ماشومانو، زلمیانو او ځوانانو لپاره زیانمن دي او انټرڼت نه کنټرولیدونکی دی او ځوانان بې لارې کوي.
ـ چاپي مطبوعات
مجلې، کتابونه او ورځپانې هم د پیغام رسونې ښې وسیلې دي، چې تر هرڅه ډېر لوستونکي او مینوال لري. د مجلو او کتاب یا ورځپاڼو یوه ګټه دا ده چې مواد یې د هر وخت لپاره ساتل کېږي، خو راډیو او تلویزون کې هر څه تېرېدونکي وي او د بیا ځل لپاره نه اورېدل کېږي.
خو کتاب او مجلې بیا د هر وخت لپاره ساتل کېږي او د اړتیا پر مهال ورنه ګټه اخیستل کېږي، خو زمونږ په شان هېواد کې چې ډېر لږ خلک یې زده کړې لري، دومره ګټور نه دي، ځکه لوستونکي یې لږ دي، تر ټولو ښه کتاب کېدای شي چې دوه زره ټوکه چاپ شي، چې یوازې دوه زره کسانو ته رسیږي. د کتابونو او مجلو وړل راوړل لرې پرتو سیمو ته ستونزمن کار دی، چې په افغانستان کې دا کار ډېر لږ ترسره کېږي. خو کتاب هر وخت او هر کله خپل ارزښت لري.
زه بی له ټلویزیون، بې له راډیو، بې له انټزنت ژوند کولی شم خو بې له کتابه یې نه شم کولای. کتاب زما لپاره هرڅه دی.
ـ خو زموږ لپاره کومه رسنۍ ؟
که په لنډه یې ووایم هېڅ یوه یې بې ګټې نه ده، هره یوه رسنۍ د پرمختک سمبول دی.
یا خو به راډیو ماته ښه ښکاري چې ډېر عمر مې په کې کار کړی دی او یا به ښه وي! په هرصورت، راډیو داسې یوه وسیله ده چې زموږ په هېواد کې چې خلک یې اوس هم سنتي ژوند خوښوي راډیو پېژني او تل یې غوږ ته نيولي وي، یا په بله معنا چې هر څوک راډیو اوري، ملا، ډاکټر، ښوونکی، ښځه، ماشومان….. ډېر خلک تلویزیون سره ځکه نه دي جوړ او نه یې ګورې چې د هر چا او هر څه تصویر په کې لیدل کېږي.
او بل دا چې راډیو یوه ارزانه وسیله هم ده، که موږ ښار ته لاړشو، نو وبه ګورو چې په پنځوسو افغانیو هم یوه راډیو خرڅیږي، پینځه افغانۍ یې بیټرۍ کېږي او ډېره موده اورېدل کېږي اوس خو لا ان په مبایلونو کې هم راډیو شته.
بله دا چې چټکه وسیله هم ده، هغه کسان چې له حالاتو او خبرونو سره مینه لري تل راډیو اوري، ځکه چې ډېر ژر خبر خپروي.
بل دا چې که یو بزګر قلبه کوي، نو ترڅنګ یې ځانته په پوله باندې یوه راډیو چالانه کړې وي، دا صحنه خو به تاسو لیدلې وي؟ ما خو ډېره لیدلي چې غوبل کوي خو راډیو ورته چالانه وي ….. یعنې د راډیو د اورېدو پر مهال نورې چارې هم ورسره ترسره کېدای شي.
تر ټولو ښه ښېګڼه یې دا ده چې، د ماشومانو لپاره ډېره ګټه لري، په ماشومانو کې نوښت رامنځته کوي، هغوی ته تخیل او فکر کول زده کوي، د ماشومانو ژبه پیاوړې کوي او داسې نورې ګټې هم لري.
نو زمونږ هېواد او هېوادوالو ته د نورو رسنیو تر څنګ راډیو ښه وسیله ده، ځکه چې زموږ ډېر هېوادوال زده کړې نه لري او اقتصاد یې هم کمزوری دی.
هیله ده چې زما خبرې غلطې تعبیر نه شي، زه نه وایم چې راډیو به تر ټولو ښه وسیله وي، خو شرایطو ته په پام سره دا خبره کوم.