لیکنه: حضرت الله ارغوان
مینه یو مجرد مفهوم دی چې نه د مادې په څېر د ظرفیت او مظروفیت سره څه اړیکه لري او نه کوم معیار دی چې د زمان و مکان په تغییر سره د خپل استقرار وساتلی شي، بلکې د ژوند فزیکي او مېتا فزیکي اړخونو ټول مانوس مفاهیم په خپله لمن کې را نغاړي.
د کاڼو د تحجر او تجمد مشخصات یوازې د دوی پر فزیکي وجود باندې دلالت کوي مګر هر وخت د کاڼو ارزښت ټکوونکې ځانګړنې نه حسابیږي، ارزښت یې د انساني اړتیاوو په تناسب هغه انتفاعي ځانګړنه ده چې، په شکل او یا یې خواصو کې د تغیر راوستلو په اثر، موږ ته ترې ګټه په لاس راځي او اړتیا مو پوره کوي.
که د مرمرو یوه زیږه ډبره د صیقل کېدو په اثر په یوه رنګینه تابلو واړوو نو ارزښت یې لا زیاتیږي.
د اوسپنې کشف د انسان لپاره زیات سهولتونه د ځان سره راوړل، که لږ ځیر شو نو دې پایلې ته رسیږو چې د ننني عصر پرمختللې ټیکنالوژي چې حتا د نړۍ سیاستونو ته تغییر ورکولای شي؛ د اوسپنې محصول دی، اوس که وپوښتو چې انسان د نوموړي فلز سره مینه لري او که ضرورت؟ نو ځواب به مو دوهمه خبره وي.
دا د انسان د ذهن قوت او د لاس هنر و چې له فلزاتو او کاڼو یې ګټه اخیسته او په ارزښتمنو توکو یې بدلول خو ذوقونه هم د شیانو په ارزښت ټاکنه کې مهم رول لري، څومره چې یو څیز ډېرو ذوقونو ته د خوښې وړ وي، هغومره یې ارزښت هم زیات وي، هیڅ داسې ژوندی سری نشته چې اوبه د یې په څکه برابرې نه وي ځکه خو نو اوبه حیاتي ارزښت لري او موږ د اوبو سره مینه نه بلکې هغو ته اړتیا لرو.
کله چې یو ماشوم ناروغ وي نو د ډاکټر لخوا ورکړل شوي درمل چې والدینو ته یې سپارښتنه شوې تر څو پخپل وخت ناروغ ماشوم ته درمل ورکړي خو ماشوم د درمل له خوړلو ډډه کوی او نه یې خوري، مور او پلار یې په ډېر چل ول درمل خوړلو ته اړ باسي، ځکه ماشوم لا تر اوسه نه د درملو ارزښت پیژني او نه خپله اړتیا او ضرورت ور معلوم دی مګر لویان بیا دغه درمل د ترېخوالي سره سره، د ضرورت له امله پخپله خوري.
سقراط د شوکران د زهرو سره مینه نه درلوده، د هغه خلاق ذهن ته ددې احساس وشو چې هغه ترېخ ګوټ له ستوني تېر کړي ځکه هغه په دې آند ؤ چې قانون ته غاړه اېښودنه، د راتلوونکي نسل لپاره یو مصلحت دی.
موږ قانون ته اړ یوو مګر له هغه سره مینه نه لرو، فطرتاً مو هڅه دا وي چې قانون مات کړو او هغه عمل چې له ارتکابه یې راته جزایي مسئولیت راجع کیږي، تر سره کړو، په لږې ځیرنې سره پوهیږو چې، د ټولنیز ژوندانه د تنظیم لپاره تر هر څه مهم او ارزښتمن، قانون دی ځکه خو نو موږ ورته همدومره اړتیا لرو.
خدای جل جلاله په نړۍ کې هیڅ یو شی عبث نه دی پیدا کړی؛ یا به زموږ لپاره اړین وي، یا به ور سره مینه لرو او یا دواړه.
د ګلاب، نرګس او غاټول سره یوازې مینه لرو او ترې رواني تسکین اخلو.
دین، مور او وطن ته هم اړ یوو او هم ورسره مینه لرو خو د غشي او لېندۍ سره چندان علاقه نه لرو بلکې یوازې ورته اړتیا او ضرورت لرو.
په پورته یادو شیاتو کې ځینې ځانګړي صفات لکه ښکلا، مورتوب، انساني اړتیا، رواني خوښي او تېره والی؛ ددې سبب شوي چې ځینو ته اړ یوو او ځینو ته یې اړتیا لرو.
په ټولیز ډول د انسان سره د یوه انسان په توګه، په دې پار مینه کوو چې د انسانیت جوهر یې په خټه کې اخښل شوی دی، که له انسان ځینې انسانیت بېل شي بیا نو پرې د وحشي او بربري اطلاق کیږي او موږ د وحشي سره هیڅ مینه نه لرو.
په انسان کې د انسانیت صفت تر دې بریده مانیز ارزښت لري چې په نشتوالي سره یې انسان له وحشته هم ور اوړي ځکه موږ که د وحشي حیواناتو سره مینه نه لرو نو ځینو هغو ته یې اړتیا لرو، ممکن د ژوند په کومه برخه کې یې له وجوده ګټه پورته کړو.
موږ ددې لپاره له اُنس ځینې مشتقې، له دې هستۍ ( انسان) سره مینه لرو چې ددې خدای شاهکار په سټه کې مینه ګډه ده، باالاخره به په دې جمله تم شو چې: موږ له مینې سره مینه لرو.
You also might be interested in
ژباړه: رفيع الله آرمان دبهداشت روان ملي موسسې په وينا په[...]
ليکنه: ذکريا رحيمي اغېزناک ډيسپلين ډیسیپلين ته لار: نظم او[...]
لیکنه: عبدالوافي نايبزی د پوښتنو دلاندې تخنيکونو څخه دکار اخيستلو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی